دینې لیکنې

حجاب د ښځې عفت او عزت خوندي ساتي

د حجاب ناقضین حجاب د ښځوپه مقابل کې لوی ظلم بولي، ځکه دوی تل دا هڅه کوي،چې ښځې د بند بارۍ، فحشا په ډګر نیمه عریانې وګوري، څوله هغوی سره د دوی ګډ ژوند په خوش ګذارنۍ تېر شي، خو د حجاب شرعي احکام چې د اخلاقي توصیې او د ښځې شخصیت او وقار د ساتنې اوحفاظت لپاره دهجرت په پنځم کال په مدینه منوره کې په یوه داسې ټولنه کې چې د رسول الله له بعثت د مخه به ښځې ژوندۍ په کې ښخېدلې، را نازل شوی دی، ځکه چې ښځه په ټولنیز ژوند کې فوق العاده آسیب پذیره، په فزیکي لحاظ کمزورې اوپه ضمن کې ښځه هغه ظریف، نفیس، ښکلی او زړه وړونکی موجود دی،چې که مبالغه ونه شي د پرهېزګاره انسان هم ورپام وي، نو د پورتنیو ملحوضاتو له مخې ښځه باید په عام محضر کې د بدن د اندامو د حفاظت لپاره حجاب ولري، حجاب په دوی د مشقت په مانا نه دی لازم شوی،بلکې حجاب د دوی د عزت،عفت، شرف او وقار د خوندي ساتلو ضامن دی، له بله اړخه حجاب د ښځوهغه قوي او ذغره لرونکې وسيله ده چې په ذریعه یې د دوی سلامتي په کې تضمین شوې ده، د حجاب د رعایتولو احساس د هغه له نزول د مخه هم د مسلمینو ترمنځ احساسېده، ځکه حجاب له انحرافاتو د مخنیوي او په اخلاقي لحاظ د ټولنې په سالمیت کې لوړ رول درلود، که څه هم نن ورځ د حجاب په اړه د اسلام د دښمنانو لخوا ګویا دا چې حجاب د وروسته پاتې کېدو لامل دی، زیات ناروا تبلیغات کېږي چې زیاتره د لوېدیځوالو لخوا دي او زموږ په اسلامي معاشره کې یې هم یو شمېر کسان ترداسې اغیز لاندې راوستي چې په پټو سترګو، کڼو غوږونو او ګونکو ژبو، د حجاب په اړه د غربیانو بابو لالې ورسره بدرګه کوي، د دې بدرګې زیاتره ګډونوالې هغه ښځې دي چې حجاب او ستر د ځان په مقابل کې ناروا او ظلم بولي، دلته یوه اساسي پوښتنه را پیدا کېږي چې حجاب خو د مسلمانانود معنوي ارزښتونوپه الهي حکم ثابت شوی،نوهغه داخلي ناقضین چې د بهرنیانو له بابولالوسره یې د سر په خوځولولاس یو کړی، کوم حکم ولري؟

حديث شريف دی، چې په حجة الوداع کې فضل، د جناب رسول الله مبارک په خوا کې ناست و، د دوی په خوا پورې داسې ښځې چې احرامونه یې تړلي ول د کعبې شریفې له خونې د طواف په منظور تېرېدې، په ناڅاپي توګه د فضل سترګې د هغوی په لورو اوښتې، د رسول الله مبارک چې ورپام شو، نو خپل مبارک لاس یې لومړی د فضل په سترګو او وروسته یې د هغه مخ له ښځو نه بلې خواته واړاوه.

د حضرت عایشې صدیقې څخه روایت دی چې اسمآ رض یو وخت په داسې حال کې اطاق ته را ننوته چې نازکې جامې یې پر تن وې، جناب رسول الله مبارک خپل مخ ترې وګرځاوه او ویې فرمایل : ای اسما ښځه چې د بلوغ سن ته ورسېږي نو داسې نازکې جامې چې اندامونه یې ترې معلوم شي، باید، وانه غوندي، د هغه لاسونو اومخ ته یې وکتل، لاسونه او مخ په دې خاطرعورت نه دي چې په لمانځه اواحرام کې ښځه د هغه په پټولومکلفه نه ده ګرځول شوې، د ټولو هغو زینتي شیانو استعمال چې ښځه ښایسته کوي د ښځو لپاره روا دي خوپه دې شرط چې د عشاقانو له محضرڅخه لېرې اوپه بدن یې ښکاره نه شي، لنډه داچې حجاب د ښځو لپاره هغه اړتیا ده چې ټول فقها اومحدثین پرې اتفاق نظر لري، ښځه د حجاب په واسطه کولای شي خپل خاوند ته وفاداري څرګنده اوهغه مینه چې له ده سره یې لري ثابته کړي، په دې توګه د خپل مېړه زړه په لاس را وړي او د هغه باور پر ځان زیات کړي، همدارنګه د حجاب په واسطه عفیفې ښځې کولای شي چې د چشم چرانانو او هوسرانانو په خوله غاښ ماتوونکی ځواب ورکړي .

داچې حجاب د څه لپاره ؟

ـ حجاب عفاف دی، مانا داچې له الله پاک سره پر حجاب د پاک لمنۍ اوعفت ژمنه ده.

ـ حجاب په روحي، رواني اوفزیکي لحاظ له آلودګیو ځان ژغورل دي .

ـ  حجاب د الله ج او د هغه له پیغمبر سره د تقوا اوپرهېزګارۍ تړون دی.

ـ حجاب ایمان دی، ځکه هغه څوک چې ایماني جذبه ولري هېڅکله منهیاتو ته نه ورلنډېږي.

– حجاب حیا ده، ځکه هغه ښځه چې شرم او حیا لري خپل اندامونه د هوسبازانو سترګو ته نه عرضه کوي.

ـ حجاب عزت دی، هغه ښځه چې په اسلامي اصولو آراسته وي ټول د عزت په سترګه ورته ګوري

نوګرانې خورې! بیا هم وایو چې حجاب هغه (وسله) ده چې له استعمال پرته ستا امنیت او سلامتي په کې تضمین شوې،ځکه د حجاب په صورت کې هېڅ څوک د دې جرئت نه لري چې تش بد نیت یې په ذهن کې را تېرشي .

درنې خورې ! پوهېږې چې بې حجابي اواندام ښودنه د ښځې د بدن لپاره زهر قاتل دي،ځکه د هوسرانانو نظر پسې اوړي او ملنډې پرې وهي .

آیا پوهېږې چې د کومې ښځې هیثیت ، شرف د بې حجابۍ د کومې پېښې په ترڅ له منځه لاړ هغه بېرته نشي اعاده کېدای، د کورنۍ اوټولنې نه به د طردد حال کې ژوند تېروي، ښه راتلونکې په انتظار کې نه وي اوتل به ځورېږي.

درنې خورکۍ ! آیا پوهېږې چې د ښځې لپاره لوی توهین دادی چې خپل تن لکه د پلورنځیو په ویترینونو کې لانځکې په شان د هوسبازانو نندارې ته کېږدي، آیا پوهېږې چې د کورنیو شیرازو د شړېدو، طلاق او نورو جنایاتو زیات ارقام د بې حجابه ښځو ترمنځ سجل شوي دي.

عفیفې خورې ! آیا پوهېږې چې د عزت اوعفت دښمنان هېڅکله نه غواړي چې تا په اسلامي او ایماني زیور آراسته وګوري، په دې هم پوه شه خورې! چې مومنان او نور لوی اشخاص د مومنو او با حیا ښځو له لمنو پیدا شوي دي.

ګرانې خورکۍ ! په یاد لره چې مرګی په کمین دی، لذتونه له منځه وړي، شهوتونه ماتوي، هیلې او آرزوګانې ختموي، دوستان له یوبل نه بېلوي، خوږوالی په تریخوالي بدلوي، ثروتونه بې چښتنه کوي اوقدرتونه ماتوي نواې خورې ! د خپل ځان په اړه بیداره اوسه چې خدای مکړه خپل ټول آخرت دې، ددنیا په ډېر لنډ اوبې وفا عمر برباد کړی وي.

حیات الله حلیم

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button