افغانستان

خوست کې پر۸۰۰۰ کډوالو خوراکي توکي وېشل شوي

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې په خوست ولایت کې یې پر څه باندې ۸ زره وزیرستاني کډوالو باندې خوراکي توکي وېشلي دي.د وزارت د بیان له مخې، چې دا توکي د خوست په ګربزو او ګلان ولسوالیو کې پر مېشتو وزیرستاني کډوالو وېشل شوي. دوی وایي چې مرستې یې د وزیرستانو دې دوو پنډغالو ته وړي او په ۸۰۰۰ او ۲۷ مسحتقو کسانو یې وېشلي دي.وزارت ویلي چې دا چاره یې د خوړو نړیوال سازمان په ځانګړې همکارۍ او همغږۍ ترسره کړې ده. د وزارت له قوله چې مرستې د ډبلیو.اېف. پي. له خوا د خوست ولایت د کډوالو چارو ریاست په شتون کې وېشل شوي.ویل کیږي چې په دې مرستو کې هرې کورنۍ ته ۴ قلمه بېلابېل خوراکي توکي ورکړل شوي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *