
حجاب دوهمه برخه
لومړۍ شبهه
مروا لومړۍ شبهه رامخکې کړه؛ اسلام د مختلفو جنسونو ترمنځ ګډون نه دی منع کړی!!
مروا په داسې حال کې چې خپل ویښتان یې په لاسونو باندې یوې بلې خوا واړول وویل: اسلام د جنسیتونو ترمنځ اختلاط منع کړی نه دی! بلکې مخکېني مسلمانان ګډ سره اوسېدل، مسجد ته به نارينه او ښځینه دواړه تلل، په بازار، د علم مجلس، جهاد، مشوره او ټولو کارونو کې دواړو جنسونو اوږه په اوږه برخه اخیسته؛ ای أسماء! ته په کوم دلیل راځي او وایي چې د نارینه و او ښځو ترمنځ اختلاط ناروا دی؟! ته خو نادیرې کوې!
أسماء په ډېر عزت او درنښت وویل: الله تعالی مؤمنانو ته هغه څه روا کړي،چې دوی ته ګټه رسوي او ضرر نه لري.. د الله تعالی په شریعت کې دا ښکاره حقیقت دی چې اختلاط یې ناروا ګڼلی دی.. غوږ شه چې د الله د کتاب نه دلائل درته ووایم.
لومړی د الله تعالی دا قول واوره :« وَقَرْنَ فِي بُيُوتِكُنَّ وَلَا تَبَرَّجْنَ تَبَرُّجَ الْجَاهِلِيَّةِ الْأُولَى وَأَقِمْنَ الصَّلَاةَ وَآتِينَ الزَّكَاةَ وَأَطِعْنَ اللَّهَ وَرَسُولَهُ إِنَّمَا يُرِيدُ اللَّهُ لِيُذْهِبَ عَنْكُمُ الرِّجْسَ أَهْلَ الْبَيْتِ وَيُطَهِّرَكُمْ تَطْهِيرًا» [الأحزاب: 33]
الله تعالی د رسول الله مېرمني او ټولې مؤمناتي امر کړې دي چې په خپلو کورونو کې پاتي شي؛ په دې کې یې ساتنه او د فساد له وسائلو لریتوب ده؛ له اړتیا پرته واته د شر دروازه پرانیزي، لکه د فاسقانو څېره خپلول، له پردیو سره ګډون کول او داسي نور .. بیا الله تعالی ټولو ته امر کړی دی چې نیک اعمال ترسره کړي هغه اعمال چې انسان له فحشاء او ناروا ساتي؛ هغه نو په لمانځه کړلو، زکات ورکولو، د الله او د هغه د رسول په اطعات ترسره کیږي؛ بیا الله تعالی ټولې مسلمانې مېرمنې د هغوی دنیوي او اخروي ګټو ته متوجه کوي او فرمایې چې همیشه د قران کریم تلاوت وکړي د رسول الله احادیث مطالعه کړي؛ په دې سره زړونه ځلیږي، له ګناهونو پاکیږي او د حق په لوري روانیږي…
الله تعالی په کور کې د مېرمنو پاتیدل په «قرار» تعبیر کړي دي؛ ډیر لوړ مفهوم دی، په دې کې د ښځې د نفس سکون شته، د زړه آرام شته، له وسوسو امان شته؛ او له کوره په وتلو سره نفس سرګردانه کیږي، زړه تنګیږي او له داسي پېښو سره مخ کیږي چې انجام یې ډیر ناوړه او خطرناک وي.
دوهم د الله تعالی دا قول را اخلو :« يَا أَيُّهَا النَّبِيُّ قُلْ لِأَزْوَاجِكَ وَبَنَاتِكَ وَنِسَاءِ الْمُؤْمِنِينَ يُدْنِينَ عَلَيْهِنَّ مِنْ جَلَابِيبِهِنَّ ذَلِكَ أَدْنَى أَنْ يُعْرَفْنَ فَلَا يُؤْذَيْنَ وَكَانَ اللَّهُ غَفُورًا رَحِيمًا» [الأحزاب: 59]
په دې فرمان کې الله تعالی خپل استازي ته امر کوي چې خپلو مېرمنو، لورګانو او د مؤمنانو ښځو ته ووایه چې، که د ضرورت په اساس له کوره وزي، نو خپل ټیکري دي په ځانونو خوروي، داسي چې ټول بدن یې ورباندي پټ شي؛ ترڅو د ناوړه خلکو له خوا ونه ځورولې شي.
کله چې الهي حکم دغسي دی نو څه فکر کوې ښځه ولي د سړیو منځ ته راوزي؟ د څه لپاره له سړیو سره د مساوات دعوه کوي؟ د کومې اړتیا له مخي د سړیو په منځ کې د دندې غوښتنه لري؟ ولي د ښځیتوب له ډیرو هستیو لاس اخلي، د حیاء له نعمته ځان محروموي او بیا د سړیو چوکاټ ته ننوزي؟ ولي یوڅوک هڅه کوي چې د دوو داسي جنسونو ترمنځ مساوات قائم کړي چې د معنی او صورت له لحاظه مختلف دي؟! ایا د دوی هدف ډیر چټل نه دی؟!
دریم الله تعالی فرمایې :« قُلْ لِلْمُؤْمِنِينَ يَغُضُّوا مِنْ أَبْصَارِهِمْ وَيَحْفَظُوا فُرُوجَهُمْ ذَلِكَ أَزْكَى لَهُمْ إِنَّ اللَّهَ خَبِيرٌ بِمَا يَصْنَعُونَ» [النور: 30]
الله تعالی خپل پیغمبر ته امر کوي چې مؤمنو سړیو او ښځو ته ووایه چې خپلې سترګې نامحرمو ته له کتلو وساتي، خپلې شرمګاوي له زنا وساتي؛ بیا الله تعالی فرمایې چې دغه ساتنه د دوی د سپیڅلتوب لپاره ډیره ګټوره ده.
ښکاره خبره ده چې له زنا څخه د شرمګا ساتنه هلته ممکنه ده چې د زنا له وسائلو ځان وساتل شي، او په دې کې شک نشته چې د پردیو ښځو او سړیو ګډون او د سترګو نه کنترول – چې د ګډون له لوازمو ځیني ده – د زنا ستر لاملونه دي؛ او دا دوه کارونه چې الله تعالی یې له هرمؤمن نه غوښتنه کوي د اختلاط په صورت کې امکان نه لري؛ کوم سړی چې له پردیو ښځو سره ملګیري لري یا ورسره په یو میز درسونه وایې او یا په یو دفتر کې کار کوي څنګه امکان لري چې سترګې دي کنترول کړي او په « يَغُضُّوا مِنْ أَبْصَارِهِمْ» دي عمل وکړي؟! او ښځه هم نه شي کولای چې په دغسي حالت کې په دې قراني امر عمل وکړي چې فرمایې «يَغْضُضْنَ مِنْ أَبْصَارِهِنَّ» مختلط چاپیرال ته ننوتل د ښځي او سړي عفتونه له خطر سره مخ کوي او ساتنه یې ناممکنه ګرزي.
الله تعالی چې د علم او حکمت څښتن دی مؤمنانو ته امر کوي چې ښځې او نران سره ګډ نشي؛ ځکه په انسانانو کې نیک او بد شته، پاک او فاحش شته نو حجاب کول او له اختلاطه ځان ساتل په حقیقت کې له فتنې او د فتنې له ذرائعو ځیني ځان ساتل دي، په دې سره زړونه پاکیږي او انسانان له تهمتونو خوندي کیږي.
څلورم د الله تعالی دا قول را اخلو چې فرمایې: «وَإِذَا سَأَلْتُمُوهُنَّ مَتَاعًا فَاسْأَلُوهُنَّ مِنْ وَرَاءِ حِجَابٍ ذَلِكُمْ أَطْهَرُ لِقُلُوبِكُمْ وَقُلُوبِهِنَّ»الآیة [الأحزاب: 53]
د الله تعالی دا فرمان په واضحه توګه فرمایې چې که مو له پردیو ښځو د هرڅه پوښتنه کول باید د پردې شاته وي، داسي پرده چې سړی له ښځې پټ کړي او ښځه له سړي پټه کړي؛ او دا چې د ښځې لپاره په جامه باندي له مخ او بدن پټولو وروسته ښه پرده د هغې کور ده، هغه کور چې ښځه له پردیو سړیو پټه کړي داسي چې بالکل یې نه بدن لیدل کیږي، نه یې جامه لیدلای شي، نه یې ظاهر او نه باطن لیدلای شي.
أسماء بیا وویل: او هرڅه چې د اختلاط په ممنوعیت باندي له نبوي احادیثو ځیني دلائل دي هغه په دې توګه دي:
عن أبي هريرة رضي الله عنه أنه قال: قال رسول الله صلى الله عليه وسلم: «خير صفوف الرجال أولها وشرها آخرها، وخير صفوف النساء آخرها وشرها أولها» رواه الإمام مسلم في صحيحه
ژباړه: د سړیو بهترین صف مخکینی صف دی او بدترین یې وروستنی صف دی؛ او د ښځو بهترین صف وروستنی صف دی او بدترین یې لومړنی صف دی.
لمونځ چې د الله سره ملاقات دی او په دې حالت کې مؤمن له بل هروخت نه الله ته ډیر نژدې او متوجه وي، شهوات یې ضعیف او خشوع یې فعاله وي، شیطاني وسوسې په نسبي توګه کنترول وي، د فتنې او تهمت خطرونه کم وي خو بیا هم رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایې چې په دې حالت کې هم نر او ښځې باید سره نژدې نه وي؛ نو څه فکر کوې چې په ازادانه فضاء کې به د اختلاط په اړه څومره احتیاط وي؟! دا نبوي ارشاد واضح دلالت دی چې ښځې او نران باید په یو میز، یو دفتر او یو میدان ګډ کار ونکړي.
عن عبد الله بن مسعود رضي الله عنه أنه قال: قال رسول الله صلى الله عليه وسلم: «المرأة عورة فإذا خرجت استشرفها الشيطان»جامع الترمذي
ژباړه: ښځه عورت ده یعني هغه پټه هستي ده چې که ښکاره شي نو حیاء ترې کیږي؛ کله چې بهر ووزي نو شیطان ورته د سړیو سترګې ور اړوي او هغوی ته یې ترنظر ښایسته ورولي.
یعني ښځه چې څو پوري په کور کې وي شیطان ورته څومره طمع نه لري، کله چې بهر ووزي نو شیطان ورته هیلهمن شي او غواړي چې نران ورباندي دوکه کړي او دا په نرانو باندي دوکه کړي؛ د سړیو نظر دې ته جلب کړي او د دې نظر سړیو ته جلب کړي چې بالآخره د بدکاره سړیو ښکار شي، عفت او دیانت یې داغدار شي…
عن أم حميد الساعدية رضي الله عنها أنها جاءت إلى رسول الله صلى الله عليه وسلم فقالت: يا رسول الله إني أحب الصلاة معك، فقال: «قد علمت أنك تحبين الصلاة معي، وصلاتكِ في بيتك خير لكِ من صلاتكِ في حجرتكِ، وصلاتكِ في حجرتكِ خير لك من صلاتكِ في داركِ، وصلاتكِ في داركِ خير لكِ من صلاتكِ في مسجد قومكِ، وصلاتكِ في مسجد قومكِ خير لكِ من صلاتكِ في مسجدي» رواه ابن خزيمة في صحيحه
ژباړه: أم حمید – رضي الله عنها – رسول الله صلی الله علیه وسلم ته راغله، ورته یې وویل: له تاسو سره لمونځ مې ډیر خوښیږي. رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وفرمایل: پوهیږم چې له ما سره لمونځ دي ډیر خوښیږي مګر ستا هغه لمونځ چې په خپله خاصه ګوټه کې یې ادا کړې ستا له هغه لمونځ نه ډیر بهتر دی چې د خپل کور په کوټه کې یې ادا کړې؛ او ستا هغه لمونځ چې د کور په کوټه کې یې کوې ستا له هغه لمونځ نه بهتر دی چې په خپل سرای کې یې کوې؛ او ستا هغه لمونځ چې د خپل کلي په مسجد کې یې کوې ستا له هغه لمونځ نه بهتر دی چې زما په مسجد کې یې کوې.
دا مېرمن صالحه، پرهیزګاره، د ښو اخلاقو څښتنه ده خو بیا هم رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته سپارښتنه کوي چې ستا لپاره حق او افضل ځای هغه ده چې د نورو ځایونو په نسبت هلته مستوره یې؛ لومړی مقام هغه خاصه کوټه ده چې یواځي خپل میړه یې لیدلای شي، دوهم هغه ځای چې یواځي د کورنۍ خلک یې لیدلای شي او له بهرنیو پټه وي، دریم د خپل کلي مسجد دی ځکه هغه مسجد کورته نژدې ده، هلته ورتګ زیات وخت نه اخلي؛ د پردیو سړیو د لیدلو امکان یې کم ده نو د شیطان ملتیا ورسره کمه وي؛ له دې ټولو مرحلو وروستنۍ مرتبه د رسول الله صلی الله د مسجد ده؛ حال دا چې امام أحمد رحمه الله روایت نقلوي چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم په مسجد کې یو لمونځ د نورو مسجدونو په زرو لمنځونو بهتر دی، خو بیا هم دغې پرهیزګارې صحابیي ته رسول الله فرمایې چې په نبوي مسجد کې د هغې لمونځ له یادو ټولو ځایونو کمه مرتبه لري؛ ځکه چې مسجد نبوي د هغې له کوره لیري دی او په لاره باندي د پردیو د لیدلو او شیطاني وسوسو امکان زیات و؛ له دې ځایه د رسول الله پاملرنه معلومیږي چې څومره یې د ښځې عفت او ساتنه په دقت څارله، څومره یې د جانبي عوارضو په اړه فکر کاوه او ښځو ته یې د امکان ترحده سپارښتنه کوله چې ځانونه له داسي ځایونو وساتي چې هلته له پردیو سړیو سره مخ کیږي.
کله چې په رسول الله صلی الله علیه وسلم پسي اقتداء ته، د رسول الله مسجد ته، د لمانځه لپاره، د یوې پریزګارې صحابیي په اړه رسول الله داسي رهنمایي کوي، نو څه فکر کوې چې د دفترونو، تعلیمي مراکزو او کاري ساحو ته د نورو ښځو تګ به څنګه توجیه کیدلای شي؟! حال دا چې هلته رنګارنګ خلک شتون لري، شهوتي لیوان فعال وي او په ټول زور او زر سره غواړي چې خپلو څنګونو ته ښځي جذب کړي!
4- هغه احادیث چې رسول الله صلی الله علیه وسلم پکې سړیو ته خبرداری ورکوي ترڅو د پردیو ښځو سره یوځای ناسته ولاړه ونکړي او د هغوی ځایونو ته داخل نشي.
عن عتبة بن عامر رضي الله عنه أنه قال: قال رسول الله صلى الله عليه وسلم: «إياكم والدخول على النساء، فقال رجل من الأنصار: أفرأيت الحمو؟ قال: الحمو الموت» متفق علیه
ژباړه: رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: هیڅکله پردیو ښځو ځای ته مه ورځئ، یو انصاري وویل: د لیور په اړه څه حکم دی؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم وویل: لیور خو تیار مرګی دی. یعني لا زیات خطر ورسره تړی دی. له لیور نه مطلب د ښځې د خوسرګنۍ سړی دی.
وما روي عن عبد الله بن عباس رضي الله عنهما أنه قال: قال رسول الله صلى الله وعليه وسلم: «لا يخلون رجل بامرأة إلا مع ذي محرم» صحيح البخاري
ژباړه: هیڅ سړی دي له هیڅ ښځې سره په یوځای نه شي مګر که د ښځې محرم موجود وي.
وما روي عن عامر بن ربيعة رضي الله عنه أن رسول الله صلى الله عليه وسلم قال: «ألا لا يخلون رجل بامرأة إلا كان ثالثهما الشيطان» الترمذي
ژباړه: خبردار اوسئ هر سړی که له کومې ښځې سره په یوځای شي نو دریم به شیطان ورته راځي.
ښکاره خبره ده چې په دغسي اجتماعاتو کې لکه اوسني خلک چې ورته کمپاین کوي هیڅوک خپل ځان او خپل شهوتونه نشي کابو کولای؛ دوی غواړي چې شهواني ټولنه جوړه کړي؛ خو زموږ دین او د الله رسول صلی الله علیه وسلم غواړي چې هرڅه په خپلو حدودو او خپل چوکاټ کې ترسره شي او انساني ټولنه له حیواني هغې توپیر
ولري.
مولوي عبدالرقيب رقيب