لیکنېمقالی اوتبصرې

خوارج له صدر اسلام څخه ، بيا د نن تر دواعشو اتمه برخه

د خوارجو موقف د خپلو مخالفينو پر وړاندې.
خوارج له خپلو ټولو مخالفينو څخه برئت لازمي بولي، برئت په دې معنی چې بغض به ورسره کوي، بد به ورته وايي ، لعنت به پر وايي ، که مخالفين يې کافران وي ، يا ګنهکاره مؤمنان ، يا هغه څوک چې د دوی د تګلارې مخالف وي ، اوسنيوخوارجو خو دا هم پسې اضافه کړه چې کوم څوک د دوی امير ته بيعت نه لري هغه هم مرتد او واجب القتل دی.
د خوارجو په نزد له دې ټولو برئت ضروري دی ، د دې برئت مقتضیٰ نو بيا داده چې ډېر مؤمنان له ملته وباسي، او مباح الدم يې وبولي.
قديم خوارج د حضرت عثمان رض خلافت مني، خو فقط د هغه د خلافت په لومړي شپږ کلونو کې يې مني ، وروسته يې بيا کافر بولي العياذ بالله.
همدا ډول د حضرت علي رضي الله عنه خلافت مني، خو تر هغه وخته چې د حضرت معاوية رضي الله عنه سره يې د اختلاف ختمولو لپاره دريمګړی وټاکه لکه مخکې چې يې تفصيل بيان شوی ، وروسته تر هغه بيا کافر شو ، العياذبالله.
د خوارجو يو شاعر عمران بن حطان د هغه ابن ملجم شقي په اړه وايي چې حضرت علي رض يي په شهادت رسولی وو.
(يا ضربة من تقي ما اراد بها الا ليبلغ من ذي العرش رضوانا)
ای د نيک انسان ګذاره ، چې په هغه ګذار سره يې هدف يواځې د مالک العرش جل جلاله رضاء وه.
عروة بن ادية لومړی بهرنی و،چې توره يې د خپل باطل مذهب د ملاتړ او دفاع لپاره را و ايستل ، هغه د نهروان له جنګه ژوندی ووت ، زياد بن عبيد ته حاضر شو ، هغه ورته وويل په ابوبکر او عمر کي څه وايې ؟ د هغو په اړه يې ښه وويل ، بيا يې د حضرت عثمان او حضرت علي رضي الله عنهما په اړه پوښتنه ورڅخه وکړه ، ده خارجي په ځواب کې ورته وويل: عثمان د خپل خلافت په لومړيو شپږو کلونو کې خليفه و ، بيا وروسته کافر شو او علي هغه وخت کافر شو چې له معاويه سره يې د مخالفت ختمولو لپاره دريمګړی وټاکه، العياذبالله.
بيا يې د حضرت معاويه رضي الله عنه په اړه پوښتنه ورڅخه وکړه ، دې ظالم خارجي و هغه ته هم ډېر بد او رد وويل.
عبدالقاهر بن طاهر البغدادي په «الفرق بين الفِرق» کې را نقل کړي چې خوارجو پر تکفير د حضرت عثمان او علي او د جنګ جمل پر شريکانو او د حضرت علي رض او معاوية رض پر دريمګړو ، او د دريمګړو په ټاکلو چې څوک خوښ و، د دې ټولو پر تکفير يې اجماع کړي.
امام شهرستاني ليکي( ويجمعهم القول بالتبري من عثمان و علي و يقدمون ذلك على كل طاعة، ولايصححون المناكحات الا على ذلك)
د دوی ټولو پر برئت له حضرت عثمان او علي څخه اجماع ده او له دوی برئت پر ټولو عباداتو مقدم بولي او چې څوک په دغه عقيده نوي نکاح ورسره روا نه بولي. العياذبالله.
همدا ډول دوی خپل ټول مخالفين کفار او له ملت څخه خارج بولي ، بلکې «نافع بن الازرق الخارجي» ټول هغه خلک کفار بلل چې ده ته يې هجرت نه کاوه، په همدې باطلي عقيدې خوارجو د ډېرو مسلمانانو معصومې وينې تويې کړي.
امام طبري د شپږ اتيايم کال د احداثو او واقعاتو په اړه ليکي، خوارج يادوي( يقتلون الولدان والنساء والرجال و يبقرون الحبالى) ماشومان ، ښځې، سړې يې وژل ، د حمل لرونکو مېرمنو خيټې يې څيرلې.
ابن الاثير ليکي: خوارجو د سماک په نوم يو کس ونيوه، لور يې ورسره وه ، چې کله يې واژه لور يې دې خوارجو ته وويل: يا اهل الاسلام! پلار مې مريض دی، زه يوه داسې نجلۍ يم چې په رب جل جلاله قسم فاحش عمل مې نه دی کړی، او نه مې ګاونډی زهير کړی، نه مې چاته کتلي او نه مې د بدۍاراده کړي، خو خوارجو بيا هم پري نه ښودل ، چې کله يې دا وژل د دوی د له وار مخکې هغه مړه را پرېوتل ، بيا يې په توره د هغې لاسونه او پښې ورڅخه قطع کړي.خلاصه دا چې د خوارجو د ظلم او وحشت تفصيلات او جزئيات دومره زيات دي چې مستقل کتابونه پرې ليکل کيدای شي، لارفع الله لهم راية، رب جل جلاله دې د دوی بيرغ نه پورته کوي. امين
خوارج د کفارو په مقابل کې… نور بيا

عبدالرحمن محمود

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *