
ژباړه: حبیبزی
یوې جلۍ موبایل اخیستی وه
کله چې یې پلار ولید; نو پوښتنه یې ترې وکړه
چې موبایل دې کله واخیست لمړی دې کوم کار ترسره کړو.
لور : شیشه مې یې په پلاستیک و پوښله او یو پوښ مې هم ورته واخیست.
پلار: چا مجبوره کړې وې چې دا کار وکړې؟
لور: نه پلارجانه!
پلار: ستا په نظر په دې کار سره دې د جوړوونکي شرکت سپکاوی ونکړو؟
لور: نه پلارجانه خپله شرکت هم ددې سپارښتنه کړې، چې موبایل ته پوښ ورکړو!
پلار : داسې خو به نه وي چې موبایل دې زوړ او بې ارزښته دی; نو ځکه دې پوښ ورکړی دی؟
لور : نه پلارجانه ځکه مې پوښ ورکړو، چې موبایل مې خپل ارزښت دلاسه ورنکړي او خراب نه شي.
پلار : له پوښ سره خو موبایل بدرنګه او دروند نه شو؟
لور : نه پلار جانه! هیڅ هم نه او که بیا هم بدرنګه او دروند شي په دې ارزي; ځکه چې د موبایل ساتنه کوي.
پلار په ډیره مینه خپلې لور ته وکتل او ویې ویل
حجاب یعنې همدا!