
لغمان کې د لرې پرتو سیمو اوسیدونکي وايي، چې د اسلامي امارت له راتګ وروسته د مرکز او ولسوالیو په هغو سیمو کې، چې پخوا پکې روغتیایي خدمات نه ترسره کېدل اوس ورته خپلو سیمو کې فرعي روغتیایي مرکزونه جوړ شوي او پروخت ورته روغتیایي خدمتونه ترسره کېږي.د الینګار ولسوالۍ منګو سیمه چې د ولسوالۍ له مرکز شاوخوا لس کیلو مټره لرې پرته ده، د PU-AMI موسسې له لوري پکې جوړ شوي روغتیايی مرکز ته هره ورځ ګڼ شمېر نارینه او زنانه ناروغان د درملنې په موخه ورځي.
د دغې سیمې اوسېدونکي وایي د روغتیایي مرکز په جوړېدو سره یې په روغتیایي برخه کې ګڼې ستونزې حل شوي او د ناروغانو درملنه یې سیمې ته په نږدې روغتايي مرکز کې ترسره کېږي.عمر خوړلی سمندر بابا چې د منګو سیمې اوسیدونکی دی، بدن یې سړې هوا او ګردونو ډیر کمزوری کړی، امسا په لاس یاد روغتیايي مرکز ته د درملنې په موخه راغلی دی د ولایتي ادارې او عامې روغتیا ریاست څخه مننه کوي، چې روغتیايي مرکز یې ورته جوړ کړی دی.ورته وخت کې د لغمان د عامې روغتیا ریاست مسؤلین وايي چې روغتیايي برخو ته یې پاملرنه زیاته کړې او د اسلامي امارت له راتلو وروسته یې لسګونه روغتیایي مرکزونه په لرې پرتو سیمو کې جوړ کړي او لا هم هڅه کوي ترڅو د ولایت ټولو خلکو ته سم روغتیاي خدمات ورسوي.