ټولنه اوکلتور

خوشحال او کابل

د پښتو ملي او لوی شاعر مرحوم خوشحال خان علاوه پر دې چې لوی شاعر او پیاوړی سردار و، ښه سیاح او گرزند سړی هم تېر شوی، د شرق په ډېرو ډېرو ځایونو او ملکونو گرځېدلی او ډېر هېوادونه يې لیدلي،په خپله يې ویلي :
کوم ملک دی له ما پاتو چې می پل نه دی پرېښی هر ځای به ورته یاد کړم،څوک دی سیاحت کړونی نو د خپل سیاحت په ضمن کې کابل ته هم څو واره راغلی دی، بلکې د کابل له فضا يې الهام اخیستی او دلته يې غزلې ویلې دي. مثلاً په ۱۰۸۰ھ کال کې يې یوه غزله په کابل کې وویله چې خوشبختانه د زمانې له حوادثو پاتې شوې او د ده په کلیات کې ظبطه ده چې له دی یوه بیته يې تاریخ داسې څرگندېږي :
پوره زر اتیا کلونه په کابل کې
دا غزل مې په بیاض باندې تحریر کړ
په بل ځای کې د کابل باغ داسې ستايي چې وايی:
نور باغونه د نوروز په وخت غوړېږي
په اهاړکا غوړېده د کابل باغ
بل ځای د کابل د مېوو صفت کوي او وايی :
د کابل میوې خوراک دی د طوطیانو پرې خپاره شول…
یا دا:
چې میوه يې د کابل خوړلې نه وي
د هغو تر فهم وڅکي دې کور کوري
بل ځای د کابل هوا داسې څرگندوي :
د چا زړه لکه کابل د چا بگرام دی
د یوه نصیب ساړه د بل گرما
بل ځای د منافق او درواغجن سړي په باب کې وایي:
دروغجن ترټو په ورشي د کابل کاندې مذکور
پټی ډکې پیالې اخلي ښکاره مه خوره یو انګور
بل ځای چې د تورې تعریف کوي او گڼه يې ستایي کابل هم یادوي، وایي :
کل گټنه ده د تورې که کابل دی که کشمېر
مړنی دی چې یادېږي هم په ساندو هم په ویر همدا رنگه بل ځای چې د خپل شعر د آوازې خپرونه بیانوي او د خپل نظم د گلستان گلدستې هر لور ته خپرې ویني کابل هم یادوي وایي :
گلستان زما د نظم شگفته شو
پرې وهي شیدا بلبله پر و بال
گلدستې يې لور په لور په ملک خپرې شوې
تر کابله تر کشمیره تر بنگال
همداسې شان د خوشحال خان په کلیات کې ډېر ځایونه کابل راوړل شوی،چې د ملي شاعر د زړه مینه د کابل سره ځینې څرگندېږي.

عبدالرؤف بینوا

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *