ادبشعرونه

دآزادۍ وږمه

پسرلی ؤ تازګي وه غوړیــدلـي ؤ ګلــونـه

دګلانو موج کې پټ وو دوطـن غــرونــه رغونه

صحرا ډکه وه له ګلو هر طـرف تــه لا لـه زارؤ

ټول وطن ګل وګلزار ؤ هره خــوا وه ګلشنــونـــه

لمر لانه وه راختلی شین سحــر تــازه هــــــوا وه

جونې سیل ته وې وتلې په اوربل ایښي ګلونـــــه

دبهار په ننداره وم نه غمــونه نـه ســــــودا وه

په آزاده هوا باندې تازه کیږي مــړاوي زړونــــه

دهیچا په قید کې نه وم څومره ښه ښکلې صحراوه

په خپل سر هر طرف تلمه نه وه حکـم نــه امــرونه

بیخودۍ کې تلمه تلمه نــا خبـره لاړم بـاغ تــه

ښه ګلزار ښایسته ګلشن ؤ خو هرلور ته دیوالونــه

نظر بند ؤ مخه بنده لـرې لرې کتـل نه ؤ

فراخي دزړونو نه وې چې ایثار شـي نظـرونــــه

دبیدیا خلق په باغ کې خوشحالي نه شي موندلی

خوښوي دصحرا خلق داوچتو غـــرو سـرونــه

یو زه نه وم غوټۍ هم وه په هغه ځای کې دلګـیره

بلبلان وو که طو طیان وو کول ټولو فریـادونـــه

چې ناڅاپه له صحرا نه دبهار وږمه پیـدا شـوه

ونو بو ټو ورته ټيټ کړه په تعظیم باندې ســرونــه

زړه تنګي له باغه لاړه غوټۍ ټولې په خندا شــوې

دازادو صحبتونه لري څـه ښـه تـاثیــرونـــه

چې له باغه وتې نه شي په قفس کې وي که نــه وي

ګلستان ورته زندان دی شته زندان کې هم ګلونـــــه

ارواښاد ګل پاچا الفت

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Check Also
Close