
خـبـرې مـلـغـلــرې ! درېيمه برخه
۵- ځينې د خواخوږۍ لپاره نه، بلكې د دې لپاره درته را نږدې كېږي چې ستا په درد ډاډه شي. پايله: دوست او دښمن ستا لپاره مجسم او فزيكي صورت لرونكی حق او باطل دی او دا ډېره مهمه ده چې دوست او دښمن، حق او باطل يو له بله وپېژنې. په ښكاره خو دښمن هم د دوست جامه او كړه-وړه لرلی شي او تر بل هر يوه زيات زيان رسونكی او سخت هم همدا ډول دښمن وي.(له همدې أمله به وي چې په آخرت كې منافقينو ته تر كافرانو هم سخت اور او عذاب تيار كړل شوی دی)، نو په ښكاره هېڅ مه تېر وزه، ښايي له ټولو د ښه دوست جامه او كړه-وړه لرونكی دې دښمن وي او څنگ ته دې د دې لپاره راځي چې له كومې لارې درته رسېدلي يا يې درته رسولي درد په اړه دې ځان ډاډه كړي، خوند ترې واخلي او د خوښۍ احساس وكړي.
۶- له خپل هر غوره څېزه هرڅوك مه خبروه، هرڅوك خو ستا په اړه ښه نيت نه لري، بلكې زياتره يې حسد كونكي او جاهلي غيرت كونكي دي(خنډ دې گرځي). پايله: دا هم د تېرې خبرې په څېر ده، هلته پر درد، خو دلته پر خوښۍ را څرخي، ښه څېز او پرمختگ د خوښۍ لامل گرځي، نو هرچا ته يې مه وايه او مه ښكاروه، ترڅو خدای مكړه پر كوم حسدگر او جاهلي غيرت كوونكي وا نه وړې او په كې خنډ درته را ولاړ نه كړي.
۷- ناپوهي له نېكو هيلو سره د يو كار بيا ځلې پر همغه وړاندوېنۍ طريقه كول دي. پايله: يو كار سړی د يوې ښې پايلې له هيلې سره وكړي، خو په لومړي ځل په كې ښايي له دې وجې بريالی نه شي چې لاره يې دغه نه وه، نو د دې لومړنۍ لارې له تجربه كولو وروسته يې دوهم ځل بيا هم له هماغې هيلې سره له بلې لارې وكړي، ترڅو برياليتوب ته ورسېږي، خو كه د هماغې پايلې په هيله هماغه ناكامه لاره او تجربه تكرارول وي، دا ناپوهي ده.
۸- ژوند ډېر لنډ دی، نو په ناخوښه څېزونو يې له لاسه مه وركوه. پايله: ژوند لنډ دی او دغه لنډ ژوند د ښو كړو-وړو او نېكيو لپاره دی، نو ژوند د هغه له خپل هدف سره سم وكړه او پام چې په ناوړه څېزونو يو ناڅاپه له لاسه درنه ونه وځي.
۹- ترڅو چې تا د چا په حق كې تېروتنه نه وي كړې؛ خلك پرېږده، څرنگه چې غواړي، هغسې دې تا گوري، پروا يې مكوه. پايله: موږ پر ځان د خپل نظر، د ځان په اړه د خپلې ژبې او په ټوله كې د خپل ځان مسئول يو، كه موږ ښه يو او پر چا ملامت شوي نه يو، د نورو نظرونو او ژبو مسئول نه يو چې ښه مو وبولي او چې مسئول يې نه يو، پر موږ اړه هم نه لري، نو پروا يې هم بايد ونه كړو، هغوی پوه شه او نظرونه يې.
حاجيان لاړل: د عرفې ډګر ته حاجيان لاړل، (كه څه هم)له لېوالتيا سربېره ورسره ملگرتيا ونه شوه، خو څوك(چې توان يې نلري)دې ناهيلې كېږي هم نه، ځينې نور داسې كارونه(هر وخت)شته چې د ثواب له مخې له حج سره برابرېدی شي، خو څوك چې يې توان لري، پر هغه خو هسې هم حج لازم دی.
۱- په جماعت سره د سهار لمانځه ادا كولو وروسته د اشراق لمونځ هم يو له هغو كارونو څخه دی چې ثواب يې له حج او عمرې سره برابر ښودل شوی. نبي عليه السلام وايي: چا چې د سهار لمونځ په جماعت وكړ، بيا تر لمر را ختلو د الله تعالی پر ياد بوخت شو او بيا يې دوه ركاته د اشراق او لمرخاته لمونځ وكړ، د يو حج او عمرې په اندازه بشپړ ثواب به يې وي[ترمذي شريف]. پايله: كه حج ته نشې تللی، همدلته په خپل جماعت كې د سهار لمانځه پر ځای دې د اشراق لمونځ حج دی، نو ويې كړه.
۲- له مور-پلار سره په مينه نېكي كول هم له هغو كارونو ده چې ثواب يې له حج او عمرې سره برابرېدی شي. امام بيهقي په شعب الايمان كې وايي: د حج او عمرې له ثواب سره له مور-پلار سره په مينه او احسان د نېكۍ كولو د ثواب په برابرتيا كې شك نشته، ځكه نبي عليه السلام ته يو تن راغی او پوښتنه يې ترې وكړه چې: له جهاد كولو سره لېوالتيا لرم، خو توان يې نلرم، ورته ويې فرمايل: له مور-پلاره دې يو هم ژوندی دی؟ سړي وويل: مور مې ژوندۍ ده، نبي عليه السلام ورته وويل: بس نو د هغې په حق كې له الله تعالی ووېرېږه او په دې سره بس ته حج كوونكی، عمره كوونكی او مجاهد يې، نو چې مور دې درته غږ كړي؛ له الله تعالی وېرېږه او نېكي ورسره كوه. پايله: که رښتيا د حج ثواب غواړې، نو له مور-پلار سره مينه او ترې له هر ډول بدلې غوښتنې پرته د زړه له تله نېكۍ ورسره كول په خپل كور كې حج دی او پر مالي او بدني ځواك له خدای ج سره د معاملې پر ځای له بندگانو سره د ښېگڼې حج دی.
۳- په جماعت سره پنځه وخته لمونځ ادا كول هم له هغو كارونو څخه دی چې ثواب يې له حج او عمرې سره برابرېدی شي. نبي عليه السلام وايي: څوك چې له بشپړې پاكۍ سره د جمې لمانځه لپاره ووځي، ثواب يې لكه د احرام تړلي حاجي هومره دی، څوك چې بل د هېڅ شي لپاره نه، بلكې يواځې د څاښت لمانځه ته ودرېږي، د عمره كونكي ثواب يې دی او پنځه وخته لمنځونه يو په بل پسې داسې كول چې تر منځ يې ناوړه او بې گټې كارونه ونه شي، په عليينو او خدای ج ته ډېرو نږدې بندگانو كې شمېرل كېده دي.[ابوداؤد شريف]. پايله: ايا ته له الله تعالی سره د معاملې مالي او بدني ځواك نه لرې چې حج وكړې؟، پنځه لمنځونه پر جماعت كوه، نور د حج ثواب خدای ج دركړ، بې فكره اوسه او د مالي او ځاني ځواك اندېښنه مه كوه. نور بيا…
– ترتيب او را ټولونه: محمد سعيد هاشمي – ژباړه او پايله اخيستنه: جبريل سعد