افغانستان

خوست کې د جلغوزیو ځنګلونو د پراختیا په پار هلې ځلې

د خوست دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې ددې ولایت د جلغوزیو ځنګلونو د بیارغونې او پراختیا په پار د یاد ولایت د موسی خېلو ولسوالی کې د جلغوزیو ځنګلونو د بیارغونې او پراختیا په پار پروژه پلي کېږي.د خوست دکرنې رییس له دې پروژې څخه د لیدنې په ترڅ کې ددې ولایت د لسوال په شتون کې ددې ولسوالی د ځنګلونو د ساتنې ټولنو سره وکتل او دوی ته یې سپارښتنه وکړه، چې د جلغوزیو ځنګلونو ساتنې او پراختیا په پار هلې ځلې وکړي. د خوست دکرنې ریاست چارواکي وایي، چې ددې پروژې په ترڅ کې د یادې ولسوالی یوشمېر اوسیدونکو ته د کار زمینه هم برابره شوې ده.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *