شعرونه

دآزادۍ وږمه

ګل پاچا الفت

  پسرلی و تازګي وه غوړیدلي وو ګلونه

دګلانو موج کې پټ وو دوطن غرونه رغونه

 

صحرا ډکه وه له ګلو  هر طرف ته لا له زار وو

ټول وطن ګل وګلزار و هره خـوا وه ګلشنونـه

 

لمر لانه وه راختلی شین سحـر تـازه هوا وه

جونې سیل ته وې وتلې په اوربل ایښي ګلـونه

 

دبهار په ننداره وم نه غمونه    نه  سودا وه

په آزاده  هوا باندې تازه کیږي مړاوي زړونه

 

دهیچا په قید کې نه وم څومره ښه ښکلې صحرا وه

په خپل سر هر طرف تلمه  نه وه حکم نه امرونه

 

بیخودۍ کې تلمه تلمه نا خبــره لاړم بــاغ ته

ښه ګلزار  ښایسته ګلشن ؤ خو هرلور ته دیوالونــه

 

نظر بند و مخه بنده  لرې لـرې کتل نـه  و

فراخي دزړونو نه وې چې ایثار شي نظرونه

 

دبیدیا خلق په باغ کې خوشحالي نه شي موندلی

خوښوي دصحرا خلق  داوچتو غـرو سرونـه

 

یو زه نه وم غوټۍ هم وه په هغه ځای کې دلګـیره

بلبلان وو که طو طیان وو کول ټولو فریادونـه

 

چې ناڅاپه له صحرا نه  دبهار وږمه پیـدا شـوه

ونو بو ټو ورته ټيټ کړه  په تعظیم باندې ســرونــه

 

زړه تنګي له باغه لاړه  غوټۍ ټولې په خندا شــوې

دازادو صحبتونه  لري څـه ښـه تــاثیـرونه

 

چې له باغه وتې نه شي  په قفس کې وي که نـه وي

ګلستان ورته زندان دی شته زندان کې  هم ګلونــــه

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Check Also
Close
Back to top button