افغانستان

حنفي: افغان حاجيان به راتلونکې کې له نويو آسانتياوو برخمن وي

د افغانستان اسلامي امارت د حج او اوقافو وزارت مسلکي معین شیخ زرمحمد حقاني د ریاست الوزرا له اداري مرستیال مولوي عبد السلام حنفي سره د کتنې پر مهال ویلي، چې د تېر کال د حج په مراسمو کې د وړم کال په پرتله ډېرو افغان حاجیان ګډون کړی وو او د پام وړ ښې اسانتیاوې ورته برابرې شوې وې.زرمحمد حقاني همدارنګه د دغه وزارت د فعالیتونو راپور هم د ریاست الوزرا له اداري مرستیال سره شریک کړی دی.د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د ارشاد، حج او اوقافو وزارت فعالیتونه او خدمات ستایلي او سپارښتنه یې کړې، چې راتلونکي کال کې دې د افغان حاجیانو لپاره لا ډېر امکانات او اسانتیاوې برابرې شي.دغې کتنه کې د جوماتونو د رغولو او اړوندو موضوعاتو هم خبرې شوې دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *