
حکومت د عصري او دیني زده کړو ترمنځ واټن له منځه وړي
د افغانستان اسلامي امارت د لوړو زده کړو سرپرست وزیر شیخ ندامحمد ندیم روزګان ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې ویلي، افغانستان په بېلابېلو برخو کې مسلکي کادرونو ته اړتیا لري او د لوړو زده کړو وزارت هڅه کوي تر څو د دغو کادرونو د روزولو لپاره لا ډېره زمینه برابره کړي.نوموړي ویلي، هېواد کې د لاډېرو کادرونو روزلو سره به په دغې برخه کې د بهرنیو هېوادونو له احتیاج څخه خلاص شو.د لوړو زده کړو سرپرست وزیر دغه راز د افغانستان اوسنی نظام یو بشپړ اسلامي نظام بللی او د حکومت د بریا راز یې د ولس او چارواکو ترمنځ اتحاد یاد کړی.شیخ ندامحمد ندیم ویلي چې د اسلامي او عصري زده کړو ترمنځ واټن له منځه وړي او په دغې برخه کې یې جدي کار پیل او په دواړو برخو کې یې زده کړې د هېواد د ابادۍ لپاره اړینې بللې دي. د اسلامي امارت دغه لوړ لوړ پوړي چارواکي په تېر شل کلن جهاد کې د روزګان د خلکو سرښندنې ستایلي او ډاډ یې ورکړی، چې د دغه ولایت د پرمختګ لپاره به ځانګړې پاملرنه وکړي.