افغانستان

خلیفه سراج الدین حقاني: حکومت د ټولو بنسټيزو او رغنيزو پروژو د پلی کېدو هڅه کوي

د افغانستان اسلامي امارت د کورنیو چارو وزارت سرپست وزیر خلیفه سراج الدین حقاني پرون د غور ولایت د سیمه ییزو چارواکو، قومي مشرانو، علماوو، ځوانانو او عامو ناستې ته د خبرو پر مهال ویلي، چې امریکا او د لویدیځ نورو ملګرو هېوادونو یې په تېرو شلو کلونو کې د افغانستان لپاره له بربادۍ پرته نور څه نه درلودل.حقاني په خپلو څرګندونو کې دغه راز زیاته کړې، چې لویدیځ په افغانستان کې د خدمت په نوم خلک ووژل، زنداني یې کړل او د خپلو مېنو پرېښودو ته یې اړ کړل.د کورنیو چارو سرپرست وزیر ډاډ ورکړی، چې حکومت هڅه کوي د مالي امکاناتو او نړیوالو اقتصادي بندیزونو سره سره د غور په ګډون په ټول هېواد کې بنسټیزې او رغنیزې پروژې پلې کړي.خلیفه سراج الدین حقاني د حکومت او رعیت ترمنځ شته باور او وحدت د نړیوالو د بندیزونو په مقابل کې مهم بللی دی.د غور ولایت خلکو او قومي مشرانو په بېلابېلو برخو کې خپلې شته ستونزې د سراج الدین حقاني مخې ته ایښي او د ژر حل غوښتنه یې کړې ده.حقاني په تېر شل کلن جهاد کې د غور ولایت د خلکو د سرښندنو ستاینه کړې او د شته ستونزو د ژر حل ډاډ یې ورکړی دی.د یادونې وړه ده، چې د کورنیو چارو وزیر تېره ورځ په ارزګان کې هم ورته یوه ناسته کې ګډون درلود.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *