مقالی اوتبصرې

خوارج له صدر اسلام څخه ، بیا د نن تر دواعشو پنځمه برخه

د خوارجو په لاس د مبشر بالجنه، بدري صحابي، حضرت علي المرتضی رضي الله عنه شهادت.
په تېره برخه کې مو وویل چې وروسته تر دې چې حضرت علي رض خوارجو ته شکست ورکړ، له دې ناکامۍ وروسته دری خوارجو اتفاق سره وکړ چې دری کسان به وژني ، حضرت علي رض او حضرت معاویة رض او حضرت عمروبن العاص رض.
امام ابن جریر الطبري او نوره علماء د تاریخ فرمایي چې دری تنه د خوارجو لکه ابن ملجم الحمیري او برک بن عبدالله التمیمي او عمرو بن بکر التمیمي ، سره را جمع شول او خپل هغه أقرباء یې یاد کړل چې د حضرت علي رض سره په جنګ کې وژل شوی و، بیا یې سره وویل چې موږ نو د هغوی وروسته ژوند څه کوو ؟ راځئ چي دغه دری ګمراه شوي مشران العیاذبالله و وژنو ، هم به مو خپل انتقام اخیستی وي او هم به مو ښارونه له دوی په امن کړي وي، ابن ملجم وويل چې علي بن ابي طالب پر ما دی، زه به یې وژنم ، برک وویل چې معاويه بن ابي سفیان پر ما دی، عمرو بن بکر وویل چې عمرو بن العاص پر ما دی، پر همدې یې وعده سره واخیسته او یو او بل ته یې قسم وکړ چې تر هغو به نه پر شا کېږو تر څو چې مو هغه خپل متعین کس نه وي وژلی، خپلې تورې یې را واخیستلې او د روژې مبارکې ۲۷مه یې و ټاکله چې هر یو به خپل سړی وژني.
ابن ملجم کوفې ته ولاړ ، خپل حال او مقصد یې حتیٰ له خپلو خوارجو هم پټ وساته ، یوه ورځ دې د بني تیم د قبیلې له خلګو سره ناست و ، د نهروان په جنګ کې د خپلو وژل شویو خوارجو ستاینه او یادونه یې کوله چې یوه ښائسته او حسینه ښځه راغله ، نوم یې قطام بنت الشنجه وه ، د نهروان په جنګ کې د دې پلار او ورور د حضرت علي رض د لښکر لخوا وژل شوي وه ، ابن ملجم چې کله ولیده په محبت او عشق کې یې واقع شو او بیا یې د نکاح مطالبه ورڅخه وکړه ، هغې ورته وویل چې دری زره درهم او یو غلام به راکوې او علي بن ابي طالب به وژنې ، ده ورته وویل په رب قسم چې زه دې ښار ته راغلی يم د همدې لپاره یم.
نکاح یې ورسره وکړه او ورسره یو ځای شو ، هغې ښځې دی همیش دې ته هڅاوه چې حضرت علي کرم الله وجهه په شهادت ورسوي او د وردان په نوم یو بل نفر یې هم ورسره ملګری کړ ، ابن ملجم یو بل ملګری هم د شبیب بن نجده په نوم پیدا کړ ، دری کسان شول ، کله چې د روژې میاشت را داخله شوه ابن ملجم وعده ورسره وکړه چې د روژې پر اووه ویشتمه د جمعې په شپه به سره یو ځای کېږو ، د همدې شپې وعده مې د خپلو هغه دوو نورو ملګرو سره کړې،چې په همدې شپه به هغوی معاویه او عمرو بن العاص وژني او موږ به علي وژنو.
نو دا درېيو کسانو ، ابن ملجم ، وردان ، شبيب ، خپل توري را واخیستلې او په دې شپه راغله د هغې دروازې پر برابر کېناستل له کومې چې حضرت علي رض د سهار لمانځه ته را وځي ، حضرت علي رض به وختي را وتل او د سهار لمانځه ته به یي د « الصلاة الصلاة » په ږغ سره خلګ را ويښول ، کله چې راووتی اول شبیب د تورې واری ور باندې وکړ ، بيا ابن ملجم پر سر باندې وواهه ، د ابن ملجم له وار سره د حضرت علي رض مبارکې وینې پر ږیرې را تويې شوې، په دې وخت کې خارجي ابن ملجم ورته وویل چې « لاحکم الا لله ، لا حکم لك يا علي » او حضرت علي کرم الله وجهه دا آیت شریف تلاوت کوی [ ﻭﻣﻦ اﻟﻨﺎﺱ ﻣﻦ ﻳﺸﺮﻱ ﻧﻔﺴﻪ اﺑﺘﻐﺎء ﻣﺮﺿﺎﺕ اﻟﻠﻪ ﻭاﻟﻠﻪ ﺭءﻭﻑ ﺑﺎﻟﻌﺒﺎﺩ « [ اﻟﺒﻘﺮﺓ: 207] .
حضرت علي رض ږغ وکړ چې و یې نیسئ ، مګر شبیب وتښتید او وردان هم د تيښتې کوښښ وکړ خو د حضرموت د ښار یو سړی پسې ورسیده او ځای پر ځای یي وواژه او ابن ملجم ژوندی ونیول شو ، په همدې سهار حضرت علي رض و جعده بن هبیره ته امر وکړ چې خلګو ته د سهار لمونځ ورکړي ، هغو خلګو ته لمونځ ورکړ ، بیا یې حضرت علي رض خپل کورته یووړ ، ابن ملجم یې ورته را ویست ، حضرت علي رض ورته وویل ای د الله دښمنه ما ستا سره احسان نه و کړی؟ هغه ورته وویل هو ، بیا حضرت علي رض وفرمایل که زه مړ شوم دی ووژنئ او که زه ژوندی پاتې شوم بیا زه پوهېږم چې څه ورسره وکړم.
او هغه کس چې د حضرت معاویة رض د وژلو ذمه يې أخیستې وه (برك) هغه هم د سهار لمانځه ته د وتلو پر مهال د خنجر واری پر حضرت معاویه رض باندې وکړ چې د ده پر ورانه ولګېد ، بیا بهرنی ونیول شو او ووژل شو ، حضرت معاویه رض ته طبیب وویل چي دا خنجر په زهرو لړل شوی و ، یا دې په اور داغ کوم جوړ به شې او یا یو نوع شربت درکوم چې جوړ دي کړي مګر د شربتو دا منفي أثر دې چې أولاد به دې بیا نه کېږي.حضرت معاویه رض ورته وویل په اور د داغیدلو توان نه لرم ، او اولادونه مې دغه یزید او عبدالله بس دي ، بیا طبیب هغه شربت ورکړل ، حضرت معاویه رض روغ شو، مګر نسل یې قطع شو ، نور اولاد یې ونه شو ، د همدې واقعې وروسته یې پر مسجد جامع باندې عسکر و درول چې د لمانځه په وخت کې به یې پیرداري کول.
او هغه کس چې د عمرو بن العاص وژل یې پر ذمه اخیستې وه (عمرو بن بکر) هغه هم د سهار د لمانځه پر وخت په کمین کې کېناست ، مګر د الله تعالی اراده او تقدیر و،چې په دې ورځ عمرو بن العاص د مریضۍ په وجه لمانځ ته حاضر نه شو، د هغه د عسکرو مشر خارجه بن حبیبه ته امر شوی و،چې لمونځ ورکړي ، عمر بن بکر د شپې په تیاره کې پر خارجه حمله وکړه ، د ده دا فکر و.چې عمرو بن العاص دی ، خارجه یې ځای پر ځای وواژه ، کله چې هغه قاتل ونیول شو باره یې وویل ( أردت عمرا و أراد الله خارجه ) ما خو د عمرو بن العاص ارداه کړې و، مګر الله تعالی د خارجه اراده کړې وه ، دا خبره یې په عربو کې ضرب المثل شوه ، بیا يې دی هم وواژه.
د خوارجو معتقدات او د مسلمانانو وینه ځان ته روا بلل او کافران ورته ویل… نور بیا

  عبدالرحمن محمود

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *