افغانستان

دوو ترافيکي پېښو کې لسګونو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

شریعت: بلخ او کندهار کې په دوو ترافيکي پېښو ۳۴ تنه شهید او ټپيان شوي دي.
د بلخ ولایت د نهرې شاهي ولسوالۍ اړوند سیمه کې د هایلکس موټر د چپه کېدو له امله د درېو ښځو په ګډون ۱۱ تنه مړه شوي او نهه تنه نور ټپیان دي. د بلخ ولایت د امینې قومندانۍ ویاند وايي، چې ټپیان له پېښې وروسته د مزار شریف روغتون ته انتقال شوي او د یو شمیر کسانو روغتیايي حالت د اندېښنې وړ ښودل شوی دی. نوموړي دغه راز زیاته کړې، چې پېښه د موټر چلوونکي د بې احتیاطۍ له امله رامنځته شوې ده.
له بلې خوا، د کندهار سیمه‌ییز چارواکي وايي، چې نن سهار اووه بجې د دغه ولایت په دامان ولسوالۍ کې۴۰۴ ډوله مسافر وړونکی موټر چپه شوی دی. د کندهار د والي ویاند حاجي زید ویلي چې په دې پېښه کې شپږ تنه مړه شوي او اته نور ټپیان شوي دي. په ټپیانو کې د دوو تنو روغتیایي حالت د اندېښنې وړ بلل شوی دی. د پېښې علت د موټر چلوونکي بې احتیاطي ښودل شوې ده.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *