مقالی اوتبصرې

دا سپېڅلی نظام له خپلوۍ او انډيوالۍ مه قربانوئ! س. سعيد «غلجی»

لکه څرنګه چې د دندې لپاره امانت داري او اخلاص شرط دی، همدغه شان مسلکيتوب هم شرط دی. عموماً دا دوه صفتونه داسې سره تړلي دي،

لکه څرنګه چې د دندې لپاره امانت داري او اخلاص شرط دی، همدغه شان مسلکيتوب هم شرط دی. عموماً دا دوه صفتونه داسې سره تړلي دي، چې دواړو ته اړتيا لازم او ملزوم ده. که اخلاص وي، خو مسلکيتوب نه وي، هغه دنده په ښه توګه نه تر سره کيږي. او همدغه شان، که مسلکيتوب وي، خو اخلاص نه وي، بيا به هم کار نيمګړی وي.
حضرت يوسف عليه السلام چې خپل پاچا ته د دندې وړانديز وکړ، نو ورته ويې ويل چې زه ساتونکی (امانت دار) هم يم او پرې پوهيږم هم. همداراز؛ رسول الله صلي الله عليه وسلم هم چې څوک پر کومه دنده ټاکلی، نو هغوی يې حتماً د تقوا او مسلک په تله تللي. تر هغه مبارک وروسته، د راشدينو خلفاؤ او نورو ټولو نيکو حاکمانو تګلاره همدا وه، هڅه به يې کوله، چې داسې خلک وګماري، چې هغه دغه دواړه صفات ولري.
الله تعالی فرمايي ــ ژباړه: «الله تعالی تاسې ته امر کوي، چې امانتونه د هغوی اهل ته وسپارئ» سورة النساء. نو د الله تعالی پر ځمکه حاکميت هم يو امانت دی، مستحين يې هغه څوک دي، چې د الله تعالی او د هغه د رسول صلي الله عليه وسلم په احکامو برابر وي. همداراز؛ رسول الله صلي الله عليه وسلم فرمايلي: کله چې چارې نا اهلو ته وسپارل شي، د قيامت انتظار کوه. رواه البخاري
ابوبکر رضي الله عنه د خپل خلافت پر مهال د خالد بن وليد رضي الله عنه د لښکر مشر وټاکه او د فارس لور ته يې واستاو، عمر رضي الله عنه پرې اعتراض وکړ، ويل تا خالد بن وليد مشر وټاکه، حال دا چې په لښکر کې د ابوعبيده رضي الله عنه په شان د لوړې مرتبې صحابي موجود دی، هغه چې د لومړنيو مسلمانانو له جملې دی. ابوبکر رضي الله عنه ورته وويل، سمه ده، خو په جګړه کې خالد بن وليد ښه مهارت لري. بيا عمر رضي الله عنه وړانديز وکړ، چې که ابوعبيده رضي الله عنه د لښکر مشر وټاکې او هغه سره خالد بن وليد رضي الله عنه هم وي، نو اسلامي لښکر به د ابوعبيده رضي الله عنه له نرمي او د خالد بن وليد رضي الله عنه له جنګي تکتيک دواړو برخمن شي.
نو لومړی خو بايد هڅه وشي، چې داسې څوک پر دنده وګمارل شي، چې هغه هم د تقوا او اخلاص په ګاڼه سمبال وي او هم په هغه چاره کې ښه پوهه او مسلکيتوب ولري. بيا که داسې څوک نه ؤ، نو د عمر رضي الله عنه فارموله ډېره غوره ده، يو متقي او مخلص کس دې مشر وټاکل شي او نور متخصص او مسلکي اشخاص دې ورسره معاونين او مأمورين وټاکل شي.
اسلامي امارت هم اوسنيو حالاتو کې همدغه تګلاره غوره کړې، د وزارتونو په رأس کې يې با اعتماده، متقي او مخلص علماء ټاکلي او د هغوی ترلاس لاندې د خپل، خپل مسلک خلک پر کار بوخت دي.
خو متأسفانه، په ښکته ادارو کې ځينې مسؤلين د مسلکيتوب اصل ته هيڅ پاملرنه نه کوي، د خپلوي او ملګرتيا پر اساس؛ حتی داسې کسان هم پر دندو ګماري، چې هغوی هيڅ ليک، لوست نه شي کولی، خو دوی يې د مجاهد په نامه مستحق ګڼي، حال دا چې بې شمېره مسلکي خلک پر دندو پسې لالهانده ګرځي. زموږ تکړه انجنيران، استادان او متخصصين موټرواني، دوکانداري، څوکيداري او حتی پرديو هېوادونو کې مزدوري ته مجبور دي.
دا سمه ده، چې مجاهد ډېر لوی فضيلت لري او بايد ډېر زيات قدر يې وشي، خو په غير مناسب ځای کې يې ټاکل، د هغه قدر نه دی، بلکې دا يو لوی خيانت دی، هم له الله تعالی سره، هم له رسول الله سره، هم له نظام سره او هم له هماغه مجاهد سره.
ځکه چې که يو مجاهد په غير مناسب ځای کې پر دنده وګمارل شي، نو هغه اداره هم ورسره شړيږي، مراجعين هم له ستونزو سره مخ کيږي، نظام هم کمزوری کيږي او بدناميږي او هغه مجاهد هم په سمه توګه خدمت نه شي اداء کولی، کراره به ناست وي، نه کوم پرمختګ کولی شي او نه به يې چا ته کوم خير رسيږي، بلکې معاش يې هم حراميږي. نو د دغه شان ټاکنو، خير ډېر دی، که زيان؟!
ځينې ادارې داسې وي، چې هغه کې څه نا څه لوستی شخص دنده تر سره کولی شي، يعنې دومره زيات مسلکي نه وي، خو ځينې چارې داسې وي، چې هغه کې ملايان او طالبان هيڅ کار نه شي کولی. مثلاً که يو شخص د مجاهد په نوم د يو پيلوټ پر ځای وټاکې، نو هغه الوتکه غورځوي، ځان هم وژني او الوتکه هم له منځه وړي. دا خو يې ښکاره مثال دی، داسې کار هيڅوک نه کوي، ځکه پر دې د ټولو سر خلاصيږي. خو همدغه شان نورو تخنيکي ادارو ته هم بايد په دې سترګه وکتل شي، هلته هم که ته يو غير مسلکي شخص وټاکې، نو هغه اداره له منځه وړي، فعاليت په ټپه ودريږي او ښايي نظام ته ډېر زيان ورسوي.
نو د اشخاصو په ګمارلو کې ډېر احتياط وکړئ، دا نظام د الله تعالی امانت او د لکونو شهيدانو د وينو قيمت دی، له خپلوي او انډيوالي يې مه قربانوئ. د علماؤ او مجاهدينو قدر پر خپل ځای وکړئ، په پوځ، پوليسو، استخباراتو او نورو مناسبو ادارو کې یې وګمارئ او پر جوماتونو او مدرسو يې پام وکړئ. همدا کفايت کوي، چې د نظام مشري د علماؤ په لاس کې وي، جزئي چارو کې نور ولس ته هم د خدمت موقع ورکړئ. ولس کې ډېر داسې خلک شته چې هم دينداره دي او هم مسلکي.
الله تعالی دې زموږ ټول مسؤلين او مأمورين له دې سپېڅلي نظام سره له هر ډول غدر او خيانت څخه وساتي. آمين

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *