افغانستان

خلیفه سراج الدین حقاني: د ستونزو له منځه وړو لپاره به په ګډه کار کوو

د کورنیو چارو وزارت سرپرست خلیفه سراج الدین حقاني ننګرهار ته د سفر په ترڅ کې د یاد ولایت د پوهنتون له استادانو، دیني عالمانو، قومي مشرانو او مخورو سره په کتنه کې د هغوی ستونزې او وړاندیزونه واورېدل.په دې کتنه کې د دیني عالمانو په استازیتوب مولوي الله محمد خبرې وکړې او ننګرهار ته يې د کورنیو چارو وزارت د مشرتابه د ځانګړې پاملرنې غوښتنه وکړه.په یاده کتنه کې د خصوصي پوهنتونو په استازیتوب استاد احمد طارق خبرې وکړې او د نجونو د تعلیم د پیل غوښتنه يې وکړه.نوموړي زیاته کړه، چې افغانان باید دې ته مجبور نه کړای شي، چې خپلې لوڼې او خویندې بهر ته د تعلیم په موخه واستوي، چېرته چې موږ يې د محیط په جوړولو کې هېڅ رول نشو لوبولای.په ورته وخت کې د کورنیو چارو وزارت سرپرست خلیفه سراج الدین حقاني په دغه کتنه کې وویل چې (ننګرهار د علم او کلتور کور دی، د علم او فن یو آدرس دی ستونزې او نیمګړتیاوې شته، خو په صبر او حوصله به یې د لمنځه تلو په موخه ګډ کار کوو.) نوموړي د ننګرهار ولایت دیني عالمانو او قومي مخورو ته ډاډ ورکړ، چې ستونزې به یې د حل په موخه تر اړوندو ارګانونو او عالیقدر امیرالمومنین حفظه الله ته ورسوي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *