مقالی اوتبصرې

خوارج له صدر اسلام څخه ، بیا د نن تر دواعشو شپږمه مه برخه 

د خوارجو معتقدات او د مسلمانانو وینه ځان ته روا بلل او کافران ورته ویل.
قدیم خوارج په دې عقیده و، چې ایمان د قول او د زړه له تصدیق او له عمل کولو جوړ دی، که چا یو واجب پرېښود ، یا یې یوه ګناه وکړه لږ برخه د ایمان یې ولاړه، چې لږ ایمان یې ولاړ، ټوله ورسره ولاړ، نو که څوک یو واجب پرېږدي او یا لويه ګناه کوي هغه کافر دی، د لويې ګناه په اړه په تفسیر کې دوی یوه خوله نه دي، ځينې وایي لويه ګناه هغه ده چې حد په کې راغلی وي، لکه غلا ، زناء ، قتل او ځينې بيا وایي چې یوه کچنی ګناه چې څوک یې دائم کوي او توبه ورڅخه و نه باسي هغه سړی کافر دی.
لنډه دا چې ګنهکار مؤمن د اکثریت خوارجو په نزد کافر دی او داسې کافر دی لکه مشرک کافر ، فقط د خوارجو یوه ډله د ((اباضیه)) په نوم ده هغوی وایي کافر دی، خو په دې معنی چې کفران د نعمت یې کړی، په دې معنیٰ نه چې له ملت یعنې له اسلامه وتلی، امام ابو الحسن الاشعري لیکي( و من قول اکثر الخوارج ان كل ذنب مغلظ كفر ، و كل كفر شرك ، و كل شرك عبادة الشيطان)
د اکثریت خوارجو دا خبره او عقیده ده چي هره لویه ګناه کفر ده او هر کفر شرک دی او هر شرک د شیطان عبادت دی.
د دوی یو شاعر وایي (و من يكن مضيعا لواحد — منها استحق هلكة المعاند
لانه ان هدم البعض انهدم — جميعه و ذا هو القول الاتم)
كه چا یو له دغو پرېښود(قول په خوله ، تصدیق په زړه، عمل په اعضاوو) هغه د کافر په څېر د وژلو مستحق دی، ځکه چې ایمان کله لږ ونړېږي ټول نړېږي او همدغه مسلک او عقیده زموږ کامله ده. دوی دلیل په دې ایت شریف وایي چې الله جل جلاله فرمایلي دي( وهل نجازي الاالكفور.سورة سبا) موږ جزاء نه ورکوو، نه مګر یواځې کافرانو ته یې ورکوو، نو جزاء خو الله تعالی ګناهکارانو ته هم ورکوي(ومن یقتل مؤمنا متعمدا فجزاءه جهنم) که څوک یو مؤمن په قصد سره و وژني، د هغه جزاء دوزخ دی، نو قاتل ګناهکار دی الله تعالی جزاء ورکوي او جزاء یواځې کافرانو ته ورکول کېږي ، نو نتیجه دا ده چې ګناهکار هم کافر دی. همدا ډول دوی وایي چې الله جل جلاله فرمایلي ( يوم تبيض وجوه، و تسود وجوه، فاما الذين اسودت وجوههم اكفرتم بعد ايمانكم.الاية ال عمران) د قيامت په ورځ به ځينې مخونه سپین او تور وي، هغه کسان چي مخونه یي تور وي هغوی ته به وویل شي چې تاسې د ایمان وروسته بېرته کافران شوي يي؟
نو ګناهکاره انسان فاسق دي او د فاسق په هکله دوی وایي(والفاسق ممن وجهه مسود بالمعصية فيكون كافرا) فاسق له هغو کسانو دی چې مخ یې په ګناه تور وي، د چا چې مخ په ګناه تور وي، هغه کافر دی. بل دوی دلیل په دې ایت شریف وایي چي ( وسيق الذين كفروا الى جهنم زمرا …. و سيق الذين اتقوا ربهم الى الجنة زمرا. سورة الزمر) کافران دوزخ ته شړل کېږي او متقیان جنت ته ، فقط دغه دوه قسمه خلک دي د قیامت په ورځ، نو ګناهکار خو متقيان نه دي، چې په متقيانو کې نه شو داخل نو په کافرانو کې داخل دي. بل دلیل په دې ایت شریف کې چې الله جل جلاله فرمایلي دي(خلقكم فمنكم مؤمن و منكم كافر) الله تعالی تاسې پیدا کړي یاست ،ځينې ستاسي څخه مؤمنان دي او ځينې کافران دي، دریم قسم نشته، نو ګناهکار په کافرو کې داخل دي. همدا افراط او غلو في الدین چې هر ګناهکار ته دوی کافر وایي او واجب القتل یې بولي، د مفاسدو اساس دی، له همدې خباثت څخه دا جرئت پیدا کېږي چې پر ټول امت مسلمه د کفر او ارتداد ټاپه ووهي ، کټ مټ لکه د نن ورځې داعشي خوارج چې پر ټول امت مسلمه يې د کفر او ارتداد حکم صادر کړی او هر چېرې چې مسلمانان وي دوی هلته ورسره په جنګ وي. د قدیم خوارجو مارقه و د شبهاتو ځواب
… نور بیا

 عبدالرحمن محمود

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *