افغانستان

داکتر قلندر عباد د G5 هېوادونو په ناسته کې: د یو شمېر ناروغیو پر وړاندې باید ګډه مبارزه وشي

د افغانستان د عامې روغتیا سرپرست وزیر په ایران کې د G5 هېوادونو ناستې ته د وینا پر مهال ویلي، چې د هېوادونو تر منځ پر روغتیایي پوهاوي او تجربو شریکولو سربېره باید د یو شمېر ناروغیو پر وړاندې ګډه مبارزه وشي؛ ځکه ناروغي سرحد نه پېژني. د افغانستان د عامې روغتیا وزارت ویلي، چې د هېواد د عامې روغتیا وزیر په تهران کې د G5 د غړو هېوادونو د وزیرانو او مرستیالانو جوړې شوې غونډه ته، چې د ایران د ولسمشر مرستیاله انيسه خزعلي یې هم برخه‌واله وه، زیاته کړې؛ باید د هغو ساري ناروغیو مخه ونیول شي، چې په اسانۍ سره له یوه هېواد څخه بل هیواد ته انتقالیږي. نوموړي دا هم ویلي چې افغانستان د کرونا واکسین د تطبیق په برخه کې مخکښ هېواد دی او د روتین، کوریج او پولیو واکسینونو د تطبیق په برخه کې ډېرې لاسته راوړنې لري

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *