
حنفي: مسؤلين دې د لا ښه خدمت او امنیت په برخو کې هڅې لا ګړندۍکړي
د ریاست الوزراء اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي پرون د الفتح قول اردو له مرستیال مولوي محمد وکیل منیر او د بلخ ولایت سرحدي لوا رئیس مولوي محمد جاوېد سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.ارګ په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې مولوي محمد وکیل منیر او مولوي محمد جاوید په بلخ ولایت کې امنیتي وضعیت او سیمه ییزې حکومتولۍ په اړه د خپلو کړنو او فعالیتونو په اړه ریاست الوزراء اداري مرستیال ته هر اړخیز معلومات ورکړل.د دوی په وینا سیمه ییز مسؤلين په ځانګړي ډول د الفتح قول اردو او د بلخ سرحدي لوا مسؤلين خلکو ته د لا ښه خدمت او امنیت د تامین په برخو کې هیڅ راز هڅې نه درېغوي او په دې برخو کې د یاد ولایت ولسونه ترې راضي او خوښ دي.دوی همداراز په الفتح قول اردو او د بلخ په سرحدي لوا کې د راوستل شویو اصلاحاتو یادونه وکړه او د اسلامي امارت له رهبري یې وغوښتل چې د مجاهدینو د وضعیت لاښه والي ته جدي پاملرنه وکړي.ورته مهال د ریاست الوزراء اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي وویل، سیمه ییز مسؤلين د خلکو د لا غوره خدمت او د امنیت د تامین مسؤل دي او باید په دې برخه کې هېڅ راز ناغېړي ونه کړي.مولوي حنفي د خپلو خبرو په پای کې څرګنده کړه، چې اسلامي امارت د خپلو امکاناتو په پام کې نیولو سره د افغانستان د ولسونو په ځانګړي ډول امنیتي ځواکونو د ستونزو د حلولو په برخه کې لازم اقدامات کوي.