سرمقالې

دمعارف د پرمختګ له پاره اساسي کار پکار دي

څرګنده حقیقت دی چې افغانان له تېرو څو لسیزو راهیسې د پردیو یرغلونو، انقلابونو او جنګ جګړو له امله رښتیا هم زښته ډېر ځپل شوي او د نړیوالو له کاروانه خورا ډېر شاته پاتې شوي، خو دا چې اوس په ټول هېواد کې د یو مثبت بدلون پايله کې یاده لړۍ پوره پای ته رسېدلې، بشپړ ثبات او سمون راغلی او د هر افغان وګړي ټوله پاملرنه پر اقتصادي پر مختګ متمرکزه ده،نو حتماً دا پوښتنه مطرح کېدی شي ،چې که افغانان واقعاً د خپل هېواد د پرمختګ، سوکالي او بسیاینه غواړي،نو د خپلو تعلیمي ادارو او مراکزو د موجوده نیمګړي کیفیت پر مټ به یې دا ارمان تر سره شي؟ غالباً ځواب منفي دی! ځکه دا یو مسلم حقیقت دی چې دا مهال د نړۍ د پرمختللیو هېوادونو د نظامي او اقتصادي برلاسي او پرمختګ یوازنی لامل همدا علمي سبقت دی،خو څرنګه چې موږ په دې ډګر کې ډېر نیمګړي او علمي بنسټونه مو خورا زیات بې کیفیته دي، دا دی خلک او هېواد مو هم در په دره، خوارو زار او د پردیو خیراتو په هیله ناست دي موږ باید اوس په دې اړه ښه ژور فکر وکړو
ځکه د جګړې په زمانه کې د هر لوري ټول پام د جنګ پر ګټلو مصروف و، مګر اوس مو چې ټول ملت او حکومت له جنګ او جګړو فارغ دی، باید له هرڅه ړومبی د هېوادوالو علمي کچې لوړولو ته ډېره توجه وکړو. له بده مرغه دا یو ښکاره حقیقت دی چې دا وخت زموږ علمي مراکز بیخي پر ټیټ کیفیت ولاړ دي. البته زموږ دا ستونزه څو مهم وجوهات لري، د مثال په ډول لویه ستونزه مو د مدرسو او ښوونځیو په درسي نصاب کې ده چې په هېڅ توګه له زمانې سره سمون نه خوري. تر دې چې له کلیوالي ښوونځيو او جوماتي درسونو را نیولی بیا تر ماسټرۍ، ډاکټرۍ او دیني تخصصاتو پورې يوازې د استاد او شاګرد وخت ضایع کېدل دي او بس. پرته له ځینو هغو افرادو چې د خپل ځاني شوق، هڅو او زیار پرمټ ځان تریو حده ورسوي او څه ترلاسه کړي. دوهمه نیمګړتیا مو د حکومت له خوا د استادانو د معاش کموالی دی. ځکه د حکومت د ټولو ارګانو په نسبت د استادانو معاش ډېر کم دی او همدا وجه ده چې نسبتاً پوه او مخکښ کسان ډېره هڅه کوي چې لوړو سرکاري څوکیو ته ځان ورسوي. تردې چې ډېر داسې اشخاص هم لیدل کېږي چې د نورو حکومتي دندو په نسبت تعلیمي ادارو کې کارکول خوښوي خو د معاشاتو د کمي له امله هلته نه ورځي، نو په داسې حال کې چې علمي مراکزو کې مو همداسې د ټیټې کچې استادان په کار بوخت وي، مدرسه او مکتب به څرنګه منظم او معیاري شي؟ لنډه دا چې که هر څوک یو ځل د کومې اطرافي او کلیوالي سیمې مکتب، مدرسې او جومات ته لږ سر ورښکاره کړي،نو یقیناً چې یو با احساسه کس به یې پر حال ژور افسوس وکړي او دا به ومني چې موږ د نوي کهول په روزنه کې څومره غافل او بې پروا یو! راځئ په دې هکله د غفلت له خوبه را بیدار او د معارف د پرمختګ لپاره نوي اساسي کار ته ملا وتړو.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *