
حماس ځواکونه د اسرائیلو سوېلي ښارونو ته ننوتي
د ګارډین ورځپاڼې د ریپوټ له مخې، د اسرائيلو پر بېلابېلو سيمو د حماس د راکټي بريدونو خبر ورکړی او د اسرائيلو لومړي وزير «بنيامين نتنياهو» د خپل حکومت امنيتي چارواکي بېړنۍ غونډې ته وربللي دي.د ګارډین ورځپاڼې زیاته کړې، حماس په ځايي وخت سهار شاوخوا شپږ بجې له غزې څخه د توپونو او راکټونو د یوې درنې بیړۍ په یوځای کولو سره، له پولې څخه د تیریدو په حال کې ناڅاپي برید وکړ.په ورته وخت کې اسرائیلي رسنیو د اسراییلو په سویلي ښارونو کې د فلسطیني وسلهوالو او د دوی د امنیتي ځواکونو ترمنځ د وسلهوالې نښتې خبر ورکړی.ګارډین د حماس د برید د ابعادو په اړه هم ویلي چې دا په ۲۰۲۱ کال کې د اسرائیلو او حماس تر منځ له لس ورځنۍ جګړې وروسته تر ټولو جدي پېښه ده.دغه برید د اسرائیلو لپاره یوه حیرانوونکې پېښه بلل شوې او د دغه هېواد لومړي وزیر ټول امنیتي چارواکي بېړنۍ غونډې ته رابللي دي.بلخوا اسرائيلي پوځ له پراخو بریدونو وروسته په دغه هېواد کې وضعیت بېړنی ښوولی او د حماس یوه جګپوړي پوځي قوماندان محمد دیف دا د پوځي عملیاتو پیل بللی او له هرې خوا یې فلسطینیان جګړې ته رابللي دي.د حماس په وینا، له غزې څخه د اسرائیلو پر لور ۵ زره توغندي توغول شوي او د تل ابیب په ګډون په ټول اسرائیل کې د خطر زنګ وهل شوی دی.