افغانستان

خالد ځدراڼ:کابل کې درې غله وژل شوي او یو ژوبل شوی

د کابل امنیه قومندانۍ ویاند خالد ځدراڼ نن مازیګر ویلي چې امنیتي ځواکونو د یوې مخامخ نښتې په پایله کې درې غله وژلي او یو بل ټپي حالت کې نیول شوی. د ښاغلي ځدراڼ په قول، یادو غلو د کابل ښار په د پنځمې امنیتي حوزې اړوند په افشارو سیمه کې له یوه کور څخه د اته سوه زرو افغانیو سره زر غلا کړي و چې پولیس په بېړه لاس په کار شوي او یاد غله یې په کارته مامورین سیمه کې په مخامخ نښته کې وژلي. ویل کیږي چې په دې نښته کې درې غله وژل شوي او یو بل ټپي دی. له دغو غلو سره زر، دوه میله تفنګچې او یو موټر ترلاسه شوي

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button