افغانستان

خلیل الرحمن حقاني: د کډوالو موضوع ته دې د اسلامي اصولو له نظره وکتل شي

په افغانستان کې د ترکیې سفیر جنګ اونال د کډوالو او راستنېدونکو چارو له سرپرست وزیر خلیل الرحمن حقاني لیدنه کړې.
ناسته کې په ترکیه کې ۱ کډوالو په ستونزو، د بندیانو په خلاصولو او ځینو نورو موضوعاتو خبرې شوي.
اونال ویلي؛ ترکیه له افغانستان سره ښې او ژورې اړیکې لري، په ترکیه کې د افغان دیپلوماتانو شتون او د پلاوو تلل راتلل له افغانستان سره د ترکیې د ښه نیت څرګندونه کوي.
نوموړي زیاته کړې؛ د ترکیې پولیسو لخوا له کډوالو سره د ناسم چلند راپورونه کم شوي او که کوم ځای کې شکایت موجود وي، هم موږ به یې په اړه اقدامات وکړو.
د کډوالو چارو وزیر ویلي؛ ترکان او افغانان په اسلامي، عقیدوي او تاریخي توګه له یوبل سره زیات مشترکات لري او دغه مشترکات باید له یوبل سره د ښو اړیکو لامل شي.
ښاغلي حقاني زیاته کړې؛ دا چې ترکیه او افغانستان اسلامي هېوادونه دي، نو د کډوالو موضوع ته هم باید د اسلامي اصولو له نظره وکتل شي.
همداراز دې د غیر قانوني کډوالو قانوني کولو لپاره په کړنلاره کار وشي او افغانانو ته دې کاري ویزې او نورې اسانتیاوې برابرې شي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *