افغانستان

حنفي: حکومت د ملت ستونزو ته د رسېدنې او غوښتنو پوره کولو هڅه کوي

د ریاست الوزراء اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د زابل له والي مولوي قدرت الله ابوحمزه او د میدان وردګو له والي قاري بختیار سره په کتنه کې وویل، چې اسلامي امارت د شته امکاناتو په لرلو سره د ملت ستونزو ته د رسېدنې او غوښتنو پوره کولو هڅه کوي.
د ریاست الورزاء مطبوعاتي دفتر په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې یادو والیانو د خپلو ولایتونو د اجتماعي، اقتصادي، امنیتي او د حکومتولۍ د وضعیت او د خلکو د ستونزو په اړه بشپړ معلومات ورکړل او ویې ویل، چې خلک په ټول هېواد په ځانګړي ډول په زابل او میدان وردګو ولایتونو کې له سرتاسري امنیت راضي دي او د یادو ولایتونو ټول مسوولین په بېلابېلو برخو کې خلکو ته د خدمت په برخه کې لازیاتې هڅې کوي.
دوی دغه راز مواصلاتي لارې، ښوونه او روزنه، دیني مدرسې او برېښنا د زابل او میدان وردګو د اوسېدونکو اصلي غوښتنې وبللې او په دې برخه کې یې د اسلامي امارت د مسوولینو د پاملرنې غوښتنه وکړه. په خبرپاڼه کې راغلي، چې مولوي عبدالسلام حنفي د زابل او میدان وردګو له والیانو سره پر کتنې خوښې څرګنده کړه او ویې ویل، خلکو ته خدمت او د دوی ستونزو ته پر وخت رسېدنه د اسلامي امارت د ټولو مسوولینو مسوولیت دی، ترڅو د خلکو ستونزې واوري او د حل لپاره یې شپه او ورځ نه ستړې کېدونکي هلې ځلې وکړي.
نوموړي زیاته کړه، چې د افغانستان اسلامي امارت به د خپل توان په حدودو او په لاس کې شته امکاناتو ته په کتو سره د خلکو د ستونزو حل او د دوی د اړتیاوو رفع کولو برخې ته بشپړه پاملرنه وکړي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *