ادبشعرونه

خواخوږي

هـــــــــریو ټپي زړه ته ملهم شه احـــــــــترام وګټه
خـــــــدمت د دین او د ولس کې ســــــــترمقام وګټه

د هرمظلوم او هرمسکین تل لاس نیوی په کار دی
دوئ سره مـــــــــرسته کې اجرونه ګام په ګام وګټه
هـــــــــریو ټپي زړه ته ملهم شه احـــــــــترام وګټه

دلته هـــــــــریو له ډیره وخته رنځ کـــــــړاو لیدلی
د هـــــــــر افغان هریو کـــــــــــړاو ته اختتام وګټه
هـــــــــریو ټپي زړه ته ملهم شه احـــــــــترام وګټه
د ویر په ځای ویرجنو شونډوته مــــــــوسکا راوله
بیا هـــــــــــــرافغان نه د مننې ښـــــــــه پیغام وګټه
هـــــــــریو ټپي زړه ته ملهم شه احـــــــــترام وګټه

دغه هـــــــــیواد کې د غمیزو لــړئ ختمه کړه نور
بیا دوعاګانې د هرمــــــــــور سهارماښـــــــام وګټه
هـــــــــریو ټپي زړه ته ملهم شه احـــــــــترام وګټه
دهوسا ژوند په خاطر خوځــــــون ســـــمون راوله
بیا د هـــرچا له خـــولې د آفـــــــــــــرین کلام وګټه
هـــــــــریو ټپي زړه ته ملهم شه احـــــــــترام وګټه

درویـــشه دلته د بیوزلـــــــــو لاس نیوی په کاردی
په خـــــواخـــــوږي د چا دوعا د چا ســــــلام وګټه
هـــــــــریو ټپي زړه ته ملهم شه احـــــــــترام وګټه

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *