
افغانستان
خیرخواه: د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور ریاست پرمختګونه او نوښتونه د ستاینې وړ دي
د اطلاعاتو او کلتور سرپرست وزیر ملا خيرالله خیرخواه پخپل کاري دفتر کې د ننګرهار له والي حاجي ګل محمد سره لیدنه وکړه.
په پيل کې د یاد ولایت والي له ښاغلي خیرخواه سره ننګرهار کې د اطلاعاتو او کلتور ریاست پر فعالیتونو خبرې کړې او د یاد ریاست پرمختګونه او نوښتونه یې ستایلي.نوموړي ویلي، چې په فرهنګي برخه کې باید لا نوښتونه رامنځته شي.دغه راز یې د ولایت مقام لخوا د همکارۍ ډاد ورکړی دی.ښاغلي خیرخواه د ښه راغلاست ترڅنګ د دوئ له هر اړخيزي همکارۍ مننه کړې ده.
نوموړي ویلي، چې د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور ریاست فعالیتونه په ښه شکل روان دي.د دې ترڅنګ یې هلته د فرهنګ، ځوانانو او تاریخي سیمو په اړه هر اړخیزې خبرې کړې دي.