
حـماس؛د فلسطين په مړه وجود کې نوی ژوند…!
په عربي نړۍ د تطبيع(اسرائيلو سره د اړيکو عادي کولو)له نري شمال وروسته د فلسطين پر افق د اقصی توپان راوالوت،او هغه اسرائيلي نسيم يې په خپلو ځواکمنو څپو کې يوړ چې نيږدې ټوله عربي نړۍ يې د تطبيع په خمار نيشه کړې وه.
د اقصی دا توپان له غزې حــ ـماس پيل کړ،او امت ته يې خپله هغه هيره کړې قضيه ورياده کړه چې نيږده وه هيره يې کړي، هو.! د بيت المقدس او مسجد اقصی قضيه..!هغه قضيه چې د ټرمپ په واکمنۍ کې عربي چلتاريانو د تل ابيب په زړه کې د ماضي په تابوت کې خښه کړې وه،خو حــ ـماس دا هرڅه دړې وړې کړل،او په خپلو پياوړو مټو يې د لوي اسرائيلي يهودي دولت خوبونه په مديترانه کې ډوب کړل.
ريښتيا هم،د عربي ذلت په اوج کې دغيرت دا ننداره په ريښتيني مانا توپان وو،داسې توپان چې د نتنياهو او بايډن له سترګو يې دغرور پردې لرې کړې او د عربي نړۍ ډارنو واکمنانو ته يې وښوده چې،اسرائيل هغومره ځواکمن ندي،لکه تاسې ته چې ځان ښايي.
د منځني ختيځ د پياوړې استخباراتي شبکې(موساد)تر وزرو لاندې د يهودو زندۍ.!
د اقصی توپان عمليات د شنبې په سهار له تاريخې غزې پيل شول.
ريښتيا هم…!
مؤرخين په حقه دي چې غزة د تاريخ زانګو بولي.غزې په خپله غيږه کې يوازې فقيه امام شافعي ندی زيږولی ،بلکې د مقاومت او ميړانې ميدان ته يې هم د شـ ـيخ احــ ـمد ياسين په څير سړي وړاندې کړي چې نن يې زامنو له
صهيونيـــ ـيستانو خوبونه تښتولي دي.
د شنبې سهار،داسې سهار چې د اسرائيلو اسمان د حماس د مزائيلو کوربه وو،داسې سهار چې د پوځيانو په شمول،ټول اسرائيل د حماس تندريځو ګوزارونو راويښ کړل.
دغه تاريخي جرآت د نړيوالو او خليجي هيوادونو دغه فرضيه غلطه ثابته کړه چې موساد(اسرائيلي استخباراتي شبکه )دنړۍ پياوړې استخبارات دي،او په خليج کې لومړۍ شميره استخباراتي شبکه ده.دا ځکه چې حماس تير دوه کاله د اسرائيلو د پياوړې ټيکنالوژۍ لاندې وکولی شول چې داسې عمليات تنظيم کړي چې د اسرائيلو زړه،تل ابيب او عسقلان يې پکې له ډاره بې حرکته کړل.
په لومړي قدم کې حماس خپل زر تنه پوځيان د غزې له لارې د اسراييلو مهمو ښارونو ته ننويستل او هلته يې نيږدې ټول اسراېيل تر کاري ګوزارونو لاندې وو،حماس په دې جګړه کې خپلې نوې ډرون الزواري هم د جګړې ډګر ته راښکته کړې چې ډيرې اسرايلي پوځي هډې يې پرې وويشتې.
دا بريد يوازې د وچې له لارې نه و،بلکې د حماس سمندري ځواکونو هم په سمندر کې اسرائيلي پوځي بيړۍ په نښه کړې،او هلته په مديترانه کې يې دګازو او نفتو پلټنه ودروله.
د جګړې په ډګر کې حماس خپل هغه نوی دفاعي سيستم هم په غزې کې رسنيو ته ښکاره کړ چې د عصري ټيکنالوژۍ په مټ اسرائيلي الوتکې په نښه کوي او دجګړې له پيله يې د غزې په اسمان څلور اسرائيلي الوتکې راغورځولي دي،هغه څه چې په تيرو جګړو کې بيخي ندي شوي.
بزدلې عربي نړۍ ته،يو زړور پيغام..!
کله چې په امريکا کې ټرمپ ولسمشر شو،نو هغه د عربي نړۍ او منځني ختيځ له هيوادونو وغوښتل چې له اسرائيلو سره اړيکې عادي کړي،هغه څه چې عربي ولسونه ورسره پوره حساسيت لري.د همدغې لړۍ په دوام کې سعودي هم غوښتل چې له اسرائيلو سره د اړيکو پروسه نارمل کړي،او نيږدې وه چې دا څه په راتلونکو څو ورځو کې شوي وای.
خو حماس خپل وار مخکې کړ،او د عربي نړۍ بزدلو واکمنانو ته يې دا جرات مند پيغام ورکړ چې،اسرائيل هغومره لوی او پياوړي ندي لکه تاسې ته چې ځان ښايي.
حماس عربانو ته پيغام ورکړ چې،که د حماس ملاتړ وشي،نو ټوله عربي نړۍ به د اسرائيلو له شره خلاصه کړي او دا څه يو منل شوی حقيقت هم دی،دا ځکه چې اسرائيل د دوه لکه اصلي پوځ او درې لکه احتياطي پوځ په شتون کې لا هم په دې نه دی توانيدلی چې دحماس سرتيري له خپلو ښارونو وباسي او هلته جګړه ودروي.
حماس د عربي نړۍ د پوځو تاريخې ماتې نورې هم شرمنده کړې او دغه واکمنانو ته يې پيغام ورکړ چې د منځني ختيځ لومړی درجه او د نړۍ ۱۸ درجه پياوړی پوځ يې په خپلو اوسپنيزو مټو کې راګير کړی دی،او لاهم ترې ځان نه شي خلاصولی. دغه جګړې د اسرائيلي پوځ او استخباراتو شته هيبت هم په منځني ختيځ کې له منځه يوړ او دعربانو له زړونو يې يهودي هيولا والوزوله. حماس که دا بريد نه وای کړی،نو د فلسطين قضيه به د تل لپاره ختمه وه،دا ځکه چې په اسلامي نړۍ کې د سعودي په څير مهم هيواد هم دې ته چمتو وو چې له اسرائيلو سره اړيکې عادي کړي،خو حماس دا فرضيه له منځه يوړه.
د نړۍ نويو ځواکونو ته مهم پيغام..!
حماس په دې جګړې سره په نوي نړيوال نظم کې د نړۍ نويو ځواکونو ته دا پيغام ورکړ چې که چيرته په خليج کې خپلې اقتصادي او سياسي ګټې خوندي کوئ،نو له فلسطينيانو او حماس پرته دا کار ناشونی دی.
هغوئ په دې بريد سره نړۍ ته واضح کړه چې،هغه څوک له اسرائيلو او عربي نړۍ سره تعامل کوي،خو فلسطينيان ترې څنډې ته کوي،دا کيسه به يې په زيان تمامه شي.
دا ځکه چې دحماس په دې جګړه کې د اسرائيلو ټول مهم تجارتي بندرونه تړلي دي،د نړۍ ټولو مهمو هوايي شرکتونو اسرائيلو ته خپلې الوتنې ځنډولې دي او هلته هرڅه په ټپه ولاړ حالت کې دي.
له جــ ـهاد اسلامــ ـي ډلې وروسته،د لبنان حــ ــزب الله او
جــ ـماعت اسلامي ډله هم جګړې ته را داخليږي..!
د جګړې له پيل سره سم په غزه کې ميشتې بلې وسله والې ډلې جــ ـهاد اسلامــ ـي هم اعلان وکړ چې په دغه جګړه کې به دخپلو وروڼو ترڅنګ اوږه په اوږه وجنګيږي او د اسرائيلي اشغال په وړاندې به له يوه سنګره مبارزه وکړي،دا ډله هم د يو فلسطيني ډاکټر فتحي الشقاقي په لاس په ۱۹۸۱ ميلادي کال کې تاسيس شوې ده،فتحي الشقاقي هم اخــ ــوان
المــ ـسلمــ ـين نړيوال حرکت ته منسوب وو.دا ډله له ايران سره نيږدې اړيکې هم لري،تر ډيره بريده دا فکر کيږي چې دا ډله هم دحماس اړوند ده او په دې خاطر رامنځ ته شوې ده چې له ايران سره تعامل وکړي او د عربي نړۍ حساسيتونه راکم کړي.په هر حال،دوئ پياوړي وسلې لري او پوځي ډله يې د
ســ ــرايا القـــ ـدس په نامه ده،چې وخت ناوخته په اسرائيلو بريدونه کوي. له دې سره هممهاله يوه بله ايران پلوه شيعه ډله حزب الله هم په دغه جګړه کې ورښکيل شوې ده او د اسرائيل په ښارګوټو او پوځيانو بريدونه کوي.
دا چې تر اوسه د فلسطينيانو او اسرائيلو دجګړې ۱۲ ورځې تيريږي،تازه نن يوه بله لبنانۍ اسلامي ډله جماعت اسلامي هم د جګړې ډګر ته راښکته شوه او اعلان يې وکړ چې ددوی پوځي ډله قوات الفجر به له لبنان څخه د حزب الله سره اوږه په اوږه د فلسطينيانو په ملاتړ جګړه کوي.
دا ډله هم د اخــ ــوان المــ ـسلمــ ـين اړوند ده او په لبنان کې هغه مهال رامنځ ته شوې ده چې د سوريې مشهور عالم مصطفی السباعي لبنان ته يو مهال تبعيد شو.
ښکاري چې اوس دا جګړه سيمه یيزه او نړيواله شي،ځکه چې له خليج او نورې اسلامي نړۍ هم د اسرائيلو د وحشي بريدونو په عکس العمل کې غبرګونونه را روان دي او ممکن ډيرې
جـ ـهادي ډلې دغه جګړې ته ورښکته شي.