افغانستان

خوست کې د ناقانونه وسلو په تور ۲۳ کسان نیول شوي

د خوست د امنیې قومندانۍ د ترورېزم پر وړاندې د مبارزې مسوولین وایي، چې د دغه ولایت په ۱۲ ولسوالیو کې یې ګڼ شمېر وسلې او مهمات کشف او ضبط شوي دي.

د یاد ولایت د امنیه قومندانۍ د ترورېزم پر وړاندې د مبارزې مدیر محمد رسول وطن مل د باختر آژانس سیمه ییز خبریال ته وویل، چې د دغه ولایت په ۱۲ ولسوالیو کې د تصفیوي عملیاتو په ترڅ کې ۱۴ کلاشینکوفونه، ۵  تومانچې، ۱ راکټ، ۱ پیکه، یو د ماین د کشف او له منځه وړلو ماشین او کمره، ۶  مخابرې، ۱۲  فشاري ماینونه او ۷  لاسي بمونه نیولي، چې په تړاو یې ۲۳ کسان هم نیول شوي او له جملي یي ۱۴ تنو په خپلو جرمونو اعتراف کړی دی.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button