
دښمن نه پېژندل، نیمه ماتې ده!
په جګړو کې نظامي پوهان په دې تاکید کوي چې څومره پر ځان باوري يې، په هماغه اندازه د خپل مخالف پېژندل درته ضروري دي، که يې ونه پېژنې نو معنی به يې دا وي چې نږدې نیمايي ماتې دې خوړلې؛ سونزو تر میلاد وړاندې یو چینایي لیکوال تېر شوی وروسته يې یادښتونه را ټول شوي او ما کلونه مخکې پښتو کې «د جنګ هنر» په نوم لوستي و، چې تازه يې وړم کال بل ځوان د بیا ژباړې کوشش هم کړی، دې اثر کې پر همدې موضوعاتو بحث شوی او له دښمن سره د تعامل لپاره دښمن پېژندنه نیمه بریا ګڼل شوې.
تېرو دوو لسیزو کې د مسلمانانو او کفارو جګړه کې د یرغلګرو خپل کتابونه، ویناوې او بحثونه پر دې معترف دي چې دښمن يې نه پېژاند او دې نه پېژندنې ورته سرخوږی جوړ کړی و.
لاندې ویډیو د هغو سرښندونکو ده، چې له همدې خدای پامانۍ وروسته بیا را ونه ګرځېدل، د دوی همدا غېږې به وروستۍ وې، له خپل معسکر، خپل استاد، خپل رهبر او خپلو ملګرو سره وروستي دیدن دوی تر کړیکو رسول، دلته وینئ یو ځوان شاته لاړ شي او مخ ته لاسونه ونیسي، بېخي دا صحنه ورته د تحمل نه ده؛ دا چې دې ځوانانو تر دې اړیکو ور ها خوا، د کورنۍ عاطفي ارتباط، مېرمن، خور، ورور، ادې، اولادونه او د کلي او جومات ملګري څنګه بې خدای پامانۍ پرېښي او دوی ترې په اوږده سفر روان دي، یو بل درد دی، چې د دوی پر زړونو پروت دی!
د دې صف پر وړاندې ولاړو خلکو دا باورولی نه شوای، دا يې زړه ته نه لوېده او د خپل دښمن دا اړخ يې هېڅ نه پېژانده، چې دوی به له دې ټولو عاطفي اړیکو، ځوانیو، ارمانونو او دې رنګینۍ او له ځوږه ډکې نړۍ له درک سره سره تر ځان تېرېږي، په پنډغالي به يې ور ننوځي او بیا به نه راوځي؛ نو مجبور و خپلې دې بې وسۍ ته داسې دلایل وتراشي چې د دوی په عقلونو برابر وي او ضمناً يې پر وړاندې بې جوړې له مروت ډک دښمن بد معرفي کړی وي، حتی مشرانو به يې پرې نادرې ټاپې لګولې، مثلاً د کفارو د اړخ د داخلي جګړه مارو د وخت مشر حامد کرزي په رسمي کنفرانسونو کې دا پرله پسې تکراوله، چې د دوی پر وړاندې ولاړ مسلمان د سرښندونکو دې ځوانانو ته پېچکارۍ ورکوي، داسې پېچکارۍ چې له ټولو عاطفو اړیکو يې خالي کوي او نشه غوندې یوازې په یوه هدف پسې ځي؛ خو دوی له ټولو طبي او ټکنالوژيکي امکاناتو سره د خپلو پوستو په اوسېدونکو کله هم داسې پېچکاري ونه کړه، چې د مسلمانانو پر وړاندې جګړه کې نورې ټولې عاطفي اړیکې او مجبوریتونه شاته غورځار کړي او ځان بایللي وګڼي!
دا صحنې زموږ تاریخ دی، زموږ هویت دی او مرد هغه دی چې د خپل مخالف پر مردانهګۍ اعتراف وکړي، د امت دا سرسپارلي د تاریخ هغه زرین باب جوړوي چې خوندیتوب، تشریح او تر نورو رسولو لپاره يې د دوی په څېر تقوادارو قلمونو ته اړتیا ده، نه زموږ ګنهکاري ګوتې!
رب عزوجل مو دي له دې سرښندونکو سره حشر کړي! آمین
دادمحمد ناوک