لیکنېمقالی اوتبصرې

داعش؛ د مسلمانانو بدنامولو لپاره د غربي استعمار پروژه

څرنګه چې په لومړۍ برخه کې داعش فتنې د راټوکېدو او په عراق او افغانستان کې يې پر فعاليتونو رڼا واچول شوه، په دغه برخه کې به له دغې فتنه‌ګرې ډلې څخه د غرب د ملاتړ بېلګې وړاندې شي: له داعش څخه د لوېديځ د ملاتړ بېلګې:
د ويرجينيا ايالت د سنا مجلس جمهوريت‌غوښتوونکی غړي ريچارد هيدن په ۲۰۱۳ کال کې د واشنګټن او داعش ډلې ترمنځ اړيکو په اړه وويل: « هغوی د ګډې اردو يوه برخه ده او د امريکا د مرکزي اطلاعاتو آژانس له‌خوا له ليبيا څخه ترکيې او له هغه ځايه سوريې ته د وسلو لېږد د دغو تکفيريانو د تجهيز لپاره ترسره کېږي.» هغه همدارنګه وويل چې دغه کار په غيرمستقيم ډول کېږي ځکه چې مستقيم ډول يې له قانون سره په ټکر کې دي.
په ۲۰۱۶ ز کال کې د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتین په افغانستان کې د داعش د پرمختګ په اړه اندېښنه وښوده او امریکا یې په یوې څنګزنې اشارې سره د داعش تمویلوونکې یاده کړه.
د ایران له مذهبي مشر نیولې، تر ولسمشر او بیا د بهرنیو چارو وزیر پورې په وار – وار دا خبره کړې، چې د داعش خراسان ډله د امریکا له خوا تمویلېږي.
د امریکا پخواني ولسمشر ټرمپ د لومړنۍ دورې په یوې ټاکنیزې غونډې کې هم وویل، چې د بهرنيو چارو پخوانۍ وزيره هیلري کلنټن او ولسمشر بارک اوباما د داعش جوړوونکي دي.
همدارنګه د ۱۳۹۷ کال د ليندۍ په ۱۷ نېټه د ايران د بهرنيو چارو وزير جواد ظريف د سیمې د شپږو پارلمانونو د مشرانو کنفرانس کې پر امریکا تور ولګاوو چې په سوريه او افغانستان کې داعش جنګياليو ته وسلې ورکوي.
دا په داسې حال کې ده چې د امريکايي پخواني سناتور جان‌مکين د ۲۰۱۳ زکال د مي په ۲۷ مه نېټه سوريې ته د سفر په ترڅ کې د دغه هېواد په ادلب ښار کې چې هغه مهال د داعش تر ولکې لاندې وو، د يادې ډلې له مطبوعاتي سکرتر ابوموسی سره ګډ انځورنه هم اخيستی و. په انځورونو کې داسې ښکاري لکه ابوموسی چې د مکين کوم ساتوونکی وي. په دغه سفر کې مکين له يو شمېر نورو داعش مشرانو سره هم وليدل .
دا ډول د ۲۰۱۵ زکال په لومړۍ میاشت کې د ناټو پخواني سرمنشي اندرس فوغ راسموسن بیا وویل چې داعش د منځني ختیځ لپاره خطر خو په افغانستان کې يې شتون په ګټه دی.
له دې سربېره د امريکا جمهوريت‌غوښتوونکی سناتور ران پال هم له داعش څخه د امريکا د ملاتړ په اړه ويلي وو: « داعش په سوريه کې زموږ متحد وو، موږ په دمشق کې د بشارالاسد رژيم د ماتې لپاره دغو وسلوالو ته وسلې ورکړې او په سوريه کې مو امن ځای ورته برابر کړ.»
د امریکا د دفاع وزارت « پنټاګون» د دفاعي اطلاعاتي آژانس پخواني مشر مايکل ټي فلين له « الجزيره» ټلويزيوني شبکې سره د مرکې پر مهال وويل چې د داعش ودې لامل په مستقيم ډول له دغو جنګياليو څخه د امريکا ملاتړ وو.
د امریکا د ملي امنيت آژانس پخواني قراردادي اډوارډ سنوډن هم له داعش څخه د امريکا او بريټانيا د ملاتړ په باره کې ويلي چې دغه ډله اصلاً د اسرائيلو صهيونيستي رژيم لپاره د «غمبسو ځالې» په نوم عملياتو په ترڅ کې تشکيل شوه څو په اسلامي شعار سره ټول بنسټ‌پاله مسلمانان سره يوځای کړي او د تکفري مفکورې پر بنسټ د اسرائيلو مخالفو هېوادونو پر وړاندې وجنګېږي.
د امريکا د بهرنيو چارو وزارت متقاعد ډيپلوماټ مايکل اشپرينګ‌من هم په دې وروستيو کې په‌خپل کتاب کې افشاء کړې چې په منځني ختيځ کې د امريکا او متحدانو پټ عمليات د ترهګرو ډلو د تأسيس لامل شول.
د متحده ايالتونو د ران پال سولې مؤسسې رئيس دانيل مک ادمز هم په يوه مرکه کې ويلي وو چې متحده ايالتونو په ايډيولوژيکي لحاظ نه بلکې په تاکتيکي بڼه د داعش له ودې سره مرسته وکړه. ځکه چې غوښتل يې له دې لارې په سوريه کې د اسد رژيم رانسکور کړي.
په حقیقت کې د داعش خراسان پروژه هم د اسلامي امارت د مصروفولو او تضعیف لپاره د امريکا او د هغوی د متحدانو له‌خوا ډيزان شوې وه.
په دې ټوله موده کې داعشیانو نه پر اشغالګرو کوم لوی برید ترسره کړ او نه هم د هغوی پر متحدينو، بلکې له ورکړل شوي پلان سره سم يې د اهل سنتو علماوو او د اشغالګرو ضد د مطرحو مجاهدینو، مخورو او انصارو په ترور او عام وژنه بوخت دي.
څرنګه چې د ۲۰۱۹ کال په اوږدو کې د اسلامي امارت ځواکونو د داعشانو پر ضد پراخ عمليات پيل کړل نو ډېری دغه جنګيالي د امريکا او کورنيو ملېشو په هوايي او ځمکني ملاتړ له محاصرې څخه وژغورل شول او په پلان شوې بڼه په ښارونو کې ځای پرځای شول چې واک ته د اسلامي امارت له رسېدو وروسته يې په ښارونو کې يو شمېر تخریبي کړنو ته مخه کړه او ځينې حقاني علماء، مجاهدین او عام افغانان يې په شهادت ورسول،خو د اسلامي امارت د کارنده او پراتيفي او استخباراتي عملياتو په پايله کې په کمه موده کې د هغوی د فعاليتونو مخه ونيول شوه، ډېری عملیاتي شبکې یې له منځه لاړې او مهم مشران يې اسيران او يا هم ووژل شول. د وروستيو استخباراتي ريپورټونو پر بنسټ د داعشیانو د خراسان څانګې رهبري او یو شمېر پاتې مسوولین ډېری په ګاونډيو هېوادونو کې اوسېږي او په وروستيو بريدونو کې ډېری کاريدونکي وګړي يې هم د تاجيکستان اتباع وو چې بريدونه يې هم له هېواده بهر تنظیم شوي وو. مالي تمویل یې د کریپټو کرېنسۍ په وسیله له اروپا څخه کېږي او تبلیغاتي فعالیت یې هم له افغانستان څخه بهر دی،خو غربي استخباراتي سازمانونه د داعشیانو د خراسان څانګې د اصلي موقعیت پټولو لپاره شایعات او ناسم معلومات خپروي ځکه چې دغه ډله په افغانستان کې هېڅ فکري رېښې نه‌لري.
لوېديځ لاهم هڅه کوي چې له دغې ناکامې پروژې څخه په يو ډول د ځان په ګټه د سيمې نا امنه کولو لپاره کار واخلي څرنګه چې بي بي سي راډيو د رويټرز خبري اژانس د ريپورټ پر بنسټ د دوو امريکايي سرچېنو په حواله تور پورې کړ چې د ايران په کرمان ښار کې د ۲۰۲۴ ز کال د جنوري مياشتې بريدونه په افغانستان کې پلان شوي وو. په داسې حال کې چې دغه ډله په افغانستان کې د اسلامي امارت له‌خوا په پوره توګه ځپل شوې چې لوېديځو سرچينو هم پر دغه واقعيت اعتراف کړی دی.
که څه هم اسلامي امارت د داعش پر وړاندې د عملياتو په پايله کې د دغې ډلې د رهبرۍ کچې کسان يا خو مړه او يا هم زنداني شول چې دغه لاسته راوړنې حتی د ځينو بهرنيو هېوادونو او سازمانونو له‌خوا هم وستايل شوې خو بيا هم د ملګرو ملتونو په‌شمول ډېری لوېديځ هېوادونه او د هغوی اړوند سازمانونه د عامه اذهانو د ګډوډولو په موخه په افغانستان کې د داعش ډلې ګواښ لوي ښودلو په اړه بې‌بنسټه ريپورټونه خپروي. د بېلګې په ډول د ملګرو ملتونو سازمان د امنيت شورا د ۱۴۰۲ ز کال د وږي مياشتې په وروستيو کې په افغانستان کې د ۲۰ ترهګرو ډلو د شتون، د ناقانونه وسلو کارونې او د داعش ډلې عملیاتي وړتیاوو د زیاتوالي په اړه څرګندونې وکړې چې د افغانستان له شته واقعيتونو سره په ټکر کې دي ځکه چې اوس‌ د افغانستان ټوله اراضي د اسلامي امارت تر حاکميت لاندې ده او ۲۰ څه چې حتی د يوې ډلې ښکاره فعاليت هم نه‌دی محسوس.
نور بيا…

ابوالياس جهادوال / دویمه برخه

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *