
حنفي: د ديني مدرسو د استادانو او حافظانو ستونزې به حل کړو
د رياست الوزرا اداري مرستيال پرون د فارياب ولايت له يو شمېر نابينا حافظانو او د ديني مدرسو استادانو سره وکتل.
ارګ په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې په دې کتنه کې د ميمنې ښار د دارالحفاظ استاد قاري جان محمد د نورو په استازيتوب خبرې وکړې او په هېواد کې د امنيت په تامين او د اسلامي نظام په ټينګښت يې خوښي وښوده.نوموړي زياته کړه، په تېره دوره کې د ښوونې او روزنې وضعيت پياوړتيا او د حافظانو او ديني مدرسو استادانو ته هېڅ پاملرنه نه وه شوې او د اسلامي امارت رهبرۍ څخه يې دې برخې ته د پاملرنې غوښتنه وکړه.
ورته مهال مولوي عبدالسلام حنفي په اسلامي روحيه د هېواد د بچيانو د روزنې په برخه کې د حافظانو او ديني مدرسو استادانو د زیار او هڅو ستاينه وکړه.
نوموړي وويل، اسلامي امارت د خپلو امکاناتو په چوکاټ کې د خلکو او په ځانګړي ډول د ديني عالمانو او مدرسو استادانو د ستونزو حل لپاره هڅې کوي.