
افغانستان
حکومت راستانه شوي افغان کادرونه پر دندو ګماري
د افغانستان اسلامي امارت د نفتو او ګازو دولتي شرکت په یوه اعلامیه کې ویلي چې راستنوشویو افغان کډوالو ته یې کادري دندې اعلان کړي او غواړي یو شمېر راستانه شوي افغان کډوال پر دندو وګوماري دې دولتي شرکت په یوه خبر کې ویلي چې د نفتو او ګازو اجرایوي کمېټې پرېکړه کړې چې په پلازمېنې او ولایتونو کې شاوخوا ۶۰ تنه کادرونه په مسلکي او حمایوي بستونو وګوماري.
شرکت ويلي چې دې بستونو ته هغه څوک نوماندېدی شي چې په سوداګرۍ، اقتصاد، کمپيوټرساینس، سیول او سافټویر انجینرۍ کې یې لوړې زده کړې کړي وي. دوی له نوماندانو غوښتي، چې خپل تحصیلي اسناد، هویت تذکره، د کډوالۍ تثبیت کارت او د عالي کمیسیون تاییدي دې دوی ته وسپاري. شرکت ژمنه کوي چې پروسه به رڼه پرمخ ځي او وړ کسان به ګوماري.