
حجاب
اما دا چې ښځې ولې د رسول الله (ص) په زمانه کې د جهاد ډګر ته راوتلې نو ځواب ډېر واضح دی هغه دا چې هغه ښځې له خپلو محارمو سره د حجاب په چوکاټ کې په داسې کیفیت را وتلې چې د فتنې به هېڅ خطره نه وه؛ را وتل یې د لوی ضرورت پر اساس و؛ ایمانونه یې قوي و او تقوا یې په لویه پېمانه وه؛ د خپلو محارمو به ورباندې نظر و او دوی به هم د حجاب له نزول وروسته د شرعي حجاب پوره پوره پابندي کوله؛ اما اوسني چې د اختلاط لپاره کمپاینونه کوي د دوی هدف، غوښتنې او شرائط له شرعي بنسټونو نه زیاته فاصله لري؛ اوسني د اختلاط پلویان د حجاب له روح پوره پوره بغاوت کوي، د فتنې هېڅ پروا نه لري بلکې لا یې ترویجول غواړي څه چې اسلام یې فتنه او مصیبت ګڼي هغه د دوی په معیار لاسته راوړنه او دنیوي رفاه ده؛ څوک چې د اسلامي نصوصو په روح خبر وي، د شریعت او الهي احکامو په نبض ماهر وي هغوی هېڅکله اوسنی اختلاط په نبوي دور نه قیاسوي، هېڅکله دا جرئت نه لري چې اوسني جنسي لیوان له هغو صحابه کرامو سره پرتله کړي چې په سختو شرائطو کې یې اسلام ته غاړه ورکړه، د اسلام ټول احکام یې ومنل او هرراز ګناه چې به ورنه وشوه فوراً به رسول الله ته راتلل اقرار او رښتنې توبه به یې کوله که به هرڅومره سخته سزا وه د خپل ایمان په غوښتنه به یې په ځان منله، آن تر دې چې ځان به یې په خپل اقرار سره په ډبرو وژلو ته اماده کول خو د ګناه پېټی یې آخرت ته نه وړ؛ مګر اوسني خو دومره له اسلام سره په فاصله کې دي دومره له اسلامي احکامو باغیان دي چې له قراني حجاب نه غربي ټولنې ته فناه وړي، له قراني احکامو نه غربي وحشیانو ته شکایت کوي؛ نو بیا څنګه یوڅوک اوسنۍ معاشره له نبوي هغې سره پرتله کوي او ځان ته حق ورکوي چې د صحابه کرامو په سترګه دي ورته وکتل شي؟!څه چې په شورا کې د ښځو د ګډون خبره ده، نو باید ووایو چې په نبوي او د صحابه کرامو په دور کې هېڅکله ښځه په شورا کې د غړې په توګه نه ده تعیین شوې، کله چې له ښځو نه په کومه جزیه کې مشوره ترلاسه شوې ده هغه له غیر رسمي لارې، په حجاب کې او یا هم د خپلې مېرمنې له خوا خپل خاوند ته مشوره ورکړه شوې ده؛ د داسې رسمي غړي په توګه هېڅکله ښځه نه ده څرګنده شوې لکه اوسني عصر کې چې یې خلک ادعا لري؛ مثلًا د رسول الله (ص) له وفات وروسته چې د خلیفه په اړه مشوره کېده ښځو په کې ګډون نه درلود، د راشده خلافت په مکمل دور کې ښځه د شورا داسې برخه نه ده ګرځول شوې لکه نارينه چې وو، د اسلام په تاریخ کې داسې بېلګې نه لرو چې ښځې دي له سړیو سره څنګ په څنګ په مساوي توګه د دولت په اداره کې ګډون ولري؛ څه چې سیرت او اسلامي تاریخ کې ثبت دي یواځې دومره دي چې رسول الله (ص) د ښځو نه بیعت اخيستی و هغه هم له مصافحې او لاس ورکولو پرته و، کله کله یې د ښځو خبره اخيستې ده په داسې چوکاټ کې چې خپلې مېرمنې ورته په خپل کور کې مشوره ورکړې ده او یا د حجاب په مراعت سره د وخت خلفاوو د رسول الله (ص) د مېرمنو نه د هغه مسائلو په اړه معلومات غوښتي،چې هغوی به ورباندې زیاتې خبردارې وې ځکه هغوی له رسول الله سره د نورو په پرتله ډېرې نژدې پاتې شوې وې او په شخصي مسائلو یې د نورو په نسبت زیاتې خبرې وې…څوک چې ګومان کوي چې دا کړنې د اسلافو په زمانه کې د سیاست په میدان کې د ښځو د دخالت په معنی دي نو دا خلک تېروتي دي، تاریخي واقعات یې تحریف کړي او د تاریخ روح یې حذف کړې ده…هو، ځینې داسې بیلګې هم شته چې په اسلامي معاشره کې د ښځو آزادي په ګوته کوي او په ټولنه کې د ښځو مستقیم سیاسي رول ښیي مګر دا جزئي پېښې دي او جزئیاتو ته د شرعي قوانینو رنګ ورکول معقول نه دی جواز هم نه لري، جزئیات اوس هم شوني دي او هرمؤمن یې مني، مثلاً د ضرورت په خاطر ډاکټر کولای شي د ناروغې مېرمنې علاج وکړي، ښځه کولای شي محکمې ته حاضره شي، ښځه کولای شي شاهدي ته حاضره شي او داسې نورې جزوي اړتیاوې شریعت له نظره نه دي غورځولې مګر جزوي اړتیا ته عمومي رنګ ورکول او بیا د هغې په اساس ټولې شرعې کرښې ماتول بالکل د اسلام له روح او د ټولنې د سلامتیا سره ټکر لري…
په خیر القرون کې هغه کارونه معتمد او د اسلامي قانون برخه ده چې اجماعي ترسره شوې وي او یا د وحي په اساس ترسره شوې وي؛ ځینې افرادو به ضرور داسې څه کړي وي چې د اسلام له ارشاداتو سره سمون نه لري، مګر د افرادو اعمال زموږ لپاره دلیل نه کېږي چې اقتداء پسې وکړو ځکه هغوی هم معصوم نه وو، په کړنو کې یې خامخا تېروتنې راځي نو د هغوی ځینې هغه کړنې چې د پورتنیو قراني آیتونو او نبوي احادیثو خلاف ترسره شوې وي یا د أمت د مجتهدو علماوو د لزوم دید خلاف ترسره شوې وي هغه کړنې به د دوی تېروتنه ګڼو، نه دا چې د شریعت رنګ ورکړو او موږ هم په هغو تېروتنو سر شو…او که څنګه مروا خورکې؟!!مروا په داسې حال کې چې د ژبې تېره څوکه یې پڅه شوې وه، وویل: سمه ده أسماء تاسو چې مهرباني وکړه ورباندې قانع یم.. خو زه اورم چې اختلاط یواځې په اسلامي ټولنه کې ممنوع ده، هغه ټولنه چې وروسته پاتې ده او له تمدنه فاصله لري…
أسماء د مروا خبره واورېده او په تعجب سره یې ځواب ورکړ: ای خورکۍ دا خالصه افتراء ده، هېڅ د رښتیا څرک په کې نشته… یو عقلمند انسان څنګه دغسې خبره وکړي؟! دا دی موږ په داسې زمانه کې اوسو چې اخلاقي ارزښتونه یې مخ په ځوړ دي.. ایا کله دې اورېدلي،چې یو څوک دې د اختلاط د مخنیوي لپاره حمله کړې وي؟ یا یې په انسانانو بندیزونه لګولي وي؟ او که برعکس له اسلامي چوکاټه د وتلو لپاره په خلکو، هېوادونو او حکومتونو حملې کېږي؟!دا چې اسلامي ټولنه وروسته پاتې ګڼي داسې افتراء او دروغ دي چې هېڅ مسلمان یې نه شي منلای، بیا په تېره هغه مسلمان چې خپله هم په اسلامي ټولنه کې اوسي..د اختلاط ممانعت د رسول الله (ص) په زمانه کې نازل شوی دی، صحابه کرامو او تابعینو په کلکه عملي کړي دي؛ مخکې چې مو کوم دلائل وویل د دې خبرې د اثبات لپاره پوره بسنه کوي. په هماغه وختونو کې هېڅ داسې اسلامي خاوره، سیمه او وطن نه و چې حجاب په کې لازم او اختلاط په کې ممنوع نه و، هر چېرې د الله تعالی د امر منلو په خاطر، د انساني فطرت په مقتضا، د اسلامي شریعت د تعمیل په منظور له اختلاط نه په کلکه ممانعت کېده او د حجاب سپکارښتنه لازمي وه؛ اوسني د اختلاط پلویان هېڅکله د هغو مسلمانانو شاتهوالی نه شي ثابتولای، بلکې هغوی چې څومره د اسلامي شریعت په نفاذ کې مخکې تلل په هغه اندازه یې حکومتولي، اقتصاد، تمدن، امنیت، خوشحالي او ښېرازي پرمتګ کاوه…
د اوسنیو اسلامي ټولنو د شاته پاتې کېدو تړاو د اختلاط له ممانعت سره ورکول هېڅ معقول نه دی، بلکې دا تور د الله تعالی کلام ته د سپک کتلو په معنی ده او د الله د رسول صلی الله علیه وسلم ویناو ته په سپکه کتلو معنی ورکوي!! بلکې د اوسنیو مسلمانو ټولنو د شاته پاتې کېدو لوی لامل همدا دی چې له اسلامي شریعت نه یې مخ اړولی او پرمختګ د نورو په تقلید کې غواړي…
دوهمه شبهه
دوهمه شبهه دا وه چې ایا دا ایت: (وقرن في بيوتكن) یواځي د رسول الله (ص) مېرمنو ته متوجه نه دی؟!
مروه له ذهني کش مکش سره مخ وه، غوښتل یې داسې څه پیدا کړي چې د دې لپاره دلیل شي او په دې مباحثه کې بری ورکړي… بالآخره یې یوڅه په ذهن کې وروګرځېدل، یوه بله خوا کږه وږه شوه بیا یې وویل: ښه أسماء! ستا په خبرو مې قناعت وشو مګر دې آیت په اړه څه وایې ((وقرن في بيوتكن)) ایا دا آیت یواځې د رسول الله په مېرمنو پورې خاص نه دی؟أسماء وموسکل هغسې چې په الله باندې ډېره باوري وي، بیا یې وویل: د أمت مخکیني او اوسني علماء له دغه آیت نه چې فرمایي: «{وَقَرْنَ فِي بُيُوتِكُنَّ وَلَا تَبَرَّجْنَ تَبَرُّجَ الْجَاهِلِيَّةِ الْأُولَى» [الأحزاب: 33] په کور باندې د مسلمانې مېرمنې وجوب فهموي او دا فهموي چې مسلمانه مېرمن باید بې ضرورته له کوره ونه وځي او له دغه آیت نه د أمت علماء فهموي چې ښځې باید له پردیو سره اختلاط ونه لري…د أمت مشهور عالم (عبد الرحمن بن الجوزي) رحمه الله د مفسرینو په حواله وایي: چې د دغه آیت معنی ښځو ته امر دی چې په خپلو کورونو کې قرار ولري او له خپلو کورنو بهر ونه وځي. حافظ ابن کثیر رحمه الله وایې: د «قرن في بیوتکن» مطلب دا دی چې د خپلو کورونو سره پاتې شئ له شرعي ضرورت پرته بهر مه وځئ. همدا رنګه ټول مفسرین دغسې حکم ورنه فهموي؛ أحمد مصطفی المراغي وایي د الله تعالی دغه امر ټولو مسلمانو ښځو ته متوجه دی؛ أبو الأعلی المودوي وایي: د خبرې لنډیز دا دی چې له کوره د ښځې وتل ښه نه دي او الله تعالی د ښځې لپاره خیر دا ګڼلی چې په کور باندې پاتې شي لکه چې فرمایي : «وقرن في بیوتکن.. الآیه»
د ښځې سکون او بقاء دواړه په خپل کور کې دي، که له کور نه بهر ووزي نو ذهني، بدني، اخلاقي او طبعي سکون یې متضرر کېږي.
امام قرطبي رحمه الله د (قرن) له لغوي معنی ګانو وروسته زیاتوي چې د دې آیت مطلب په کور باندې پاتېدل دي، دا خطاب اګر چې په ظاهره د رسول الله (ص) مېرمنو ته دی خو د معنی له لحاظه د ټول أمت ښځو ته متوجه دی؛ ترڅو چې داسې دلیل ترلاسه نه شي چې تخصیص افاده کوي باید عام پاتې شي؛ دا ایت به څنګه د نبي علیه السلام په مېرمنو پورې خاص وي حال دا چې په تېر کې مو ګڼ شمېر قراني او نبوي نصوص وړاندې کړل چې ټولو مسلمانو ښځو ته يې امر کاوه چې حجاب وکړي، په خپلو ځایونو پاتې شي او له اختلاط نه ډډه وکړي.څوک چې د یاد شوي آیت اختصاص د رسول الله په مېرمنو پسې کوي دلیل وایي چې یواځې هغوی ته خطاب شوی،نو دا دلیل یې د قبول وړ ځکه نه ده چې د اختلاط چې کوم مفاسد دي هغه ټولو ښځو ته سرایت کوي او د قرار چې کومې ګټې دي ټولې ښځې ورته ضرورت لري؛ په دې آیت کې راغلي دي :«يَا نِسَاءَ النَّبِيِّ لَسْتُنَّ كَأَحَدٍ مِنَ النِّسَاءِ» یعنې ای د نبي ـ علیه السلام ـ مېرمنو تاسې داسې نه یاست لکه یوه عامه ښځه.. نو باید ووایو چې دا ځانګړنه له دې آیت نه مخکینیو احکامو ته متوجه ده چې عبارت دي له هغو احکامو چې په دغو آیتونو کې یې بیان کېږي :
«يَا أَيُّهَا النَّبِيُّ قُلْ لِأَزْوَاجِكَ إِنْ كُنْتُنَّ تُرِدْنَ الْحَيَاةَ الدُّنْيَا وَزِينَتَهَا فَتَعَالَيْنَ أُمَتِّعْكُنَّ وَأُسَرِّحْكُنَّ سَرَاحًا جَمِيلًا (28) وَإِنْ كُنْتُنَّ تُرِدْنَ اللَّهَ وَرَسُولَهُ وَالدَّارَ الْآخِرَةَ فَإِنَّ اللَّهَ أَعَدَّ لِلْمُحْسِنَاتِ مِنْكُنَّ أَجْرًا عَظِيمًا (29) يَا نِسَاءَ النَّبِيِّ مَنْ يَأْتِ مِنْكُنَّ بِفَاحِشَةٍ مُبَيِّنَةٍ يُضَاعَفْ لَهَا الْعَذَابُ ضِعْفَيْنِ وَكَانَ ذَلِكَ عَلَى اللَّهِ يَسِيرًا (30) {وَمَنْ يَقْنُتْ مِنْكُنَّ لِلَّهِ وَرَسُولِهِ وَتَعْمَلْ صَالِحًا نُؤْتِهَا أَجْرَهَا مَرَّتَيْنِ وَأَعْتَدْنَا لَهَا رِزْقًا كَرِيمًا (31) الأحزاب
اما وروستني ایتونه په أمهات المؤمنین پورې اختصاص نه لري، مثلاً دا امر چې فرمایي (چې نرمې خبرې مه کوئ کنه بیا به هغه خلک چې زړونه یې خرابوالی لري درته په طمع شي، بلکې سمې په شریعت برابرې (زږې) خبرې کوئ؛ او تاسې په خپلو کورنو کې پاتې شئ او د لومړني جاهلیت د وخت غوندې خپل سینګار مه ښکاره کوئ او لمونځونه کوئ، زکاتونه ورکوئ او د الله او د هغه د رسول اطاعت کوئ…) نو داغه اوامر او نواهي خو د أمت ټولو ښځو ته راجع دي؛ دلیل دا دی چې هیچا ته جواز نشته چې ووایي چې د أمت د عامو ښځو لپاره له پردیو سره په نازک انداز غږېدا روا ده چې بیا نو د خرابو زړونو خاوندان ورته په طمع شي؛ او هېڅوک نه شي ویلای چې د أمت عامې ښځې دي د شریعت له اصولو سره مطابقې خبرې نه کوي ځکه دا د رسول الله د مېرمنو ځانګړتیا ده؛ او هېڅ مسلمان نه شي ویلای چې د أمت مېرمنې دې په خپلو کورونو کې نه پاتېږي او د لومړني جاهلیت غوندې تبرج دي کوي؛ هیڅ مسلمان نه شي ویلای چې د أمت عامې ښځې دي لمونځونه نه کوي، زکاتونه دې نه ورکوي، د الله او د هغه د رسول اطاعت دي نه کوي ځکه دا خطاب یواځې د الله د رسول مېرمنو ته متوجه دی!؛ ځکه کوم مسلمان دغسې خبرې نه شي کولای چې ټول پوهېږي او په دې ایمان لري چې دا هېڅ حکم د رسول الله (ص) په مېرمنو پوري خاص نه دی؛ نو معلومه خبره ده چې دا ايت یواځې په امهات المؤمنین پورې اړه نه لري بلکې د ټول أمت ښځو ته شامل دی. کله چې د رسول الله مېرمنې د مؤمنانو مېندې په کور پاتېدو امر کېږي او د نرمو خبرو اجازه نه ورکول کېږي حال دا چې کامله تقوا لري، پاک لمنې دي، قوي ایمانونه لري، په حق باندې پوره خبرې دي…نو د عام أمت ښځو ته به څنګه د اختلاط او له کوره د وتلو اجازه ورکړای شي؟! څنګه به ورته له پردیو سره د نرمو او شهوت پاروونکو خبرو اجازه ورکړای شي؛ بیا په تېره په اوسنۍ فاسده زمانه کې چې پرهېزګاري په کې په نشت ده، بد اخلاقي ښه پرېمانه ده او فتنې لکه د غرونو ډبري هغومره دي…؟!
څلورمه برخه – مولوي عبدالرقيب رقيب