لیکنېمقالی اوتبصرې

حکومت او رعیت

حکومت او رعیت داسې مثال لري؛ لکه تن او سیوری یې. حکومت او رعیت یو له بل سره لازم او ملزوم دي، ځکه خو چې یو نه وي بل هم نشته. حکومت او رعیت د یوې تیکې (ټوکر/رخت) دوې خواوې دي؛ خو یوه په کې لږه تازه غوندې ده، چې هغې ته یې مخ وایي او بله یې بیا پیکه ده، چې هغې ته یې څټ ویل کیږي. بل مثال یې ! حکومت او رعیت داسې هم دي لکه رمه او شپون یې؛ شپون به لومړی رمه پالي او بیا به د ژوندانه اړتیاوې ترې پوره کوي؛ ګواکي شپون به اول د خپلې رمې کلکه پالنه او څارنه کوي؛ یانې پر وخت به خوراکه ورکوي او له وحشي ځناورو به یې ساتي، بیا به رمه (شپانه ته) شیدې ورکوي؛ چې په هغو کې مستې، چکه، تروې، کوچ، غوړي، رش، پنیر او داسې نور…شیان ټول موجود دي. په ژوند کې (د شیدو تر څنګ) وړۍ او وژغونې هم ورکوي (چې له هغې نه ځانته فرش او کېږدۍ جوړ کړي) او پس له مرګه یې غوښه پخپله خوري، هډوکي یې ساتونکو سپیو ته ور اچوي او له پوستکو څخه یې پستانونه او خولۍ جوړوي؛ خو (دا کارونه ټول هغه مهال ممکن دي، چې شپون د خپلې رمې پوره ساتنه او پالنه وکړي) که یې دا کار و نه کړ، نو له رمې دې هم د ګټې تمه نه کوي.
مګر که شپون لالا پر خپله رمه سم پام و نه کړي؛ نو نه یوازې دا چې هېڅ ګټه به ترې و نه ویني ، بلکې لا به یې زیانمن هم کړي! له یوې خوا به له لوږې او تندې څخه بغارې ورته وهي او هر ځای به د خلکو په کښتونو کې لوېدلې وي، له بلې خوا به تیت پرک وي او په هر کنډو کې به ګیدړو او شغالانو داړلې وي، دریم لور ته به غلو صایبانو هم کمین ورته نیولی وي. حکومت او رعیت د پلار او بچیانو مثال لري! چې حکومت پلار دی او رعیت یې اولاده؛ نو مقدم حقوق د اولادو وي، نه د پلار. ته ودر! هر پلار چې لومړی د اولاد څلور حقوق (حلالیت د نطفې ، ښکلی او ښه مفهوم والا نوم، له بلوغ نه مخکې یې پالنه او روزنه، له بلوغ نه وروسته د هغه لپاره سمه نجلۍ کتل او ورته په نکاح کول) پوره ور نه کړي، نو د خپلو حقوقو د ترلاسه کولو تمه هم باید ترې و نه لري، مګر کوم پلار چې د خپل اولاد حقوق پوره پرې وسپارل، هغه پلار بیا هېڅکله هم (د زمنو له خوا) نه بې عزته کیږي. نو حکومت هم باید لومړی د رعیت حقوق ورکړي او بیا د خپلو حقوقو تقاضا ترې ولري ؛ داسې نو نه کیږي چې دی به د رعیت پر حقوقو ګونډې وهي، مګر خپل حق به بیا د کوتک په زور ترې غواړي؛ دا ظلم دی او د ظالم کاسه نسکوره. خو که چېرې بیا حکومت د رعیت ټول حقوق پر وخت پرې وسپارل ، نو بیا به یې رعیت هم عیناً داسې شي؛ لکه هغه صالح اولادونه یې خپل پلار ته! هېڅکله به یې پر وړاندې د مخالفت جرئت و نه کړي؛ بلکې دا کار به د ځان لپاره شرم او عار بولي؛ مګر که چېرې حکومت له خپل رعیت سره د ناپوه او ظالم پلار په توګه چلند وکړ او یا خو یې لږ تر لږه رعیت ته بلکل د اولاد په سترګه و نه کتل او یومخ یې پردی وباله، نو دی دې هم سبا خلکو ته ګیلې میلې نه کوي؛ چې ګني اولاد یې خبره نه مني، یا یې تحقیروي او ځوروي یې.
حکومت او رعیت سره بېل نه! بلکې دواړه یو دي.
هر کله که حکومت او رعیت سره بېل شول، نو بربادي یې هم حتمي ده.
هر حکومت که له خپل رعیت سره فاصله پیدا کړه، هغه به خامخا نړیږي.
هغه رعیت هېڅ رعیت نه دی چې حکومت و نه لري او نه هغه حکومت، حکومت دی چې رعیت یې نه وي. حکومت جوړیږي له رعیت څخه، مګر د رعیت بیا بېرته تکیه پر حکومت وي . د رعیت دنده د حکومت جوړول دي او د حکومت دنده پر رعیت پام. هغه حکومت دې سر وخوري، چې د رعیت غم یې نه وي ورسره او هغه رعیت دې هم سر وخوري، چې د خپل حکومت په جوړښت کې سهم نه اخلي. ښه حکومت همغه دی، چې د رعیت پر مخ خپلې دروازې و نه تړي. حاکم باید خادم د خلکو وي؛ نو تر څو چې یو څوک خدمت و نه کړي، حکومت هم نشي کولی. دواړه خواوې (حکومت او رعیت) باید یو له بل سره خوږ چلند او نېک تعامل و لري، تر څو یې په منځ کې دریم کس ته د شیطانت موقع پیدا نشي. هاغه بله ورځ یو چا زما پر یوه لیکنه نقد وکړ او راته ویې ویل: ((امین صاحب لیکنې خو دې خوندورې دي ماشاءالله! خو کاش چې ملي بڼه یې لرلئ!)) ما ورته وویل: مګر زما یوه لیکنه هم داسې نشته چې هغه دې ملي نه وي، زه خو ملي سړی یم او هېڅکله هم د کوم سیاسي جهت لپاره فکري کارونه نه کوم او نه مې کړي. دی راته وایي: په لیکنو کې دې د اسلامي امارت پلوي ښکاري.
ما ورته وویل: زه تخمیناً د ټولو لیکوالانو په پرتله پر حاکم نظام زیاتې نیوکې کوم، همېشه خپل فکر چلوم او هېڅکله هم د دوی له پالیسۍ سره موافقې لیکنې نه کوم، خو د دوی حوصله او زغم ته وچ کلک حیران یم او زما پر وړاندې یې دا له ترحم څخه ډک موقف! فقط او فقط اخلاص او بردباري ده ، دوی په ریښتیا سره د بیان آزادۍ ته احترام لري.
ده وخندل او بیا یې راته وویل: ستا په لیکنو کې د نظام خاص مخالفت نه تر سترګو کیږي، نو دا موقف مو پخپله د پلوۍ شاهدي ورکوي. ما ورته وویل: له فعلي نظام څخه مخالفت خو د ګرنګ په کتاب کې هم لا تک تور بغاوت دی، اسلام خو لا پر ځای پرېږده! ته غواړې چې زه هم خدای مکړه یا داعشی شم او یا د شمال کوم لنډغر. واوروه! موږ په فعلي نظام کې والله که داسې څه وینو چې پر وړاندې یې موقف نیول راته جائز شي! دا خو دلیل نه ګرځي؛ چې دوی نو تر شپږم ټولګي لوړ تعلیم او تحصیل پر ښځو بند کړی او یا دا چې په ټولو ادارو کې یې مسلکي کسان نه دي ګمارلي، یا خو یې د انډیوالیزم + خپلوانیزم مخه پوره نه ده نیولې. ګورئ! زه پوره ډاډ درکوم چې ان شاءالله دا معضلات به ارو مرو حل کیږي ، فقط زمان ته اړتیا ده! موږ باید زغم ولرو او له فعلي نظام سره کلکه مرسته وکړو. باور وکړئ! چې موږ او تاسو د دغه نظام بدیل نه لرو! نو ولې باید دومره جاهل شو، چې مخالفت یې وکړو. فعلي حاکمانو له پخواني نظام سره هم دښمني نه ده پاللې، خو هغوی وو چې د اشغالګرو مخې ته یې سینې سپر کړې وې. ګورئ! که چېرې سپین لښکر له پخواني نظام سره دښمني پاللی، نو دوی یې له فتحې وروسته خامخا وژل، اما وینو یې چې پرونی قاتل نن د مقتول له کورنۍ سره په یوه کوڅه کې ژوند کوي خو څه نه ورته وایي. دا حقائق دي! او موږ ته خپل ایمان او وجدان اجازه نه راکوي، چې تحریف او یا خو یې پټ کړو مطلب! موږ چې فقط حق ووایو، نو دوی مو یې پلویان بولي؛ د دې مانا دا ده؛ چې حاکم نظام برحق دی او مخالفت یې وچ کلک بغاوت. هو! کمی او کاستی خامخا شته، خو ان شاءالله چې اصلاحات به راشي.
یقین وکړئ چې زموږ ځینې فعلي حاکمان خاص د امیرالمؤمنین (حضرت عمر فاروق) پر پله روان دي، ځکه خو موږ د نیوکو جرئت پیدا کړی؛ هغه مبارک به پر ممبر داسې ویل : ((اې ملګرو! زه به ان شاءالله نور پخوانی تندخوی عمر نه یم، بلکې له الله پاک څخه زغم او حوصله غواړم، نو په ډاډه زړه ماته خپل عیبونه راښیئ او اصلاح کوئ مې)) نو دا چې موږ پر فعلي نظام ځینې انتقادونه کوو، ثالث عمري نظام یې بولو او په ریښتیا سره لکه والدین مو داسې راته ښکاري او ناز پرې کوو. که نه نو ما له الله پاک سره ټینګه وعده کړې؛ چې یوازې حقائق به لیکم او چېرې که خطا کېږم، نو هغه به مې فکري تېروتنه وي، نه وجداني. یانې قضاوت به مې اشتباه کړی وي، نه دا چې په لوی لاس تورو ته سپین یا سپینو ته تور (د مادیاتو له پاره) ووایم ان شاءالله.

امین وردګ

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Check Also
Close