ټولنه اوکلتور

حجاب

رسول الله د سړیو او ښځو اختلاط یواځې په اجتماعي حالت کې نه منع کول بلکې که به یوې ښځې هم له یو سړي سره لمونځ کاوه رسول الله یې فاصله ضروري ګڼله؛ أنس رضي الله عنه روایت کوي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم د أم سلیم په کور کې لمونځ کاوه نو زه او یو یتیم یې ترڅنګ ودرېدو خو أم سلیم زموږ نه شاتي تنها ودرېده. رواه الإمام البخاري في صحيحه
رسول الله صلی الله علیه وسلم په مسجد کې د ښځو لپاره ځانګړې دروازه معلومه کړې وه، له هغې دروازې نه به نارینه نه داخلېدل، یواځې ښځې به ورباندې وتې، ننوتې؛ امام أبو داود په خپل سنن کې په دې عنوان مستقل باب ایښی دی هغه داسې لیکلي دي:«باب اعتزال النساء في المساجد عن الرجال» وروسته یې د عبد الله بن عمر رضي الله عنهما روایت نقل کړی چې وایي رسول الله صلی الله علیه وسلم وویل: دا دروازه باید د ښځو لپاره ځانګړې کړو، نافع وایي عبد الله بن عمر تر مرګه له هغې دروازې مسجد ته نه دی ننوتی. سنن أبي داؤد
د رسول الله صلی الله علیه وسلم په زمانه کې به سړیو له لمانځه وروسته یوڅه انتظار کاوه ترڅو ښځې له مسجد نه ووزي چې کورونو ته په لاره کې د ښځو او سړیو ترمنځ اختلاط رانه شي؛ سره له دې چې ښځې او سړي د ایمان، تقوا او اخلاقو په ګېڼه سمبال هم وو؛ أم المؤمنین أم سلمة رضي الله عنها ویلي دي: رسول الله چې به له لمانځه سلام وګرځول نو ښځې به ولاړې شوې او رسول الله به په خپل ځای یوڅه انتظار کاوه. امام اوزاعي رحمه الله د دغې ناستې سبب د ښځو او سړیو ترمنځ واټن ایجادول په ګوته کوي ترڅو ښځې په داسې حال کورنو ته لاړې شي چې سړي لا نه وي راوتلي. صحيح البخاري
په یو بل روایت کې راځي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم به له لمانځه سلام وګرځول نو ښځې به کورونو ته روانې شوې، ترڅو چې به ښځې خپلو کورنو ته ننوتلې رسول الله به له ځایه نه ولاړېدو. صحيح البخاري
ابن حجر رحمه الله لیکي چې دا حدیث له هغو مواردو په ځان ساتلو باندې ټینګار ښيي چې د ناروا وسیله ګرزي او په دې حدیث کې دا هم ثابتېږي چې مسلمان باید د تهمت له ځایونو ځان وساتي، دا هم ثابته شوه چې له پردیو ښځو سره په لاره باندې یوځای تلل ناسم عمل دی. فتح الباري
مشهور مالكي عالم ابن قدامه رحمه الله لیکي:« که له امام سره سړي او ښځې لمونځ وکړي نو ښه به دا وي چې ښځې له سلام ګرځولو وروسته فوراً ووځي او سړي په خپلو ځایونو انتظار وکړي ترڅو یې باور شي چې ښځې به تللې وي؛ بیا وروسته د خپلې فتوا دلیل همدغه حدیث ذکر کوي چې مخکې مو ولوست. المغني
هغه وخت ښځو ته په تیاره کې مسجد ته د تللو اجازه وه ځکه چې شپه پرده او حجاب لري د فتنې امکان پکې کم وي. رسول الله صلی الله وسلم به ویل :«ښځو ته په شپه کې د مسجد اجازه ورکوئ» رواه مسلم في صحيحه
عائشې رضي الله عنها نه روایت دی چې ویل به یې :«د مؤمنانو ښځې به د رسول الله صلی الله علیه وسلم سره د سهار لمانځه ته تیاره مهال په داسي حال حاضریدلې چې په ټکریو به پټې وې پېژانده یې نه کیده» رواه البخاري في صحيحه
د رسول الله صلی الله علیه وسلم په وخت کې له ښځو غوښتنه کېده چې له سینګار او عطرو ډډه وکړي ځکه دا شیان د فتنې بلونکي دي؛ رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي:« که ستاسو نه کومه ښځه مسجد ته راځي نو عطر دي نه کاروي» رواه مسلم في صحيحه
او بیا فرمایې:« هره مېرمن چې د بخورو بوی ورپوري شوی وي مسجد ته دي د ماخستن لمانځه لپاره نه راځي» رواه مسلم في صحيحه. عائشې رضي الله عنها د ښځو په اړه له کوره په راوتلو کې د بې پروایې اړوند د خطر خبر هم ورکړی ده او وایي چې :« که رسول الله صلی الله علیه وسلم دغه حالت لیدلای وای چې اوسنیو ښځو ایجاد کړی نو ضرور به یې مسجد ته له تللو منع کړې واي، لکه د بني اسرائیلو ښځې چې منع کړای شوې وې» صحيح البخاري
رسول الله صلی الله علیه وسلم به ښځې د لارې په منځ باندې له تګه منع کولې، امر به یې ورته کاوه چې د لارې په څنډه باندې تګ وکړي ترڅو یې له سړیو سره ګډون رانشي او له هغې فتنې نه په امن شي چې د یوبل په څنګ وهلو په سبب ایجادېږي؛ له أبو أسید أنصاري رضي الله عنه نه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم مسجد ته په لاره و، ویې لیدل چې ښځې او سړي په لاره باندې ګډ سره روان دي نو یې ښځو ته وفرمایل: «تاسې شاته شئ، تاسې ته نه ښایي چې د لارې په منځ باندې تګ وکړئ، تاسې ته لازمه ده چې د لارې په څنډه باندې تلل وکړئ» له هغې وروسته به ځښې له دیوالونو سره جوختي روانې وې تردې چې جامې به یې له دیواله سره نښتې. رواه أبو داود في سننه
او څه چې د علم مجلس ته د صحابیاتو حضور و، نو هغه داسې حضور نه و لکه اوسني د اختلاط پلویان چې یې غوښتنه کوي، صحابیاتي چې به کله د علم مجلس ته حاضریدلې نو له سړیو نه به په یوه ګوښه کې کېناستلې، داسې ځای چې وعظ، نصیحت او د دین احکام یې اوریدلای شوای، حتی دومره به ګوښه وې چې کله کله به یې د رسول الله صلی الله علیه وسلم خطبه نشوای اورېدلای رسول الله به له خطبې وروسته دوی ته ورغی او د دوی اړوند وینا به یې همالته دوی ته ځانګړې وکړه؛ له دې سره سره به یې مکمل حجاب هم مراعت کړی و او خپل ښایستونه به یې پټ کړي و. نو چېرته هغه مجالس او چېرته دغه بربنډه ګډوډي! چېرته هغه سپېڅلی چاپېریال او چېرته دغه فحاشي!
یو مؤمن څنګه ځان ته جواز ورکوي چې ووایي چې اوسنی اختلاط هغسې دی لکه هماغه وخت، حال دا چې اوس ښځه او سړی په یو میز یوبل ته مخامخ ناست وي؛ دغسې ناسته که د حجاب له مراعتولو سره مله هم وي هغسې نه ده لکه د صحابیاتو ناسته؛ حال دا چې اوسنۍ ناستې خو داسې ترسره کېږي چې د ښځو مخونه لوڅ، ویښتان لوڅ، غاړه او لیچونه لوڅ او هرڅه یې بربنډ وي؛ داسې بربنډ چې کتونکي خامخا په فتنه کې اچوي، نظر یې جلبوي او په ناروا یې اخته کوي.!!
معلومه خبره ده چې د درس لپاره په چوکۍ باندې د نارينه او ښځې یوځای کیناسته لویه فتنه ده او د هغه حجاب له منځه وړل دي چې الله تعالی یې په مراعتولو امر کړی او داسي فرمایي: « وقل للمؤمنات يغضضن من أبصارهن ويحفظن فروجهن ولا يبدين زينتهنَّ إلا ما ظهر منها وليضربن بخمرهن على جيوبهن ولا يبدين زينتهن إلا لبعولتهن أو آبائهن أو آباء بعولتهن أو أبنائهن أو أبناء بعولتهن أو إخوانهن أو بني إخوانهن أو بني أخواتهن أو نسائهن أو ما ملكت أيمانهن أو التابعين غير أولي الأربة من الرجال أول الطفل الذين لم يظهروا على عورات النساء) الآية60.
ژباړه: او مؤمنو ښځو ته ووایه چې خپلې سترګې دي ټیټوي او خپل شرمځایونه دي ساتي او خپل ښایست دي نه ښکاره کوي خو هغه چې ورڅخه ښکاري؛ او خپل ټیکري دي په سینو اچوي او خپل ښایست دي نه ښاره کوي خو خپلو میړونو، د میړونو پلرونو، زامنو، د مېړونو زامنو، وروڼو، د وروڼو زامنو، خویندو، د خویندو زامنو، مېرمنو، مریانو، له سړیو څخه هغو خدمت کوونکو ته چې په زړه کې یې (جنسي) غوښتنه نه وي، یا هغو ماشومانو ته چې د ښځو په پټو برخو نه پوهیږي…
همدا سبب دی چې د امت نیکان خلک غواړي چې د ښځو او نرانو تعلیمي ځایونه باید بیل وي ترڅو زده کوونکې مېرمنې د تعلیم په وخت کې حجاب ته مجبوره نه وي او په خلاص مټ، فارغ ذهن او پوره توجه خپلې زده کړي وکړي؛ ځکه په داسي چاپیرال کې چې هلته استاذه مېرمن وي، ملګرې ټولې مېرمنې وي او نران وجود ونه لري د ښځو ذهني تمرکز زیات وي، فریشاني او تشویشونه نه لري، د فتنې خطره نه وي، استاذ ته ښه متوجه کیدای شي او له نورو ذهني او بدني مشغلو په امن وي… همدغه چاره د تعلیم لپاره ډیره مثبته او سالمه پایله ده..

څلورمه برخه -مولوي عبدالرقيب رقيب

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *