بېلابېلې لیکنې

دحق پر وړاندې د باطل پلوو هڅې!

دحق او باطل ترمنځ مبارزه د بشر له پيدايښت څخه را پيل او بيا تر ابده پورې به پر مخ روانه وي. باطل

دحق او باطل ترمنځ مبارزه د بشر له پيدايښت څخه را پيل او بيا تر ابده پورې به پر مخ روانه وي. باطل پلوو په هره زمانه کې د باطل دخپريدو بې دریغه هڅې کړې دي؛ الله تعالی فرمايي: ژباړه:
_پيغمبره! تادي غمجن نه کړي هغه کسان چې په کفر کې کوښښ کوي.[آل عمران:١٧٦].
_کفارو وويل: ابراهيم(علیه السلام) وسوځئ او دخپلو خدايانو کومک وکړئ![الأنبياء:٦٨] _بې شکه کفار ددې لپاره مالونه خرچ کوي چې خلک له سمې لارې کاږه کړي. [الأنفال:٣٦] اوس هم باطل پرستان دتېر په څیر شپه او ورځ دباطل دخپريدو په هڅه کې دي او په دې لاره کې هیڅ دمايوسۍ او ستوماني احساس نه کوي.
دکتور محمد اسماعيل المقدم وايي: د جرمني هېواد ميشت يو ځوان راته وويل «سهار وختي په سړکونو او کوڅو کې عيسوي مبلغين (دعوتګر) خپاره شي او خپلې عقيدې ته دعوت کوي، سهار مهال په شپږ بجې يوې جرمنۍ پيغلي زما دروازه را وټکوله، زه چې کله پوه شوم چې موخه یې خپلې باطلې عقيدې ته بلنه ده؛ نو مې ورته خپل اسلام څرګند کړ او ورته مي وويل چې زه ستا بلنې ته هيڅ اړتيا نه لرم، ما چې د هغې په خپل دريځ ټينګار وليد نو مې دروازه دهغې پر مخ وتړله، خو هغه د بندي دروازې مخته نيم ساعت ولاړه وه او په هماغه ډول ټينګار يې خپلې عقيدې ته دعوت کاوه او زه يې باطل دين ته هڅولم.(علوالهمة ص۲۹۶)
شيخ عبد الحميد البلالي د دکتور عبد الودود شلبي له قوله ليکي: زه به ډير ځله په مادرید کې د عيسوي مبلغينو په يوه مرکز تيريدم، چې ديوې ودانۍ په يوه انګړ کې به يې په يوه لوحه دا الفاظ ليکلي وو« عيسويت ته بلونکې ځوانه! موږ له تاسره دکور، دندې او پاسته بستر ژمنه نه کوو، موږ تاته وايو چې ته به په خپل دعوت کې له ستوماني او ناروغۍ پرته بل څه نه وینې، ټوله هغه سرمايه چې موږ يې تاته وړاندې کوو؛ هغه لارښوونه، يوه ګوله ډوډۍ او په یوه تنګه خونه کې يوموټی بستر دی، ستا بدله ټوله له الله تعالی سره ده او تاته که په دې لاره کې مرګ راغی نو ته به له نيکبختو انسانانو څخه شمېرل کېږي!»
شیخ بلالي دپورته الفاظو په تبصره کې ليکي: دا ډول پارونکې جملې په سلګونو ځوانانو ته دتبشير انګيزه ورکوي او دنړۍ له مختلفو اطرافو څخه دې کار ته ځوانان را ټولوي، وروسته دغه ځوانان باطل دین ته ددعوت په موخه وچو دښتو ته ځي او هلته له بدبويې او ميکروبونو څخه په ډکو خيمو کې پرته له کومې دندې او معاشه ژوند تيروي، که دغه ځوانان د خپلې وړتيا سره سم کار وکړي نو هر يو به زرګونه ډالر وګټي، خو مګر دوی دا هرڅه د باطل لپاره قرباني کوي. نوموړی وروسته ليکي: زما ښه په ياد دي چې په هند کې يو بزګر هندو خپل کار پريښود او راغی د پاچا شاوخوا ددې لپاره ګرځيدو چې له هندوانو څخه چنده راټوله کړي تر څو په هند کې دبابري په نامه ستر مسجد ونړوي او بیرته د هندوانو عبادت ځای وګرځي(المصفى من صفات الدعاة ۱۷۴/۲)
یو عرب عالم کيسه کا: په يوشمېر تور پوستو خلکو تيريدم چې په منځ کې يې يوه ځوانه ښځه ناسته ده او تور پوستي خپل دین ته را بولي، په داسي حال کي چي تور پوستي ورته له خندا شنه وو او هیڅ دکرکې څرک په کې نه ليدل کيده، ما له ښځې وپوښتل:
_دا کار دچا په اراده کوې؟
_د خپل راهب په اراده.
_نه غواړي چې له دې کاره لاس په سر شې؟
_نااا هيڅکله نه!
_دا کار له څه وخته راهيسي کوې؟
_ اته کاله کيږي.
د مسیحیانو مشر زويمر په يوه غونډه کې ګډونوالو ته وويل: موږ کولای شو درې ډوله مسلمانان مسيحيت ته داخل کړو:
۱_هغه ماشوم چې داسې سرپرست ونه لري چې هغه ته يې اسلام ور پيژندلی وي.
۲_هغه څوک چې په اديانو پورې ټوقي کوي او فقيري او غريبي ورباندې زور کړی وي .
٣_ هغه څوک چې غواړي شخصي اهدافو ته ځان ورسوي.
پايله!!!
مسلمانه وروره! باطل پرستان خپلو باطلو ادیانو او افکارو ته د پراخو وسائلو لکه فيلم، کتاب، سریال، راډيو او ټلويزيون له لارې په مختلفو ډګرونو کې لکه تعلیم، روغتيا، مؤسسې، کليساوې او نورو ټولنيزو ډګرونو کې پراخ دعوت پیل کړی او شپه ورځ په دې هڅه کې دي چې مسلمانان له خپل دين څخه واړوي او د باطو ادیانو پلویان یې جوړ کړي؛ نو په دې اساس لازمه ده چې موږ هم په مختلفو ډګرونو کې له مختلفو لارو څخه خپل دين ته دعوت پیل کړو، دځوان نسل سالمه تربيه وکړو، خلک په واقعي توګه په دين خبر کړو، حق او باطل ورته جلا کړو او په خپلو اسلامي ارزښتونو يې باور پياوړی کړو.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *