مقالی اوتبصرې

خوارج له صدر اسلام څخه ، بيا د نن تر دواعشو دوهمه برخه

دوهمه برخه.
د خوارجو بل نوم محکمة، او وجه د تسميې.
محکمة ((پر صيغة د فاعل)) د دوی لومړی نوم دی چې پر دوی اېښودل شوی او اطلاق يې پر شوی، ځکه چې دوی د تحکيم په قضية کې(تفصيل به يې وروسته راشي ان شاءالله) دوی د دريمګړو له فيصلې انکار وکړ ، او ويې ويل (لاحکم الا لله)
همدا جمله د دوی شعار وو چې کله به يې پر امام د مسلمانانو بغاوت کاوه، همدا ډول يې په خپلو سياسي مقاصدو کې استعمالول، دوی به په دې خبره چې حکم يواځې الله لره دی ډېر فخر کاوه، يو شاعر يې وايي.
ولكن نقول الحكم لله وحده
وبالله نرضى والنبي المقرب
حضرت علي رضي الله عنه د دوی د دې شعرو په هکله و فرمايل(كلمة حق اريد بها الباطل) د حق خبره ده چې مراد او هدف په کې باطل او ناحقه دی.
بل نوم يې نواصب دی، نواصب يې ځکه ورته ويل چې دوی د حضرت علي رض سره د دښمنۍ په نصب کولو او قائمولو کې ډېر زيادت او افراط کاوه.
بل نوم يې «مارقة» دی، دا نوم يې د هغه حديث شريف څخه را اخيستل شوی چې د دوی په هکله جناب اکرم صلی الله عليه وسلم فرمايل (يمرقون من الدين كما يمرق السهم من الرمية.الحديث)
دوی به له دينه داسې وځي لکه غيشی چې له ښکاره وځي.
خوارج خپله، مذکوره نومونو ټوله و خپل ځان ته استعمالوي او کاروي يې، به استثناء د «مارقة» دا نوم ورته اهل السنة والجماعة ورکړی.
د خوارجو لومړی ظهور ، او غدر، او ورسره د هغه وخت د مسلمانانو خپلمنځي مشکلات..
. نور بيا…

 عبدالرحمن محمود

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *