لیکنېمقالی اوتبصرې

خلکوته د کاري بوختیاوو رامنځته کول غوره اقدام دی

دا واقعیت ټولو ته روښانه شوی چې په هیواد کې د تیرو کابو څلور نیمو لسیزو پرله پسې د جگړییزو، ناخوالو له پلوه نوې جوړونې او بیارغاونې ته ډیره اړتیا لري، له دې څخه هم سترگې نه شي پټیدای چې په هېواد کې د اسلامي امارت په راتګ سره د امنیتي چاپیریال د رامنځته کیدو ترڅنګ د ټولګټو، رغنیزو او بنسټیزو پروژو پیل او بیا رغاونې ته هم پاملرنه زیاته شوې ده، لکه څنګه چې په دې وروستیو کې په هیواد کې د ډله ییزو خپرندویه سرچینو په حواله د نیمروز ځایي چارواکو له قوله د دغه ولایت په دوو ولسوالیو کې زرګونو کســانو ته د کار زمینې د برابرولو خبر ورکړل شوی او ویل شوي؛ د نیمــروز په دلارام او خاشــرود ولســوالیو کې د FAO مؤسسې په مالې ملاتړ د ســېلابونو له امله د کرنیــزو ځمکــو د تخریــب د مخنیوي او د ولسوالیو اوسېدونکو ته د کاري بوختیا له امله تر ۷ زره زیاتو کسانو د کار زمینه برابره شوې ده.
د نیمروز د کرنــې، اوبو لګولواو مالــدارۍ رئیس د یادې پروژې د پرانیستې پر مهال ویلي چې یاده پروژه د سېلابونو له امله د دوو ولسوالیو د کرنیزو ځمکو او د عامو خلکو د استوګنیزو کورونو د تخریب د مخنیوي، ولسونو ته دکار د زمینې برابرولو او د ځمکې لانــدې د اوبو د پیــاوړي کولو په موخه پلې کېږي. د نوموړي په خبره د دې پروژې په پیل کېدو سره به د لنډ مهال لپاره د دلارام ۴ زره ۴۰۴ تنو اوسېدونکو او د خاشرود ۲ زره ۸۲۰ تنو اوســېدونکو ته د کار زمینه برابرېږي.
پــه ورته وخت کې پــه نیمروز کې د FGA مؤسســې مسؤل د یادې پــروژې د تطبیق په تړاو ویلي چې دغه پروژې د یو میلیون ۸۷۸ زره او ۴۳۴ امریکایې ډالرو په ارزښت په دوو ولسوالیو کې تطبیق کېږي.
د یادونې وړ ده، چې د یادو ولســوالیو اوســېدونکو پــه دغه مراســمو کې له حکومت څخه نیمروز تــه د لا زیاتې پاملرنې غوښتنه هم کړې ده.
هېــره دې نه وي، چې لــه دې وړاندې په بېلابېلــو ولایتونو کې د ځینو موسسو اوهم د افغانســتان لپاره د ټولنیز معیشــیت پروګرام له لوري لســګونو پراختیایي پروژو کار پیل شوې.
له شک پرته چې د افغانستان اسلامی امارت د اړوندوارگانونو د هڅو په لړکې د ځینو موسسو له لورې د ډول ډول ټولګټو پروژو دهراړخیزو پروگرامونودتطبیق اوگټې اخیستنې بهیر او د هیواد په گوټ گوټ کې د ټولګټو او پرمختیایي پروژو د طرحې او تطبیق لړۍ هم د قدر وړده ځکه چی تراوسه یی دخلکو دلومړیتوبونو سره سم دهیواد په یوشمیر ولایتونو کی ډول ډول ټولګټې پروژی طرحه اوتطبیق کړیدی، په دې هیله چې په ټولیزه توگه د هیواد آبادي، سمسورتیا او ښیرازي په موخه د افغانستان اسلامي امارت دشته امکاناتو ترڅنگ دمرستندویو هیوادونو او خیریه بنسټونو هراړخیزې مرستې لاهم را جلب او د اړوندو ارگانونو په همکارۍ په نورو ټولګټو، اغیزمنو، رغنیزواو بڼسټیزو پروژو ولږول شي چې له امله یې په ټولیزه توگه زمونږ جگړه ځپلی هیواد آباد، ودان، سمسور او ښیرازه شي او هم سل په سلو کې ددې امکان شته چې دهیواد په گوټ گوټ یعنې کلیو، بانډو او ښارونو کې دمختلفو ټولګټو، بنسټیزو او رغنیزو پروژو دعملي بهیر دپرمخ بیولو په ترڅ کی به هم گڼ شمیر هیوادوالو ته چې همدا اوس د هیواد په مختلفو ساحوکې له بې کاري اوبې روزگاري څخه سرټکوي دسالم کار او روزگار زمینه برابره شي او په دې ډول به له یوې خوا زمونږ هیواد آباد او ودان شي اوله بله پلوه به گڼ شمیر بې روزگاره هېوادوال چې دکارموندنې له پاره بهرنیو ملکونو ته دتللو تکل لري وژغورل شي.

شاه محمود درویش

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *