دینې لیکنېلیکنې

دين؛ اخلاص او خيرخواهي ده

رسول اللهﷺ فرمايي: دين نصيحت(اخلاص او خير غوښتنه) دی، یو چا ترې وپوښتل د چا لپاره؟
رسول اللهﷺ وویل: د الله تعالی لپاره، د رسول اللهﷺ لپاره، د کتاب الله لپاره، د مسلمانو مشرانو لپاره او د عامو مسلمانانو لپاره.
ځيني علماوو ویلي،چې دغه حديث د ټول دين خلاصه ده، خو امام نووي (رح) وايي چې دغه حديث په ټول دين را څرخي يعنې په دغه حديث باندې عمل؛ په ټول دين عمل دی؛ ځکه څوک چې د الله تعالی، د رسول اللهﷺ، قرآنکریم، مشرانو او مسلمانانو حقوق په ځای کړي؛ همدغه په دين عمل دی.
د الله تعالی لپاره: د الله تعالی لپاره په دې معنی دين اخلاص دی چې الله تعالی واحد ذات وبلل شي، په ذات او صفاتو کې ورسره شریک پيدا نه شي، دا عقيده لرل چې دکمال په ټولو صفاتو موصوف دى او د نقصان له ټولو صفاتو پاک دی، د رب تعالی ټول امرونه ترسره کړي او له ټولو منعه شويو شیانو ځان وژغوري، همداراز د الله تعالی له دوستانو سره مينه وشي او له دښمنانو سره يې دښمني وشي.
د رسول اللهﷺ لپاره:
له رسول اللهﷺ سره دين په دغه معنی اخلاص دی چې د رسول اللهﷺ په رسالت عقيده ولرې، که ژوندی و؛ نو خدمت يې وکړې او که له دنیا يې سترګې پټې کړي؛ بيا يې د دين خدمت وکړې، ټول امرونه يې ومنل شي او له ټولو منعه شويو شیانو یې ځان وژغورل شي، له أهل بیت، صحابه کرامو او دوستانو سره يې مينه وشي او له دښمنانو يې کرکه وشي.
د قرآنکریم لپاره:
د قرآنکریم لپاره دين په دغه معنی اخلاص دی چې لفظ او معنی یې زده شي، له تحریف او تبدیله وژغورل شي، پوره عمل ورباندې وشي، په مواعظو يې عبرت واخيستل شي، په تدبر او سوچ سره يې تلاوت وشي او د هغه څه خدمت وشي،چې له قرآنکریم سره تړاو لري لکه حافظان، مدرسه او….
د مسلمانو مشرانو لپاره:
له مسلمانو مشرانو څخه که امامان او مجتهدين مراد شي؛ نو د دوی لپاره دين په دغه معنی اخلاص دی،چې د دوی مناقب، ښېګڼې او علوم تر خلکو ورسېږي او د دوی له کارنامو او کمالاتو څخه نسلونه خبر شي.
او که له مسلمانو مشرانو څخه پاچاهان، وزیران او والیان مراد وي؛ بيا د دوی لپاره دين په دغه معنا اخلاص او خير غوښتنه ده چې په دوی پسې اقتدا وشي، په روا کارونو کې یې اطاعت وشي، تر بيرغ لاندې يې جهاد وشي، حق خبره او نصيحت ورته وشي، په خلاف يې له بغاوت او قيام څخه ډډه وشي، د غفلت پرمهال يې خپلو اهدافو ته متوجه کړې، په دروغو يې ستاینه ونه شي، د خير دعا ورته وشي او نیکه مشوره ورکړل شي.
د عامو مسلمانانو لپاره:
د عامو مسلمانانو لپاره دين په دغه معنی اخلاص او خير غوښتنه ده چې د دين تعليم ورکړل شي، د مشرانو احترام او په کشرانو شفقت وشي او د دوی لپاره هغه څه خوښ شي چې د ځان لپاره یې خوښوې.
که موږ په دغه معنی دين د هر چا لپاره اخلاص او خير غوښتنه وبولو؛ بيا مو نو حقوق الله او حقوق العباد ټول په ځای کړو او په دین مو پوره عمل وکړ.

حسان مجاهد

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *