افغانستان

حنفي:خلکو ته خدمت کول د اسلامي امارت دنده ده

د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي پرون د پکتیکا له مرستیال والي مولوي مخدوم عبدالسلام سعادت او د بغلان ولایت له یو شمېر دیني عالمانو او مخورو سره وکتل.په دې کتنه کې د پکتیکا مرستیال والي د یاد ولایت د ټولنیز، اقتصادي او امنیتي وضعیت او همداراز د ځایي ادارو د فعالیتونو او کړنو په اړه معلومات ورکړل او ویې ویل، چې پکتیکا کې د اسلامي امارت مسوولین شپه او ورځ خلکو ته د خدمتونو وړاندې کولو او امنیت تأمین لپاره هلې ځلې کوي.نوموړي همداراز په دې ولایت کې ښوونې او روزنې، روغتیا، برېښنا رسولو او د انکشافي پروژو پلي کولو ته د اسلامي امارت د مسوولینو د ځانګړې پاملرنې غوښتنه وکړه.ورته مهال مولوي عبدالسلام حنفي د پکتیکا مرستیال والي او د بغلان ولایت … 7مخ

دیني عالمانو او مخورو ته د ښه راغلاست ترڅنګ، په بېلابېلو برخو کې خلکو ته خدمت د اسلامي امارت دنده وبلله او ویې ویل، د مختلفو کچو مسوولین د خلکو د امنیت ټینګښت، هوساینې او ارامۍ لپاره خپله ټوله هڅه کوي.نوموړي زیاته کړه، چې اسلامي امارت هڅه کوي، د خپلو امکاناتو په چوکاټ کې په بېلابېلو برخو کې د خلکو ستونزې نښه او حل کړي.

 

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *