لیکنېمقالی اوتبصرې

حُريت او پيشرفت

يوه خبره بايد د امارت اسلامي چارواکي درک کړي،چې بې له وړتيا، شايسته ګۍ او تخصصه نه ملت جوړېږي. نه عدالت قايمېږي او نه پېشرفت صورت نيسي.
ټولنه دا مني چې طالب د تاريخ څپړې نه هم ځان بچ کړ او هم خپل ملت،خو په دې خاوره ډېر نور هم شته چې تاريخ يې پر مخ د څپړې ورکولو جرئت نه شي کولای. زما د ليکنې تمرکز په همدې خبره ده چې څنګه د خپل د سوونو کلونو ناخوالو او کړاوونو نه د ډک تاريخ پاڼې واړوو او يو نوی باب پرانيزو.
نننی اسلامي امارت هغه د دوو نيمو لسيزو وړاندې د شر او فساد پر ضد د عمومي پاڅون سرلاری طالب نه دی،چې نه يې حزب درلود، نه مخکنۍ برنامه او مرامنامه،خو اوس طالب په طالبيزم يعنې يو فکر بدل شوی. داسې يو فکر چې په معاصر تاريخ کې پيشينه نه لري.
که همدا طالبيزم يو جهت پيدا کړي او په دوو شعارونو (حُريت او پيشرفت) کې يې خلاصه کړو، دا په واقعي معنا يو فکري مکتب شو. په دې باندې کتابونه ليکل کېدلای شي، محکوم ملتونه دا د خپلې مبارزې سرليک ګرځولی شي. او که دا طالبېزم د خپلې خېټې، خور او خوريي، قوم، ژبې، سمت او مذهب په محور راوڅرخېده بيا خو د شر او فساد پر ضد د طالبانو تر رهبرۍ لاندې د دوو نيمو لسيزو وړاندې پاڅون هم يو اشتباه وه او د اشغال او د ګوډاګيو پر ضد هم زموږ پاڅون تر سوال لاندې راتللی شي.
د اسلامي امارت نه هيله مندي دا ده چې دا عظيم او سرښندونکی ملت د حُريت او پيشرفت سره داسې غاړه غړۍ کړي چې بيا يې هيڅ استعماري قدرت د جلا کولو توان ونه لري او په دې خاوره کې ګوډاګي توب پای ومومي.
د انقلابونو تر بري وروسته انقلابيون همېشه په داسې مشترکو شعارونو پسې ګرځي، چې ملت پرې راغونډ او يو موټی کړي او په فعلي شرايطو کې زموږ ملت په همدې شعارونو يو لوری موندلی شي. د دې ليکنې په سر کې موږ دې خبرې ته اشاره وکړه چې غير له طالب نه په دې ټولنه کې د هغو افرادو کمی نشته چې تاريخ يې په مخ د څپړې ورکولو جرآت نه لري. دا افراد که د تنظيمونو او احزابو په بڼه دي او يا په انفرادي ډول خو د حُريت لپاره به يې د مبارزې بڼه له اسلامي امارت سره متفاوته وه. همدا پراخه قشر د اسلامي امارت سره په ګډه د حُريت د ساتلو او د هيواد د اقتصادي او اجتماعي پيشرفت لپاره په يو پراخه ځواک او نيرو بدليدلی شي. لدې سره له يوې خوا د نړيوالو پوښتنې ځوابېږي او له بلې خوا د هيواد د ترقۍ لپاره تر يو حده د کدرونو تشه ډکېږي.
زموږ د تېر معاصر تاريخ د چارواکو اشتباهاتو ته په کتو چې د واک پر سر ورور د ورور سترګې ووېستې، زوی خپل پلار مړ کړ، هېواد يې پېړۍ پېړۍ له خپل طبيعي رُشده پاتې کړ. دا ټول په دې وجه چې موږ د حکومتولۍ يو فورم يا چوکاټ ته داخل نه شو. اسلامي امارت ته دا يوه بنيادي مسئله ده چې په دې فکر وکړي او راتلونکو نسلونو ته واک ته د رسېدو او يا د دولت دارۍ يو سيستم رامنځته کړي. د اسلامي امارت فعلي چارواکي چې اشغال ته يې خاتمه ورکړې او هېواد ته يې خپلواکي بښلې ملت يې په سر سترګو مني. اما د دوی زامن خو نه مني. هغه خو بيا بل نسل ده. له روسانو سره د جهاد د وخت د رهبرانو زامن هم چا ونه منل او ډېر يې په ټولنه کې منفورترين خلک ثابت شول.
اصلي خبره دا ده چې موږ خو سياسي ازادي خپله کړې. اما د اقتصادي ازادي په برخه کې خو د سوال ټيکلي ته ناست يو. اقتصادي ازادي هغه وخت خپلولی شو، چې موږ د تعليم له لارې کدرونه وروزو. د حکومتولۍ يو سيستم رامنځته کړو. خپل پېشرفت او حُريت ساتل د يو قانون په واسطه تنظيم کړو.
په دې ټول سره پوهېږو او هغه دا چې موږ خو تر دې وړاندې هم بار بار اشغال ګر مات کړي او سياسي ازادي مو خپله کړې،خو بيا مو د اقتصادي ازادۍ فکر نه دی کړ، تعليم او د کدرونو روزل مو د اقتصادي ازادۍ کيلي نه ده بللې، د جنسيتي توپيرونو پر وړاندې نه يو درېدلي، د ملت جوړېدنې د تهداب خښتې مو نه دي ايښي، د يو قانون مند دولت تر چتر لاندې نه يو راټول شوي، د دين او وطن پالنې په روحيه مو اولادونه نه دي روزلي. نو په پايله کې مو د سياسي ازادۍ په شمول هر څه له لاسه ورکړي او بيا مو د صفري نقطې نه شروع کړې. د اسلامي امارت کمال به دا وي چې زموږ راتلونکي نسلونه دې ته اړ نه شي چې زموږ په شان بيا له صفري نقطې شروع وکړي.
و ما علينا الا البلاغ

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *