افغانستان

خيرخواه: لا هم يو شمېر رسنۍ نړۍ ته د افغانستان ناسم انځور وړاندې کوي

د اطلاعاتو او کلتور وزارت له لوري د باختر اطلاعاتي اژانس د ولايتي خبريالانو د ظرفيت لوړونې ۳ ورځنی سيمينار پيل شو.
د ياد وزارت سرپرست ملا خیرالله خیرخواه د ياد سيمنار د پرانيستې په مراسمو کې وويل چې له لاسته راغليو فرصتونو څخه بايد ښه ګټه واخيستل شي.
خيرخواه زياته کړه، چې لا هم يو شمېر رسنۍ نړۍ ته د افغانستان ناسم انځور وړاندې کوي او غوښتنه يې وکړه، چې ملي رسنۍ بايد د هېواد د واقعي انځور په وړاندې کولو کې تر هغو وار ړومبی کړي.
نوموړي د خبر رسونې په برخه کې د باختر آژانس فعاليتونه وستايل او د دغه اژانس د خبريالانو ستونزو ته يې د رسيده ګۍ ژمنه وکړه.
په ورته وخت کې د ياد اژانس عمومي رئیس مولوي ضیاءالحق حقمل وويل چې اسلامي امارت له سياسي بريا وروسته اوسمهال له یوې لویې رسنیزې جګړې سره مخ دی او هڅې روانې دې تر څو اسلامي امارت په دې برخه کې هم بريا خپله کړي.
حقمل زياته کړه، چې فکرونه د رسنیو له لارې پراختیا مومي او ولس ته ښه ذهنیت ورکولو په موخه به هڅې لا ګړندۍ کړي.
په همدې حال کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د هنر او کلتور او ځوانانو چارو معینانو هم د ياد سيمينار په پرانيست غونډه کې د خبر رسونې په برخه کې د باختر اطلاعاتي اژانس هڅې او فعالیتونه وستایل او دغه اژانس يې د ملي او نړيوالو رسنیو لپاره مخکښه او معتبره سرچینه وبلله.
هغوی همداراز د باختر اطلاعاتي اژانس له خبریالانو وغوښتل ترڅو جالب، معیاري او په مسلکي لحاظ جوړ خبرونه تر خلکو ورسوي او هڅه وکړي، چې د بهرنیو رسنیو د منفي تبیلغاتو مخه ونیسي.
د يادونې وړ ده، چې د اطلاعاتو او کلتور وزارت تر دې وړاندې هم د افغانستان د ملي راډيو تلويزون د ولایتي آمرينو لپاره هم ورته سيمنار جوړ کړی و.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *