افغانستاناقتصاد او رغونه

خان سټيل شرکت د نفتو په استخراج پانګونه کوي

د خان سټیل شرکت مشر د کانونو او پټرولیم وزارت له سرپرست شهاب الدین دلاور سره په لیدنه کې وویل، دغه شرکت چمتو دی چې په هېواد کې دننه د نفتو د تصفیې او د افغانستان د نفتو په استخراج کې پانګونه وکړي.د کانونو او پټرولیم وزارت مطبوعاتي دفتر اعلان کړی چې د دغه وزارت سرپرست شیخ شهاب الدین دلاور د خان سټیل شرکت له مشر حاجي خان سره وکتل. د کانونو او پټرولیم وزارت د خبرپاڼې له مخې، په دې کتنه کې د خان سټیل شرکت مشر د هېواد د معدنې زېرمو په برخه کې له پانګونې سره لېوالتیا څرګنده کړه.
هغه ټینګار وکړ، چې د خان سټیل شرکت له هغه ظرفیت او تجربې سره، چې په هېواد کې دننه د نفتو د تصفیې او د افغانستان د نفتو په استخراج کې پانګونې ته چمتو دی. د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست په هېواد کې د پانګونې په برخه کې د خان سټیل شرکت د لېوالتیا د هرکلي ترڅنګ، د دغه وزارت د قوانینو او مقرراتو له مخې د دغه شرکت رئیس ته د لازمې همکارۍ ډاډ ورکړ.هلمند کې د شاتو مچیو ۱۲۰ فارمونه؛ بهرنیو وارداتو یې بازار کم رنګه کړی.وروسته تر هغې چې د افغانستان اسلامي امارت پر هېواد واکمن او سراسري امنیت ټینګ شو، هلمند کې د شاتو مچیو د روزنې او شاتو د تولید کاروبار غوړېدلی دی.کاروباریان وایي، تولید یې زیات او د کیفیت له اړخه هم ښه دی، خو له بهرنیو هېوادونو څخه د شاتو د وارداتو له امله یې بازار پیکه دی.دوی له بهرنیو هېوادونو څخه د شاتو په وارداتو د بندیز لګولو او هلمندي شاتو ته په کور دننه د بازار موندنې غوښتنه کوي.د اقتصادي چارو شنونکي بیا د دغې برخې د لا ډېرې غوړېدا لپاره د مسلکي کسانو روزنه او د کورني او بهرني بازار موندنه مهمه بولي او له حکومت څخه غواړي، چې په دغې برخه کې کوټلي ګامونه پورته کړي.د هلمند د کرنې او مالدارۍ رییس شاه محمد وایي، اوس مهال له دوی سره د ۱۲۰ په شاوخوا کې د شاتو مچیو فارمونه ثبت دي او په پلان کې لري، چې د مرکزي حکومت په مرسته به ورسره لازمې همکارۍ وکړي.
د یادونې وړ ده، چې په دغه ولایت کې د کوکنارو پر کر او تولید تر بندیز لګولو وروسته ګڼو کسانو د شاتو مچیو، غواګانو، چرګانو او کبانو روزنې ته مخه کړې ده. اوه خبري آژانس

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *