
حنفي: د ځوانانو سالمې روزنې ته دې جدي پاملرنه وشي
د رياست الوزرا اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي د فارياب پوهنتون له ریيس مولوي محمد محق سره وکتل.په دې لیدنه کې د یاد پوهنتون ریيس مولوي محمد محق د پوهنتون د وضعيت، تدريسي بهير او د علمي او څيړنيزو ظرفيتونو په اړه د رياست الوزرا اداري مرستيال ته بشپړ معلومات ورکړل.
دغه راز نوموړي د لوړو زده کړو، پوهنتونونو او تحصيلي مرکزونو د علمي او څيړنيزو ظرفيتونو پراختيا ته د اسلامي امارت له پاملرنې مننه کړې ده.ښاغلي محمد محق زياته کړې، چې د فارياب پوهنتون رهبري له لوري د پوهنتون د علمي کادرونو ظرفيت لوړولو بهير لپاره د ځانګړو پروګرامونو پر ترتیب کار روان دی.مولوي عبدالسلام حنفي له مولوي محمد محق سره په لیدنې خوښي ښودلې او د دې ولايت د پوهنتون رهبري او استادانو نه ستړې کېدونکې هلې ځلې يې ستايلې دي.ښاغلي حنفي ټینګار کړی، چې د دې پوهنتون مسولین او استادان دې د ځوانانو سالمې روزنې ته جدي پاملرنه وکړي.