افغانستانراپورونه

دافغانستان د روغتیا ملي انسټیټوټ څخه ۵۰ تنه روغتیاپلان فارغ شول

د عامې روعتیا وزارت اړوند د افغانستان د روغتیا ملي انسټیټیوټ څخه په دريمه او څلورمه دوره کې د ساحوي ايپيديميولوژي په برخه کې د يو کلن زده کړو څخه پنځوس تنه فارغانو ته د فراغت سندونه ورکړل شو.غونډه وړمه ورځ د عامې روغتیا وزارت د غونډو په تالار کې جوړه شوی وه،دعامې روغتیا وزیر ډاکټر قلندر عباد د افغانستان د روغتیا ملي انسټیټیوټ ریس ډاکټر تاج ملوک صمیم، عامې روغتیا تدریسي ریس ډاکټر احمد فرشید محمدی ،عامې روغتیا وزارت ریسانو،فارغ شو زده کړیالانو او درسنیو استازوګډون کړي و.د عامې رړغتیا وزیر ډاکټر قلندر عباد وویل : دټولو فارغ شوي زده ګړیالانو د مبارکۍ ترڅنګ غوښتنه وړکړه چې د خپل کړیدلې ملت ته دروغتیا په برخه کې لا زیات خدمت وکړئ. ډاکټر عباد وایي ،داچې په تېرو دوه کالونو کې دروغتیاپه برخه کې ډېر خدمات وړاندې شوي، خو دا خدمات کافي نه دي ځکه چې هېواد مو ډېر نفوس لري ،شپه او ورځ باید هېوادوالو ته کار وکړو،چې روغتیایي ستونزي اومشکیلات یې حل شي، او دیو مسوول په توګه اول بایددخپل ملت په ستونزو ځان پوهه کړو یو ښه استراتیژیک پلان جوړکړو،چې روغتیایي تشه ډکه شي. په تېرو دوه کالونو کې دروغتیایي خدماتو ترڅنګ ډېر کوښښ مو کړي چې دډاکټران علمي پوهه او ضرفیتونه لوړ کړو،او په راتلونکې وخت کې هم دخپلو روغتیایي پرسونل ته ضرفیت لوړولو پروګرامونه لرو، په تېرو دوه کالونو کې دنړیړالو سازمانونو او د سیمې او ګاونډي هېوادونو سره دهماهنګې په نتیجه کې زیات کسان دطبي زده کړو لپار بهر ته استول شوي دي، هیله موداده چې دافغانستان روغتیاپه برخه کې دنړیوالو سره سیال شي.
همداشان نوموړي زیاته کړه، هغه هېوادوال چې په بهر کې مېشت دي او دروغتیا په برخه کې کافي تجربه لري زمونږغوښتنه ترې داده جې افغانستان ته راشي اوخپله پوهه او علمیت څخه په هېواد کې ګټه پورته کړي، زمونږ ټولي دروازي د دوي پر وړاندې خلاصي دي.
بل لورته دافغانستان د روغتیا ملي انسټیټوت ریس ډاکټر تاج ملوک صمیم وایي،کوم کسان چې نن فارغیږي د روغتیا په برخه کې یو مثبت ګام دي ،د دريمه او څلورمه دوره کې د ساحوي ايپيديميولوژي په برخه کې د يو کلن زده کړو د فارغ شويو پنځوس تنه فارغانو څخه مو هیله داده چې د روغتیا په سکتور کې ښه خدمت وړاندې کړي،اودامهال د افغانستان د روغتیا ملي انسټیټیوټ په پنځمه دوره کې هم ۱۶تنه زده ګړیالان په زده کړو باندې بوخت دي.
دافغانستان د روغتیا ملي انسټیټوټ روزنیز ریس ډاکټر احمد فرشید محمدی وایي، افغانستان د روغتیا ملي انسټیټیوټ ۱۳۴۲ هجری شمسی کال کې د بنسټ ډبره کېښودل شوه،چې زیات روغتیایي کارونه پکې اجراء کېدل.
نوموړي دفارغ شوو زده کړیالانو ته مبارکۍ وویله اود ښه خدمت غوښتنه یې ترې وکړه.
محمدی زیاته کړه د ساحوی ایپیدیمیالوژی د شرقی مدیترانه د عامه روغتیا شبکی، د نړیوال روغتیای انکشافي ادارې په مالي اوتخنیکي مرستو دایریږي اودراتلونکې لپاره د افغانستان د روغتیا ملي انسټیټیوټ په زیات شمېررونیز پروګرامونه په نظر کې نیولي دي.
دافغانستان د روغتیا ملي انسټیټوت یو تن فارغ شوي زده کړیالان ډاکټر محمدجناح ابراهیمي دشریعت ورځپاڼې خبریال ته وویل: د يو کال په جريان کى زموږ تدريسي بهير په
اینګليسى، پښتو او درى ژبو زده کړي راکول کېدي ، ټول درسونه مو يو په بل پسى په مسلسل ډول و،اوهر څه د پلان مطابق وه، هرې موضوع ته جدا جدا استادان راتلل ،د درسونو لپاره ښه چاپیریال و،او د زده کړي سره سره مالي امکانات هم په دې یو کلن پروګرام کې برابر شوي وو.
ابراهیمي زیاته کړه،نوموړې پروګرام بايد د عامې روغتيا وزارت تر چتر لاندې په دايمي توګه پلي شي.
دوهم دغه پروګرام ډير موثراوګټور دي، او موضوعات يى هم ډېر دي نو غوښتنه مو داده ده چې د يو کلن څخه يى تدريسى بهير دوه کالو ته وغځیږي.
دريمه وړاندیز، بايد ددغو ټولو فارغ شوو کسان څخه په تخنيکې چارو کې استفاده وشي او ورته اړینه توجه وشي.
څلورم د عامې روغتيا وزات د زونونو په کچه دي د آپيديميولوجستانو ځانګرې کميټې جوړ شي تر څو په عاجلو او استراري حالاتو کې ورڅخه په رضاکارانه ډول کار واخیستل شي.
دیادوني وړ ده چې په دې برخه په ټول هيواد کې مخکې د څلويښت په شاوخوا کې فارغان موجود وو چې اوس خوشبختانه پنځوس تنه نوي فارغان ټولنې ته دخدمت کولولپاره وړاندې شول .
سمیع الله مومند

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *