دینې لیکنېلیکنې

خوارج له صدر اسلام څخه ، بیا د نن تر دواعشو دوه ویشتمه برخه

له عمر بن عبدالعزیز وروسته ، د یزید بن عبدالملک د خلافت په دور کې په ۱۰۵ کال د هجرت ، عقفان او ورسره اتیا کسانو خروج او بغاوت وکړ ، یزید بن عبدالملک وغوښتل چې مقابلې ته یې لښکر ور ولېږي، مګر چا مشوره ورکړه،چې جنګ مصلحت نه دی ، بلکې دې اتیانو کسانو خوارجو ته د هر یوه قریب ور ولېږه،چې د نصیحت له لارې یې له بغاوته را و ګرځوي، همداسې وشول، هر خارجي ته یې د هغه ورور او قریب ور ولېږه ، تر دې چې عقفان یوازې تنها پاتې شو ، هغه ته یې د هغه ورور ور ولېږه، هغه هم توبه ووېستله. په همدې طریقه لویه فاجعه چې شاید تر ډېرو هلاکتونو رسېدلې وای، په آسانۍ سره حل شوه. کله چې یزید بن عبدالملک وفات شو، پر ځای یې هشام بن عبدالملک خلیفه د اسلام وټاکل شو، همدغه عقفان ته یې د خوارجو او باغیانو پر وړاندې د جنګ مشرتوب ورکړ، همدا عقفان بیا دومره مخلص شو،چې خپل زوی یې کله له خراسانه ورغی، لاسونه او پښې یې ور وتړلې، هشام بن عبدالملک ته یې تسلیم کړ، هغه هم د پلار په خاطر بېرته آزاد کړ.
په همدې کال د هشام بن عبدالملک په خلافت کې، مسعود العبدي په بحرین کې خروج وکړ ، د مسعود العبدي د دعوت او نفوذ ساحه پراخېدله تر دې چې یمامې ته را ورسېدل ، په دې وخت کې د یمامې والي د هشام له خوا څخه ، سفیان بن عمر العقیلي و، عقیلي ور ووت، په خضرمة کې سره مخامخ شول ، ډېر سخت جنګ وشو ، په دې جنګ کې د خوارجو مشر مسعود العبدي ووژل شو ، له ده وروسته د خوارجو مشرتوب هلال بن مدلج په غاړه واخيست، په دا بله ورځ هم جنګ وشو ، خوارجو شکست وخوړ، د هلال بن مدلج سره یو څو کسان پاتې شوه چې هغوی هم هلته یوې کلاه ته پناه یووړه ، سفیان بن عمر زينې ورته کېښودلې، کلا ته پسې ور واوښتل ، هلال یې ونیو او ويې واژه، هغه پاتې خوارجو ته یې امن ورکړ.
په همدې کال کې بیا مصعب الوالبي په موصل کې خروج وکړ ، هشام بن عبدالملک لښکر ور ولېږه ، هلته سره مخامخ شول، له شدید جنګ وروسته د خوارجو مشر مصعب سره له ډېرو خوارجو ووژل شو. په ۱۱۹ هجري کې، صحاري بن شبیب خروج وکړ ، سبب د خروج یې دا وو،چې د عراق والي ، خالد بن عبدالله القسري د ده هغه معاش ورنه کړ ، نور یې هم سخریه پسې وکړه، هغه یې سپک کړ، کله چې صحاري د خالد له مجلس څخه خوابدی ولاړ شو، خالد القسري پوه شو،چې دا یو سرخوږی او مشکل جوړولای شي، نو د شا لخوا یې څوک پسې ولېږه چې والي دې غواړي ، صحاري بن شبیب ورته وویل: زه همدا اوس د والي له مجلسه را ولاړ شوم ، هغوی ډېر اصرار پرې وکړ ، خو صحاري توره پسې راووېستله، والي ته حاضر نه شو ، صحاري بن شبیب په پټه «جبل» ته د طبري د قول مطابق ، یا و «حبل» ته د ابن الاثیر د قول مطابق، ځان ورساوه، چېرې چې د بني تیم قبیله اوسېدل صحاري بن شبیب هغوی ته دعوت پيل کړ ، هغوی پر درې فرقو ووېشل شول ، یوې ډلې وویل چې د صحاري ملاتړ کوو ، بلې ډلې وویل چې تیار په امن کې یو ، هېڅ تکلیف او اذیت د وخت د خلیفة له لوري نه دی رارسېدلی، د صحاري ملګرتیا نه کوو، بلې ډلې توقف وکړ، کومو کسانو چې د صحاري ملاتړ وکړ، له هغوی دېرش کسان د صحاري سره یو ځای شول، المناذر ته ولاړل، هلته یې خپل خروج اعلان کړ ، بیا یې ټولو قومونو ته حال ولېږه چې هجرت وکړي.
کله چې د عراق والي خالد بن عبدالله القسري پرې خبر شو ، د صحاري مقابلې ته یې لښکر ولېږه، صحاري یې سره له ټولو ملګرو وواژه. نور بیا…

عبدالرحمن محمود

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *