روغتیا

دوو ولایتونو کې د سلو روږدو درملنه وشوه

د هلمند او کندز د امنیې قومندانیو مسوولینو په دغه ولایتونو کې د ۱۰۰ روږدو کسانو د درملنې خبر ورکړی دی.

د هلمند د امنیې قومندانۍ ویاند ویلي چې په دغه ولایت کې په نشه يي توکو ۵۰ روږدي کسان د یاد ولایت د معتادینو ۱۰۰ بستریز روغتون کې له ۴ میاشتې درملنې وروسته خپلو کورنیو ته وسپارل شول.

ورته مهال د کندز د امنیې قومندانۍ د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې مدیر عبدالعزیز خیبر د باختر آژانس خبریال ته ویلي چې د دغه ولایت په صحي کمپ کې ۵۰ روږدي کسان له درې میاشتې درملنې وروسته خپلو کورنیو ته سپارل شوي. خیبر زیاته کړې، چې اوسمهال هم په یاد کمپ کې د ۵۰۰ روږدو کسانو درملنه
روانه ده.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button