بېلابېلې لیکنې

داسې غل مو تر أوسه لیدلی؟! عبدالله افغان

دا نو تاریخي غل و. د انطاکیي قاضي په شپه کي و خپل کښت ، زراعت ته د تلو اراده وکړه ، کله چي تر ښار ووت

دا نو تاریخي غل و.

د انطاکیي قاضي په شپه کي و خپل کښت ، زراعت ته د تلو اراده وکړه ، کله چي تر ښار ووت غل ورباندي پيښ سو ، غل ورته وویل چي څه درسره دي ټوله کښيږده که نوي خير دې نسته.

قاضي ورته وویل : الله تعالی دي له بلې خوا درکړي ، زه عالم یم قاضي یم اهل علم مصئونيت او حرمت لري ، ما پريږده.

غل ورته وویل : دا خو ډيره ښه سوه زه ډاډه یم چي کوم شی درڅخه واخلم ته یي په اسانۍ سره پيدا کولای شي ، ستا نه بغير بل څوک کیدای سي ضعیف الحال وي ، فقیر وي ، هيڅ شی به نلري ، او ته ډیر ښه یې ، جیب دې ژر ډکيږي.

قاضي ورته وویل : حدیث شریف کي راغلي دي « الدین دین الله ، والعباد عباد الله ، والسنة سنتي ، فمن ابتدع فعلیه لعنة الله »

لارې نيول هم بدعت دی ، زه پر تا بيریږم چي ددې حدیث لاندي رانشي او د لعنت مستحق نسې.

غل ورته وویل : چي دا « مرسل حدیث » دی ، د نافع څخه ندی روايت سوی ، او نه هم د عبدالله بن عمر څخه روایت سوی ، بيا که چيري فرضا درسره ومنم چي دا حدیث صحيح دی نو ته د هغه غل په باره کي څه وایي چي دومره نلري چي قوت یي سې ، د کورنۍ ژوند یي له خطر سره مخ وي ؟ د عبدالله بن عمر څخه روایت ثابت دی چي رسول الله صلی الله علیه وسلم وویل « لو كانت الدنيا دما عبيطا لكان قوت اليوم للمؤمنين منها حلالا »

او علماؤ اجماع کړې ده چي انسان ته دا روا ده چي خپل او د خپل عیال د ژوند ژغورلو لپاره د بل له مال څخه خوراک وکړي ، او زه په الله قسم کوم چي خپل او د عیال ژوند مي له خطر سره مخ دی ، نو کوم څه چي درسره دي را وې باسه ، ماته حلال دي ، په سلامتۍ سره ولاړسه.

قاضي ورته وويل : چي ستا دغه حال دی نو ما پریږده چي خپل کښت ته ولاړسم او له خپلو خادمانو څخه کالې او لباس واخلم تر څو چي خپل عورت په پټ کړم او خپل کالې د ټولو نقدو روپو سره تاته درکړم.

غل ورته وویل : چي هيڅکله داسي نشي کیدای ، ته داسي یې لکه مرغه چي په قفص کي وي چي کله هوا ته ولاړ نو له لاسه ووت.

قاضي ورته وويل: چي په الله قسم درته کوم چي وعده درسره پوره کوم.

غل ورته وویل : چي ماته نافع له ابن عمر څخه او هغه له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه دا حدیث روایت کړی دی چي « د زور او اجبار په قسم باندي وفاء کول لازم ندي»  هله تلوار وکه چي څه درسره دي ټول را وباسه.

قاضي خپل آس او جامه ورکړه خو پرتوګ یي ور نکړ.

غل ورته وویل : چي پرتوګ هم راوباسه زه ډير ضرورت ورته لرم.

قاضي ورته وویل : د لمانځه وقت را نږدې دی ، د لوڅ لمونځ نه صحیح نکيږي ، حدیث کي راځي چي « لاصلاة لعریان » د لوڅ لمونځ نکيږي ، او الله جل جلاله فرمایلي دي « خذوا زینتکم عند کل مسجد» د زینت څخه مراد د عورت پټ والی دی د لمانځه په وخت کي.

غل ورته وویل : چي لمونځ خو دې صحیح دی ، ما ته نافع حدیث روایت کړی دی چي لوڅ دي خپل لمونځ وکړي خو رکوع او سجده دي نکوي ، امام ابوحنیفه رحمه الله فرمایي چي لوڅ خلک دي لمونځ په ناسته وکړي ، او کوم حدیث چي تا روایت کړ هغه « مرسل حدیث» دی ، او که درسره ومنم چي صحیح دی خو ورڅخه مراد حالت د مجبوریت ندی او ته مجبور یي ، ته د حدیث لاندي نه راځې.

قاضي ورته وویل : قاضي هم ته یي ، مفتي هم ته یي ، فقیه هم ته یي ، واخله ټوله واخله.

المصدر : کتاب الاذکیاء لابن الجوزي.

که مو لوستې وي (اضحك الله سنك)

دعاء راته ډالۍ کړئ

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *